اوس مهال د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره نړۍ سره نښلول شوې ده چې له نیکه مرغه په نړۍ کې د نویو بدلونونو او څیړنو په بشپړیدو سره د نړۍ له یوه کونج تربل هغه یې رسیږي. اداره او رهبري، ډولونو او  پر څرنګوالي یې د نامتو رهبرانو، مدیرانو ترمینځ ډیر شمېر بحثونه کیږي او بېلابیل تعریفونه یې شتون لري. منجمنټ یا اداره ترډیره بریده د شته پرنسیپونو په رڼا کې ترټاکلي موخې ځان رسول بولي، ترډیره بریده رهبري هم دې ته ورته تعریف شوې ده ولې یو روڼ توپیر یې دادی چې رهبري د خلکو د ارادې په تمثیل سره د ستر لرلید لپاره هلو ځلو ته ویل کیږي. د مدیر او رهبر ترمینځ ډیر توپیرونه شته ولې یو بل ځانګړی توپیر یې دادی چې مدیر یو ښه سرتیری وي او په اصولو او قواعدو باندې ټینګار کوي خو رهبر د خلکو په زړونو باندې د اغېز له کبله د شته باور په اساس نوښتونه رامینځ ته کوي، خلکو ته الهام ورکوي او په شتون کې یې خلک ډاډ احساسوي. په هرصورت اوسنۍ لیکنه کې غواړم د کمپنو د مدیریت لپاره په نړۍ کې د ځينو پېژندل شویو  اداري جوړښتونو په اړه مالومات وړاندې کړم.

د کمپنیو د غوره ادارې لپاره د ادارې ننی جوړښت، داخلي چاپیریال، بهرنی چاپیریال، د مارکېټ اقتصادي څرنګوالی، د سیالو کمپنیو د رقابت کچه، د کمپنی تبلیغاتي برخه، رهبري، د شته منابعو او وخت په نظر کې نیول سره د موخو ټاکنه، د کارمندانو د انرژي څخه په غوره توګه کاراخستنه،د ورته سیالانو پیژندنه، د مشتریانو سره د اړیکو ساتنه  او ځینې نور فکټورونه دي چې دا ټول د موخو د ترلاسه کولو او  د کمپنۍ په بریا کې اړین رول لوبوي.

د ازاد مارکیټ په راتګ سره متثبینو ترنورو ټولو ډیره بریا ترلاسه کړې ده.د ازاد مارکیټ د قانون په اساس نرخونه عرضه او تقاضا ټاکي او حکومت په کې د لاسوهنې حق نه لري. د ځینو نورو عواملو ترڅنګ یې یو ښايي دا هم وي چې د کمپنۍ د اړوند چوپړیتاوو او تولیداتو ته په کتو سره یې لازم اداري جوړښت ټاکلای دی. ځینې منل شوي ډولونه یې په لاندې ډول دي.

۱ فلاټ(هموار) : دا ډول اداري جوړښت کې معمولا د هریوه ریاست او یا هم شعبې ته یو یا دوه کارمندان نیسي. د هر ریاست لپاره د عمومي ریس پرځای مستقیما د مسلک اړوندکارمند نیول کیږي، سکرتر او یا مشاور نه لري. له پورته څخه نیغ په نیغه امر ورکول کیږي او ټیټه طبقه په مستقیمه توګه مشرتابه ته رپوټ ورکوي. په دې ډول جوړښت کې پریکړه ژر نیول کیږي، بیورکراسي پکې نه وي او پریکړه ژر عملي کیږي. معمولا هغه شرکتونه چې د شلو کسانو څخه لږ مامورین لري، دا ډول جوړښت لري.

 فنکشنل اداري جوړت: په دې ډول اداري جوړښت کې اداره عموما د وظایفو او یا هم ماموریتونو په څانګو باندې تمرکز لري د بېلګې په توګه یوه برخه یې د مارکیټینګ د سرته رسولو لپاره مسولیت لري، بله برخه یې د څیړنو مسولیت لري او همدارنګه د بیلګې په توګه مالي برخه بیا ځان ته ټیم لري. وړې کمپنۍ که غواړي چې اداري جوړښت د مدیریتونو په ډول وویشي نو باید د فنکشنل اداري جوړښت څخه کارواخلي. هر مدیریت کیدلای شي چې یو مدیر، یو یا دوه معاون، یو یا دوه منیجران هم ولري. منیجر او معاوینین مدیر ته رپوټ ورکوي، مدیر بیا عمومي ریس یا سي اوي ته  د اړوند مدیریت د فعالیت په اړه رپوټ ورکوي. هغه کمپنۍ چې د پروژې په اساس کار او فعالیت کوي دا ډول جوړښت ورته ترټولو غوره دی ځکه هرټیم ته پکې محدوده خپلواکي (صلاحیت او مسولیت)ورکړل شوي وي.

