محمد ابراهیم سپېځلی –
د کندهار ولایت مقام لخوا (د کندهار ولایتي پروفایل) په نامه پروسږکال یو معلوماتي کتاب خپور سوی دی
په دې کتاب کي د کندهارښار او نورو ولسوالیو ترڅنګ د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په اړه هم تریوې اندازې معلومات خپاره سوي دي.
ددغه معلوماتي کتاب په شپږدېرشم مخ کي د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د نفوس شمیره (۴۴۲۸۲ ) تنه ښوول سوي دي، چي نژدې نیمايي يې ښځي دي.
خو په ۱۳۸۹ کال کي بیاد کندهار ولایت مقام لخوا د کندهار په اړه دیوبل خپور سوي معلوماتي فروپایل له مخي ددغې ولسووالۍ د نفوس شمېریوسلو دیرش زره تنه یاد سوی دی.
په روانه اوونۍ کي د کندهار د (ارغنداب، ډنډ او شاه ولیکوټ ) ولسوالیو په لسهاوو قومي مشران، سپین ږیري او مخور د خپلو ستونزو د بیانولو لپاره په یوه پراخه غونډه کي راټول سوي وو.
د ارغنداب ا وډنډ ولسوالیو، چي ښار ته نژدې پرتې دي، ستونزي يې هم کمي دي، خو د شاه ولیکوټ ولسوالۍ قومي مشرانو د ناامنیو ترڅنګ یادونه وکړه، چي په ټوله ولسوالۍ کي دوه روغتیايي کتنځي لري، چي هغه هم يو يې د دولت په خوا کي اوبل يې د وسله والو طالبانو ترولکې لاندي دي.
د شاه ولیکوټ ولسوالۍ قومي مشر حاجي ظاهرجان کندهاروالي ته مخامخ وویل، په ټوله ولسوالۍ کي دوه تنه ډاکټران لري، چي دانوګرسره د یادوني وړ لاهم نه دي.
دده په قول، په تشکیل کي اوولس بابه مکاتب لري، خو له بده مرغه یوازي دوه بابه فعال اونور غیري فعال دي، په داسي حال کي، چي داپراخی ولسوالي ۷۰۰کوچني او غټ کلي لري.
شاه ولیکوټ ولسوالي د کندهارښار څخه پنځوس کیلو مټره لیري شمال خواته پرته ده.
دا ولسوالي د روزګان او زابل پر ولایتونو سربیره د کندهار ددوو ناامنو ولسوالیو (نیش، میانشین )سره هم ګډه پوله لري، نوځکه يې اکثره وخت امنیت هم څپڅپانده وي.
د دې ولسوالۍ اکثره دولتي ادارې فلج او د ولسوالۍ خلکو هیله یوازي په ولسوال پوري تړلې، چي دا ناممکنه ده، ځکه یوازي ولسوال د خلکو هره ستونزه نه سي حل کولای.
ولي شاه ولیکوټ ناامنه ولسوالي ده ؟
د ځینو شننونکو په اند، دا ولسوالي ځکه ناامنه ده، چي د روزګان لویه لار ورڅخه تیره سوې او د هلمند ولایت څخه د تاریاکو حاصلات هم ځینی وختونه له دې ولسوالیو څخه کندهارښار او نورو سیمو ته په پټه وړل کیږي.
د شاه ولیکوټ ولسوالۍ قومي مشران، سپین ږیري او مخور هم دغه دوه ټکي دیادي ولسوالۍ د خلکو اصلي ستونزه ګڼي او له دولت څخه غوښتنه کوي، چي ترهرڅه لومړی دي، په سیمه کی د پولیسو تشکیل زیات کړي، ترڅو د (روزګان کندهار) د لويي لاري امنیت خوندي سي او د قاچاق وړونکو مخه په ښه ډول ډب سي.
په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کي د ظاهرشاه د واکمنۍ پر وخت د امریکا د متحده ایالاتو په مرسته د (دهلي بند)هم موجوددی، چي دغه بند د کندهار شپږو ولسوالیو ته د اوبو ورکولو بشپړ توان درلود، خو اوس مسؤلین وايي، چي نیمايي له رسوباتو ډک دی.
ددې ولسوالۍ اکثره خلک په کښت او کرونده اخته دی.
د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اینځر، بادام، انار يې نړيوال شهرت لري.
که څه هم کندهاروالي په غونډه کي د شاه ولیکوټ ولسوالۍ قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، خو په کار ده، چي د کندهار پر چارواکو سربیره په کابل کي ناست مسؤلین هم ددې ولسووالۍ د هرکلي اود هر اوسیدونکي په حال ځان خبر کړي، ځکه شاه ولیکوټ هغه ولسوالي ده، چي پر اقتصادي اهمیت سربیره داسي جغرافیايی مؤقیعت لري، چي که سم پام ورته ونه سي، نو نه یوازي د سویل دوه ولایتونه(روزګا او زابل) بلکي د کندهاراکثره ولسوالۍ او ان کندهارښار به هم ورڅخه کلک اغیزمن سي.
مسؤلینو ته ښايي، چي حکومتولي، د ښارونو پرځای له ولسوالیو او کلیو څخه راپيل کړي، ځکه ترڅو چي کلي ارام نه سي، نو په ښارکي امنیت د اوبو پر سرکرښي دي.
۰۳ – ۰۱ – ۲۰۱۷
کندهارښار، علامه حبیبي واټ
یادونه: دغه کالم د (سرخط ورځپاڼي) په ۴۱۱ ګڼه کي هم خپور سوی دی