نیټه وږي(سنبلې) ۱۱ مه

خبریال اتل

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو  دکمېسیون لخوا د ازادی سیالۍ  او دجمهوري ریاست دمقام  حکم له مخې  ډاکتر احمد جاوید حبیبي  دټاکنو دخپلواک کمېسیون د دارالانشاء  د عملیاتي مرستیال په توګه دټاکل کیدو وروسته نن  دیاد کمېسیون د دارلانشاء ریس ضیاء الحق امرخیل لخوا دکمېسیون مسولینو او کارکوونکو ته ور وپيژندل شو.

د دارالانشاء ریس ضیاوالحق امرخیل  د ټاکنو په کمېسیون کې د ډاکتر جاوید حبیبي ترسره کړي کارونه وستایل او  نوموړي ته یې په چارو کې د لازیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه.

ډاکتر جاوید حبیبي دکمېسیون غړو او کارکوونکو سره ژمنه وکړه چې ورسپارل  شوې دنده به پوره صداقت او په بې پریتوب  ترسره کوي او  دکمېسیون دشته ظرفیتونو څخه به په ګټې اخیستنې او ښې ادارې سره  دراتلوونکو رڼو او سراسري ټاکنو لپاره به شپه او ورځ هلې ځلې  وکړي،

وروسته دټاکنو د کمېسیون د بېلابېلو ادارو ریسانو او کارکوونکو ډاکتر احمد جاوید حبیبي ته دمبارکۍ ویلو ترڅنګ ژمنه ورکړه چې دیو مسلکي ټیم په توګه به ورسره کار کوی.

ډاکتر جاوید حبیبي دټاکنو د خپلواک کمېسیون دیو مسلکي کس ترڅنګ دکابل پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي څخه لسانس ترلاسه کړی او د امریکې د والډن د پوهنتون څخه د عامه پالیسۍ او ادارې په برخه کې دیپلوم لري. په پښتو، دري او انګلیسي ژبوروانې خبرې کوي، په عربي او اردو ژبو کې هم تر ډیره بریده بلدتیا لري.

ډاکټر جاوید حبیبي د کورنیو او نړیوالو ادارو او همدارنګه د ملګرو ملتونو سره د ټاکنو په ګډون په مختلفو برخو کې اوه کلنه کاري تجربه لري.  لدې مخکې ېې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سره د پلان او طرزالعملونو سلاکار، د پلان او پالیسۍ په چارو کې د متخصص او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پالیسۍ او پروګرام د برخې مشر مسؤول پاتئ شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *