تاند- د ایران د نظام د مصلحت جرګې مشر علي اکبر هاشمی رفسنجاني د ۸۲ کلونو په عمر د زړه د سکتې له کبله وفات شو.

د ځینو په باور هاشمي رفسنجاني له آیت الله خمیني وروسته د ایران په اسلامي جمهوري نظام کې تر ټولو مهم او اغېزشیندونکی شخصیت و.

د زړه له حملې وروسته نوموړی د تهران په شمال کې د تجریش د سیمې روغتون ته ورسول شو خو یو ساعت یې په روغتون کې لا نه و پوره شوی چې سا یې ورکړه.

د ایران د روغتیا وزیر د هاشمي رفسنجاني مړینه اعلان کړه، ویې ویل چې نوموړی د ماښام په اووه نیمې بجې د زړه د درېدو له کبله مړ شو.

رفسنجاني په ۱۳۵۹ لمریز کال د ایران د پارلمان (مجلس) لومړنی رييس، دوه دورې (له ۱۳۶۸ تر ۱۳۷۶ پوري) ولسمشر او په پای کې د نظام د مصلحت پېژندنې د شورا ريیس و.

رفسنجاني د ۱۳۱۳ لمریز کال په سنبله کې د کرمان ولایت په رفسنجان کې زېږېدلی دی.

رفسنجاني له روح الله خمیني او اوسني مذهبي مشر علي خامنه يي سره ډېر نژدې و. خو په وروستۍ لسیزه کې یې له خامنه يي سره اړیکې د پخوا په شان ښې نه وې. تر دې چې په ۱۳۹۲ لمریز کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د ده کاندیداتوري رد شوه. ده په وروستیو دوو لسیزو کې د اصلاح غوښتونکو ملاتړ کاوه.

ویل کېږي چې د ایران د اسلامي انقلاب موسس آیت الله خمیني د رفسنجاني په غوښتنه له عراق سره اوربند ومانه. او د خمیني پر ځای د ایران د مذهیبي مشر په توګه د علي خامنه يي په ټاکلو کې هم ده اساسي رول ولوباوه.

رفسنجاني ذهین او معتدل سیاستوال ګڼل کېده.

ټاکل شوې ده چې رفسنجاني د سې شنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *