د ماشومانو ادبیات

    موږ دواړه سره همځولي وو،ستا په یاد دي چې یو ځای به مو سره لوبې کولې،زه لږ څه شوخه وم ما به تل ته ځورولې اوستا له ځورولو به مې خوند اخیست.موږ دواړه به له خټو نه کوټې جوړولې ستا کوټه به زما له کوټې نه لویه وه او زما کوټه به کوچنۍ وه نو ما به له قصده ستا له کوټې خټې راواخیستې او خپله کوټه به مې جوړوله ستا کوټه به ړنګه شوه خو تا به بیا هم هیځ نه ویل او له ما سره به دې هماغسې لوبې کولې.

او بیا هغه وخت چې موږ دواړه د ځوانۍ دورې ته ورسیدو نو ته له ما نه ښکلی او ځواکمن وې ستا پنجې له ما نه لویې وې بیه دې هم له ما نه لوړه وه، ما به ستا په غاړه کې لاسونه واچول او زنګیدم به، خوته بیا هم هماغسې مهربانه وې اوس خو دې ماته خوږې هم راکولې او زما له دې ټولو شوخیو سره،سره دې هیڅکله له ما نه ګیله ونکړه ،په خپله غیږه کې به دې پناه راکوله ،که څه هم ما به تاته یو غړپ اوبه هم نه درکولې .

خو اوس هر څه بدل شوي دي، زه اوس په خپلو کړو ډيره پښيمانه یم نور هغه د ماشومتوب شوخۍ نه کوم. اوس زه د ژوند په هسکو ټيټو کې بلده شوې یم او کله کله خو ځان ډیر کمزوری احساسوم. خوزه اوس له یوې خبرې ډیره ډاریږم! ځکه ته لا هماغسې ځواکمن او هسکه غاړه ولاړ یې نو زه له تا نه دا پوښتنه کوم، چې ته خو به د هغو ټولو نادودو او شوخیو  کسات نه رانه اخلې؟  هغه داسې ،چې کله زه زړه شم او بیا  ما د باران جړۍ اویا هم د اوړي سور لمر وار خطا کړي او له ماسره دا چټکې د ځوانۍ پښې هم نه وی هغه وخت که  زه ستا مرستې ته اړه شم بیا په شمیرلیو قدمونو ستا غیږې ته پنا دروړم نو ایا ته به له ما سره مرسته وکړې او ماته به تر خپل سیوري لاندې پناه راکړې؟ تاته وایم! ای زموږ د کلا تر مخ ولاړې د توت ونې!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *