روسیه دا ځل بیا په نړۍ کې د ابر-قدرتۍ خوبونه ویني. دوئ د خپلو خوبونو د ریښتیا کولو په موخه ځان د سوریې په جګړه کې ښکیل کړل، له ټولو هغو فشارونو سره-سره چې د غرب او نړیوالې ټولنې لخوا پرې وارد شول دوئ بیا هم د سوریې په جګړه کې ځان طرف واقع کړ او تر اوسه په کې ښکیل دي. د امریکا په ټاکنو کې یې مداخله وکړه او د ټرمپ په بریا کې یې مهم نقش ولوباوه او څو میاشتي وړاندې یې له پاکستان سره ناستې شروع کړې تر څو د طالبانو کیلي په لاس کې واخلي. دا ټولې هغه هڅې دي چې دوئ په نړۍ کې یو ځل بیا د قدرت اظهار کوي او په سیمه خپل کنترول زیاتوي.
څرګنده خبره ده چې د غرب او په ځانګړي توګه د امریکا له مداخلې او هراړخیزي همکاري پرته د پخواني شوري اتحاد ماتي او د مجاهدینو بریا امکان نه درلود. خو د امریکا هر اړخیز مالي کومکونه، د مجاهدینو تجهیز او هغوئ ته د پاکستان له لورې د یوې سالمي رهبرۍ ایجاد دا هر څه ممکن کړل او بالاخره پخواني شوري اتحاد په افغانستان کې د امریکا په مرسته ماتې وخوړه چې همدا ماتي یې د اتحاد د پاشلو او په ټوله نړۍ کې د ماتې باعث شوه.
روسیه به د خپلې امپراطورۍ پاشل کیدل او په افغانستان کې خپله شرموونکي ماتې کله هم هیره نه کړي، او دا غچ به هرو مرو د دې ماتې له اصلي عامل هیواد امریکا څخه اخلي، چې افغانستان ورته تر ټولو مناسب ځای ښکاري.
په همدې اساس د روسیې، چین او پاکستان بې ساري نزدیکت او هراړخیزې ناستې او له طالبانو سره د روسیې غیر رسمي خبرو دا شکونه نور هم د حقیقت پولي ته نږدې کړي او د یوې بلې جګړې د خطر زنګونه وهل کیږي. دا ځل بیا هم هماغه لوبه شروع کیدونکي ده خو په دې توپیر چې لوبغاړي به یې نوي وي. روسیه او چین غواړي د پاکستان په مرسته د طالبانو کیلي په لاس کې واخلي او د طالبانو په واسطه داسې لوبه له امریکا سره وکړي څنګه چې په اتیایمه لسیزه کې له دوئ سره شوي وه.
دلته به روسیه ظاهرا له داعش څخه د خپلو سرحداتو د ساتلو په موخه له طالبانو څخه ګټه اخلي خو په حقیقت کې به همدا طالبان د سیمې د ناامنه کولو، افغان ځواکونو د کمزورتیا او غرب د ځپلو په موخه کاریږي.
افغان دولت ته په کار ده چې له تیرو ترخو تجربو څخه په ګټه اخیستني دا ځل د یوه اغیزناک او روښانه سیاست په اختیارولو سره د دې دوو ابر قدرتونو تر مینځ د اړیکو تعادل وساتي او دا خاوره له رارواني نیابتي جګړې څخه وژغوري.
د یوه خپلواک، برېمن او په ځان بسیا افغانستان په هیله