راپور: سلام افغان

د معمول په څېر د مرغومي مياشتې په ۱۸مه نېټه د شنبې ماسپښين ۳:۰۰ بجې اونيزه غونډه پيل شوه، د دريځ چارې عبدالباري حميدي په غاړه وې، د کلام الله مجيد د ايتونو تلاوت لپاره اجمل بلهار جلالزی دريځ ته وبلل شو او غونډه پيل شوه.
سلام افغان د تېرې اونيزې ناستې راپور د غونډې برخه والو ته وړاندې کړ، په راپور پنځه دقيقې ازاد بحث وشو، جميل وقار د ځينو کليمو تکرار د راپور د بېخوندۍ لامل وبلل، اسدالله جلالزي  راپور سکتګي ته ګوته ونيوله، جلالزي وويل راپور باید پرنټ شي  او همدارنګه  په دريځ له لوستو وړاندې دې هم له ځان سره څوځلې تکرار ولولي، تر څو راپور په ژورناليستکه ژبه وړاندې شي.
انعام الله ګوهر بیا د راپور ددغه غونډلې په اړه خپل نظر څرګند کړ« بې کتابه کور بې روحه جسد دی» کله چې موږ د جسد نوم اخلو، نو جسد خپله بې روحه دی، نو ځکه باید اضافي او بېځایه ترکيبونه راوړل نه شي.
عبدالحميد هڅاند هم  په راپور خبرې وکړې او زياته يې کړه، په راپور کې ليکل شوي وو « انعام الله ګوهر لنډې، خو خوندورې خبرې وکړې» نوموړي وويل راپور ليکونکي ته نه ښايي چې د چا په خبرو قضاوت وکړي، بلکې قضاوت لوستونکي او اورېدونکي کوي.
هڅاند د راپور ليکنه ښه و ارزوله، راپور ډېرمفصل ليکل شوی و، زه چې په تېره غونډه کې نه وم، د غونډې له ټول جريان څخه يې خبر کړم.
په راپور تر بحث کولو وروسته اسدالله بلهار جلالزي د لنډيو په تاريخي قدامت، جوړښت او محتوا باندې خپل لکچر پيل کړ، نوموړي لنډۍ د پښتو ادب  تر ټولوقوي صنف وباله، پښتو لنډۍ چې په پښتو ژبه کې کوم خاص ځای خپل کړی دی، بل هيڅ شعري فورم يې نه لري. نوموړي د استاد الفت ددې خبرې په استناد چې شعر د زړه اواز دی او زړه ته پرېوځي، نو همدغه پېژندنه د لنډيو لپاره تر ټولو مهم تعريف دی، چې د زړونو اواز له زړونو څخه راوتلی او زړونو ته پرېوځي.
پښتو لنډيو يوه مهمه ځانګړنه دا هم ده، چې شاعر يې مالوم نه وي، که يې شپون  د خپلې شپېلۍ سره لنډۍ زمزمه کوي، يا يې پښتنې مېرمنې د تنور په غاړه وايي، همدغه ټولې د پښتنو د ګډ کلتور يوه مهمه ځانګړنه ده او د فولکلور يوه بډایه برخه تشکيلوي، چې نورې ژبې ورسره سیالي کولی نه شي.
تر ډېره داسې برېښي، چې د پښتو لنډيو په ایجاد کې تر بل هر چا د پښتنو مېرمنو ونډه زیاته ده، څنګه چې پښتني ټولنه کې ښځې له ډېرو محروميتونو څخه کړيږي، نو د همدې محروميتونو اغېز موږ په لنډيو کې ليدلی شو.
خاونده بیا دې ماسختن کړ
د ګلو ونې د موزيانو کټ ته ځينه
ښاغلي جلالزي د خپل لکچر په دوام وويل دا چې لنډۍ څنګه او کله منځ ته راغلې دي؟ کره مالومات په لاس کې نه لرو، خو د څېړنو  له مخې مالومه شوې ده، چې د پښتنې ټولنې سره جوخت لنډۍ هم رامنځ ته شوې دي.