ډیوژنل: دا ډول جوړښت هغه جوړښت ته ویل کیږي چې کمپنۍ د بیلا بیلو دندو د ترسره کولو لپاره کوچني  نیمه خپلواکه ټیمونه رامینځ ته کوي. که څه هم چې د ورځني عملیاتو لپاره دا کوچني ټیمونه خپلواکه وي ولې د کمپنۍ له مرکز څخه بیا هم هرټیم ته هدایت ورکول کیږي او ټیم بې الاخره اړوند هدایت په خپلو کې سره هماهنګي کوي. لوی شرکتونه په ځانګړي توګه څو ملیته شرکتونه له دا ډول اداري جوړښت څخه ګټه اخلي. مثلا د جنرل موټورز کمپنی یو له لومړیو کمپنیو څخه ده چې له دې ډول اداري جوړښت څخه یې ګټه اخستې ده. دا ډول اداري جوړښت ډیرې ګټې لري، کارمندان نیمه خپلواکه وي، د پرمختګ لپاره په اړوند سیمه کې د شرایطو مطابق خپل فکر او پلان عملي کوي، د مشکل په صورت کې نږدې ساحوي دفتر ښه لاسرسی کولای شي. ترټولو غوره یې دا چې په دې ډول جوړښت کې هغه مامورین چې په اړوند برخه کې یې تخصص کړی وي، په خپل مسلک کې ټاکل کیدلای شي چې غوره پایلې لري. که چیرې ستاسې کمپنۍ د موټر تولید کوي، کولای شی چې فورنر برخه یې جدا کړی، د کرولا برخه یې بیله کړی او همدارنګه د بس او سپورټ موټرونو برخې یې بیلې کړئ.

همدارنګه د منجنمټ نامتو تیورست هنري منتزبرګ اداري جوړښتونو په اړه پنځه ډوله اداري جوړښتونه وړاندې کړي دي.

۱: متشبث ډوله اداري جوړښت:

دا ډول اداري جوړښت یوازې د متشبثینو ، او د نوښتګرو له خوا رامینځ ته کیږي. ازاد ډوله ساختمان، اداري ډیسپلین پکې لږ لیدل کیږي. نوي کمپنۍ معمولا دا ډول جوړښت غوره کوي. مشران یې له انرژي ډک، نوښتګر وي. په دې ډول کمپنیو کې د کارونو سم تعریف نه شتون، غیر موثر کنټرول او د ډسیپلین نه شتون کیدلای شي چې ستونزې هم رامینځ ته کړي.

۲: ماشین ډوله اداره:

منټسبرګ په خپله تیوي کې هغه ډول اداري سیستم چې بیوروکراسي پکې په زیاته کچه شتون ولري، اوامر پکې ډیر څرخیږي، د یوې پریکړې لپاره ډیر کړۍ دخیلې وي، د ماشین ډوله اداري سیستم نوم ورکړی دی. د بېلګې په توګه د حکومت اداره. په دې ډول جوړښت کې د ادارې جوړښت، اوږد عمر، استحکام او ثبات یې غوره والی بلل شوی ولې کمزورتیاوې هم لري چې د نوښت نه شتون، د بیوروکراسۍ له امله د موثریت کموالی او پروخت د پریکړو نه نیول یې کمزوری اړخ دی.

۳: مسلکي ډوله اداري جوړښت:

په دې ډول اداري جوړښت کې د بیورکراسی کچه تقریبا د ماشین ډوله اداري جوړښت ته ورته والی لري خو په دې ډول ادراه کې په لوړه کچه مسلکي کدرونه دخیل وي. دا مسلکي مامورین معمولا له تجربو او تخنیکي پلوه پاخه وي او ترډیره په اړوند برخه کې خپلواکه وي. دوی د ماشین ډوله ادارې پرخلاف پریکړې په خپلواکه توګه نیسي. په غربي ټولنو کې د پوهنتونونو اداري جوړښت د مسلکي ادارې څخه استفاده کوي.

۴: ډیوژنل

دا ډول یې پورته لیکنه کې ذکر شوی دی خو عموما دا ډول اداري جوړښت وظایف په ټیمونو باندې ویشي ولې نیمه خپلواکه وي، په دې برخه کې هم ټینګار په تخصص باندې کیږي.

۵: نوښتګره اداری جوړښت

په دې ډول اداري جوړښت کې معمولا  نوښت ته لومړیتوب ورکول کیږي او د نوښت په اساس رهبري هم ټاکل کیږي. دا ډول اداري جوړښت د نویو صنعتي تصدیو او ټکنالوژي اړوند کمپنیو کې ډیر لیدل کیږي. په دې ډول جوړښتونو کې پریکړې کاملا د نورو ریاستونو څخه  په خپلواکه توګه اخستل کیږي . کله کله د رهبرۍ پرسر شخړې د ادارې د ضعف سبب کیږي. د مخابراتي ټکنالوژیو کمپنۍ( اپل، سمسنګ، ګوګل) ترډیره له نوښتګره اداري جوړښت څخه استفاده کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *