تاند- بلوچ ملتپال وايي، تر څو چې افغان کډوال خپل هیواد ته نه وي تللي، هرراز سرشمېرنه به نیمګړې او غیرحقیقي وي.
ویل کېږي چې په بلوچستان کې د لکونو افغانانو د مېشتېدو له کبله د دغه ایالت قومي انډول بدل شوی دی. بلوچ ملتپال وېره لري چې که په اوسني حالت کې سرشمېرنه وشي څرګنده به شي چې بلوڅ تر پښتنو لږ دي.
په عین وخت کې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې غواړي چې بلوڅان په خپل ایالت کې اقلیت ثابت کړي څو د ازاد بلوچستان لپاره د بلوڅانو مبارزه چلینج کړي.
د نوازشریف کلیدي موتلف د بلوچستان د ملي ګوند مشر میر حاصل برنجو په اوسنیو حالاتو کې په بلوچستان کې له سرشمېرنې سره په زغرده خپل مخالفت اعلان کړ.
بزنجو، چې د پاکستان د فدرالي حکومت د بندرونو او بېړۍ چلونې د چارو وزیر دی، ویلي تر څو چې افغان مهاجر له بلوچستانه وتلي نه وي، په بلوچستان کې سرشمېرنه به د اعتبار وړ نه وي.
بلوڅان وايي چې په لکونو افغان پښتنو پاکستاني شناختي کارتونه اخیستي او په بلوچستان ایالت کې مېشت شوي دي.
حاصل بزنجو وايي، په داسي حالت کې به سرشمېرنه منفي عواقب ولري.
دی وايي، لومړی دې په بلوچستان کې د افغان کډوالو شمېر او کمپونه معلوم شي بیا دې د ځايي خلکو سرشمېرنه وشي.
ټاکل شوې ده چې د سرشمېرنې لومړی پړاو د روان ۲۰۱۷ کال د مارچ په پنځلسمه د پاکستان د پوځ تر څارنې لاندې پیل شي.
د بلوچو ملتپالو ګوندونو او سیاستوالو له مخالفت وروسته د پاکستان حکومت دا پرېکړه چې په بلوچستان کې سرشمېرنه وشي او که ونه شي، د پاکستان سترې محکمې ته پرېښوده. سترې محکمې پرېکړه وکړه چې نور باید سرشمېرنه ونه ځنډول شي.
چارواکي وايي، له پوره دقته به کار واخلي چې افغان مهاجر د ځايي خلکو په نوم ونه شمېرل شي.
۴۵ زره پاکستاني پوځیان به د سرشمېرنې د ادارې له کارکوونکو سره په ګډه کور په کور وګرځي او د خلکو شمېر به معلوم کړي.