نوموړي د استاد څېړندوی حبیب الله رفيع  د ليکنې په استناد وويل چې پښتو لنډۍ له اسلام څخه ۲۵۰۰ کاله پخوا موجودې وې لکه چې وايي:
سپوږميه کړنګ واهه راخېژه
جانان د ګلو لو کوي، ګوتې رېبینه
په پورتنيو لنډيو کې د سوما د ګلونو يادونه شوې ده، چې د کنشکا باچا په وخت کې به د همدې ګلونو له شيرې څخه شراب جوړېدل او په ځانګړو ورځو او ځانګړو مراسمو کې به يې د همدې ګلونو له شيرې څخه د  جوړو شويو شرابو څخه کاراخيستل کېده، همدغه ګلونه به د ماښام له لوري رېبل کېدل، ځکه د ورځې له خوا به يې هغه خاصيت چې ماښام د سوما ګلونو کې موجود و، له لاسه ورکول، نو ځکه يې مينه د سپوږمۍ د راختلو سوالونه کوي.
ښاغلي اسدالله جلالزي دا هم وويل چې د سلطان محمود د امپراتوري پر مهال د فوځ برجسته او مهم قوماندانان پښتانه و، نوموړي د استاد حبیب الله د ليکنې محتوا په اړه د غونډې ګډونوالو ته مالومات ورکړل.
خالو د غزنوي امپراتوري پرمهال د فوځ مهم قوماندان و، چې د هند او ځينو نورو سيمو د نيولو لپاره هند ته تللی وو، نو د خالو مينه د خپل زړه اظهار د لنډۍ په ژبه کوي.
که د خالو لښکرې راغلې
زه به ګومل ته د خپل یار ديدن  ته ځمه
جلالزي په خبره لنډۍ هم  د مضمون له مخې په مختلفو ډولونو وېشل شوې دي، ځينې يې عشقي دي او ځينو نورو يې بیا حماسي جامې اغوستې دي، د حماسي لنډيو په اړه يې د ميوند  تاريخي لنډۍ د غونډې برخه والو ته وويله، چې فرنګي لښکرو د همدې حماسي لنډۍ په مټ ماتې وخوړله.
که څه  هم د لنډيو په راټولونه کې اکاډميسين سليمان لایق ډېره هڅه کړې ده او نژدې اتيا زره لنډۍ يې راټولې کړې دي، خو لا اوس هم  په کليو بانډو کې ډېرې داسې لنډۍ شته چې تر اوسه چا راټولې کړې نه دي، موږ او تاسو باید  د پښتوژبې ددغه سوچه فولکلور برخې ته زیات کار وکړو.
که څه هم په وروستيو کې هايکوګانې پښتو ادب ته راغلې او داسې انګېرل کېده، چې په لنډيو به خپل سيوری وغوړوي، څنګه چې لنډۍ د پښتو ژبې سوچه او بډایه فولکلور دی، نو هایکو خپل اهميت له لاسه ورکړل، ټپه ايزې يې هم د لنډيو تر اغېز لاندې وبللې، چې د پښتو وروستي نيم بیتي د ټپه ايزې ټول خوند او رنګ وربرابر کړی دی.
اسدالله بلهار جلالزي خپل لکچر په همدې ټپه پای ته ورسول:
اخري مصره دې دا وي
اخريې مه کړې د ځوانانو مجلسونه
د لکچر په وروستيو کې حبیب الرحمن تاثير، مرتضی وردګ او ځينو نورو ملګرو پوښتنې وکړې او جلالزي صيب يې پوښتنو ته ځوابونه وويل.
د غونډې درېيمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوه وه، چې نعمت الله افغان، عبدالحميد هڅاند، امين الله بهار، سلام افغان، اجمل بلهار جلالزي او حبيب الرحمن تاثير خپل ليکلي غزلونه او ازاد شعرونه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.
د غونډې د ارزونې لپاره عبدالحميد هڅاند دريځ ته وبلل شو، نوموړي په ټوله کې غونډه مثبته وارزوله، راپور نه نيولې، تر لکچر او مشاعرې پورې ټولې برخې يې خورا په زړه پورې وې.
نوموړي په خبره  وياند باید لږ خواري وکړي، د غونډې د کنترول او پام اړولو مسوليت ټول د وياند دی، همدارنګه وياند باید مشاعرې په برخه کې هر شاعر ته د يوه بیت په بدرګه بلنه ورکړي، تر څو شاعران وهڅېږي، راپور ډېر مفصل او ښه ليکل شوی و، خو د راپور لوستو ژبه ژورناليستيکه نه بلکې د لوست ژبه وه، راتلونکې کې باید راپور لوستونکی همدې خاميو ته ځير شي.
د لکچر برخه په زړه پورې وه، ډېر ښه لکچر وړاندې شو، همدارنګه د شاعرانو شعرونه هم ډېر ښکلي و.
د د عايې لپاره قاضي محمد امين رفيقي لاسونه لپه کړل، په هيواد کې يې تلپاتې سولې  اوولسونو د يووالي دعا وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *