احسان الله «ذهين»
دين د هرې ټولنې لپاره يو مهم توک دی چې له هغه پرته د ټولنې وګړي د ژوندانه چارې پر مخ نه شي بېولی، په ځانګړې توګه مسلمانان. همدا دين دی چې هرې ستونزې ته د حل لاره لټوي او د انسانانو هره ستونزه يې په ډېره ښه توګه حل کړې ده. دين يو له هغو درې ګونو غريزو څخه دی، چې الله تعالی په طبیعي ډول د هر انسان په وجود کې اېښي دي او له هغو پرته د انسان ژوند ناممکن دی. دا غريزې په حيواناتو کې هم شته، خو له انسان سره يې توپير په دې کې دی، چې انسان ته الله تعالی پر غريزو سربېره عقل هم ورکړی، چې د خپل عقل په وسیله حق او باطل، ښه او بد، تور او سپين درک کړي. عقل داسې يوه قوه ده چې په واسطه يې انسان خپل راتلونکی ټاکي او د ژوندانه چارې په ښه توګه سمبالوي.
الله تعالی د انسانانو په خټه کې په طبيعي توګه درې غريزې اېښې دي، چې د ټولو د اشباع (مړولو) لپاره يې حل لاره هم ښودلې ده. که څوک د الله تعالی له اوامرو سره سم دا غريزې پوره کړي، نو د دنيا او اخرت بری به تر لاسه کړي؛ خو که چا د دې غريزو په پوره کولو کې د الله تعالی د اوامرو نافرماني وکړه، د دنيا او اخرت د بدبختۍ سبب کېږي. دا غريزې په لاندې ډول دي:
۱- د تدين غريزه: الله تعالی د هر انسان په خټه کې د تدین غريزه اېښې ده. له دې غريزې پرته هېڅ انسان ژوند نه شي کولای. الله تعالی هر انسان ته عقل ورکړی، چې په وسیله يې د حق او باطل توپير وکړي. څوک چې خپل عقل يو څه په کار واچوي، نو هرو مرو دا درک کوي چې دا نړۍ، کاينات او مخلوقات هر ومرو يو خالق لري. له خالق پرته د دې کايناتو نظام شونی نه دی. د انسانانو راتګ هم دې نړۍ ته هسې بې هدفه نه دی؛ نو الله تعالی ته تسليمېږي او عبادت يې کوي. د تدين غريزه هم له مشروع لارې پوره کوي. د اسلام مبارک دين هم خپلو پيروانو ته د تدين غريزه په ښه ډول ښودلې ده. په الله تعالی، فرښتو، پيغمبرانو، اسماني کتابونو، د دين په نورو اساساتو باندې ايمان درلودل، د ژوند هدف ټاکل، د الله تعالی د نظام لپاره کار کول او نور موږ ته د تدين غريزې په ډاګه کړي دي.
خو برعکس ځينو له دې څرګند حقيقته سترګې پټې کړې دي. د طاغوت او شيطان لاره يې خپله کړې ده؛ خو موږ وينو چې دوی بيا هم عبادت کوي، هغه که د هر شي وي؛ د لمر، ستورو، کاڼو، بتانو او نورو. د حق وي که د باطل، خو يو شي ته تعظيم کوي او په خدايۍ يې نيسي، ځکه چې الله تعالی د دوی په خټه او طبېعت کې د تدين غريزه اېښې ده. دا غريزه دوی دې ته هڅوي چې يو شی په لويۍ ونيسي او عبادت يې وکړي. د تدين غريزه دوی نه پرېږدي چې د يو څه تعظيم دې ونه کړي، يعنې انسان په طبیعي ډول الله تعالی داسې پيدا کړی، چې يو شی تر ځان لوی او لوړ وبولي او هغه ته د تعظيم سر ټيټ کړي. هغه که حق وي که باطل، د دوی تر درک پورې اړه لري. دا چې دوی دا غريزه په سمه توګه نه ده درک کړې، نو ځکه پر ناروا لارو روان دي او د باطلو دينونو پيروي کوي. که څه هم چې کمونستانو او د کمونېزم مفکورې د الله تعالی له موجوديته انکار کاوه، هر شی يې ماده ګڼل، د دين او عبادت تر نامه لاندې يې هېڅ نه منل؛ خو بيا هم دوی ستالين، لېلېن او ځينو نورو ته د تعظيم لپاره سر ټيټاوه، يعنې د هغه عبادت يې کاوه. له دې څخه په ډاګه کېږي چې د دې غريزې شتوالی په هر انسان کې حتمي دی او د هېڅ انسان ژوند هغه که مسلمان وي، که غير مسلمان د تدين له غريزې پرته ممکن نه دی؛ خو دا چې الله تعالی چا ته لارښوونه کړې، هغه دا غريزه له روا لارې او څوک چې لار ورکي دي هغه يې له نا روا لارو پوره کوي. بل دا چې اسلام د نورو دینونو پر خلاف د ژوند یوه بشپړه برنامه ده. له یو قدم اخیستو نه نیولې تر ویده کېدو او حتی تشناب ته تر تګه پورې يې د انسان په هره چاره کې تصرف کړی. هرې ستونزې او ربړې ته حل لاره لري. سیاست، اقتصاد، ټولنیز نظام يې له الهي وحې سرچینه اخیستې؛ ځکه خو ستونزې هم په سمه توګه حل کوي. اوس ځينې کسان غواړي چې اسلام خلکو ته داسې معرفي کړي چې ستونزې يې نشي حل کولی او خلکو ته دا ذهنیت ورکوي چې اسلام یعنې تروریزم او وحشت. په شعوري ډول سېکولېرزم ته کار کوي او هڅه يې دا ده چې اسلام له ژوند، اقتصاد، سیاست او… بېل کړي. خو موږ باید اسلام د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه وو په ژوند کې مطالعه کړو؛ ځکه هغه مهال اسلام تطبیقېده او نظام يې درلود. که تاریخ مطالعه کړو، اسلام ۱۳ پېړۍ په ټوله نړۍ حاکمیت کړی؛ خو يې د نړیوالو جګړو په څېر خلک تبا کړي او نه يې د دیموکراسۍ او کمونېزم په څېر ټولنې له بحرانو سره مخ کړې دي. نو پکار ده چې هر مسلمان د اسلام د حاکمیت او اسلامي نظام د بېرته راژوندي کېدو په فکر کې وي.
۲- د بقا يا پايښت غريزه: انسانان د بقا يا پايښت لپاره خوراک، څښاک، پوښاک او نورو څيزونو ته اړتيا لري، چې همدې ته د بقا غريزه وايي. الله تعالی انسانان پيدا کړي دي، د دوی د پايښت لپاره يې د دوی په خټه کې د بقا يا پايښت غريزه اېښې ده. د اسلام مبارک دين د تدين غريزې په څېر د پايښت غريزه هم روښانه کړې ده، چې بايد له روا لارې پوره شي. غلا، سود، قمار، شراب، قاچاق، وژنه او نور يې ناروا کړي. بيا هم په کفري نظامونو لکه کمونستي او ديموکراسۍ کې وينو چې خلک دا غريزه له ناروا لارې پوره کوي. ګټه له سودي بانکونو، زنا، فحشا، نشه يي توکو، وژنې، ظلم، پردي حق خوړلو، قاچاق او نورو ناروا لارو لاس ته راوړي. يعنې دوی ته يوازې ګټه معيار ده، په داسې حال کې چې د اسلام په مبارک دين کې حلال او حرام معيار دي، نه ګټه. مسلمان چې هر کار کوي د دغو دوو معيارونو پر اساس به يې کوي. که په يوه کار يا دنده کې ډېره ګټه او پيسې وي؛ خو چې حرام وي، بايد د دغه معيار پر اساس د هغه له کولو انکار وکړي، که څه هم چې ډېر اړ وي. حلال او حرام په خوند او لذت کې يو دي، د بېلګې په توګه: يو څوک وږی دی، ځي له روا لارې يو څه د خوراک لپاه ځان ته چمتو کوي او خپله د بقا غريزه له روا لارې پوره کوي؛ خو بل کس ځي د غلا يا له کومې بلې ناروا لارې يو څه د خوراک لپاره برابروي او خپله د بقا غريزه له ناروا لارې پوره کوي. خوند د دواړو يو دی هېڅ توپير نه لري، خو دا چې الله تعالی يو حرام او بل يې حلال ګرځولی، نو بايد چې موږ هر وخت همدا معيار په پام کې ونيسو، نه يوازې د غريزې پوره کول.
۳- شهواني غريزه: الله تعالی د بقا او تدين غريزې په څېر دا غريزه هم د انسانانو په خټه کې اېښې ده. دا هغه غريزه ده چې په انسانانو کې د مخالف جنس په ليدو راپارېږي. خو انسانان بايد د حيواناتو په څېر نه وي چې د مخالف جنس په ليدو يې غريزه را وپارېږي، په هر ځای کې چې وي پوره کوي يې. د اسلام مبارک دين دې غريزې ته هم ډېره غوره حل لاره بيان کړې ده او بې ځوابه يې نه ده پرېښې. دې غريزې ته د حل لارې په توګه يې نکاح ښودلې ده چې د زنا، فحشا، بې عزتۍ او بې عفتۍ مخه نيسي. خور، مور، ترور… يې دايمي محرمات ګرځولي دي. حتی نامحرمو ته يې کتل ناروا کړي دي. کورنۍ هم د همدې اصل پر اساس رامنځته کېږي، خو په کفري نظامونو کې کورنۍ هېڅ ارزښت نه لري. د اسلام په مبارک دين کې د مسلمان په ځانګړې توګه د مسلمانې عزت او عفت ته ډېر احترام کېږي؛ خو بر عکس په کفري نظامونو او هېوادونو دا حقيقت بل ډول دی. دوی لکه د حيواناتو غوندې يوازې په دې هڅه کې دي چې څنګه دا غريزه پوره شي، هغه که له هر چا سره او په هر ځای کې وي. که په عام بازار کې وي، که د لارې پر سر وي. حتی له خور، مور او دايمي محرماتو سره او همدارنګه يوه ښځه کولی شي چې څو خاوندان ولري. که څه هم دوی د ښځو د حقونو نارې وهي، خو دوی ښځو ته يوازې همدا د فحشا حق ورکوي، له ښځې يوازې د يوې وسيلې په توګه د شهواني غريزې د پوره کېدو لپاره کار اخلي.
را به شو دې موضوع ته چې زموږ په ټولنه البته افغاني ټولنه کې -چې یوه اسلامي ټولنه ده- په دې برخو کې څه روان دي. زموږ د ټولنې وګړو اسلام له ټولو اساساتو، اصولو او احکامو سره منلی دی؛ خو د عمل جامه يې نه ده ور اغوستې. څه يې چې منلي په عملونو کې يې نه څرګندېږي، يوازې په خوله نارې وهي. موږ ټولو دا منلې ده چې الله تعالی يو دی شريک او ساری نه لري، خو بيا هم زموږ په ډېرو عملونو کې رياکاري ليدل کېږي. موږ دا منلې ده چې الله تعالی ته له هر څه نه د مسلمان وينه ډېر اهميت لري، حتی تر کعبې هم؛ خو زموږ په ټولنه کې يو د بل وينه تويول يو عادي کار دی او دا خو عام دود دی چې ظالم به پر مظلوم ظلم کوي او دهغه وينه تويول خو خپل حق ګڼي. ټول دا منو چې دروغ د ټولو بديو سرچينه ده، خو د ډېرو خلکو يوه عادي خبره هم له دروغو پرته نه وي، چې را ګير شي بيا نو خپلو دروغو ته عجيبه نوم ورکوي، ټوکه مې کوله ته خو په ټوکو هم نه پوهېږې. ټول په دې پوهېږي چې نکاح د ژوند له اړينو ضرورياتو څخه ده، د اسلام مبارک دين هم په دې اړه لازمې لارښوونې کړې دي او په دې برخه کې يې د هلک اونجلۍ خوښه تر ټولو مهمه ګڼلې ده؛ ځکه چې د دوی راتلونکی به جوړېږي. خو زموږ په ټولنه کې خبره برعکس ده، هلک او نجلۍ خبر نه وي دوی يې کار تمام کړی وي، وروسته يې بيا ژوند ډېر له ستونزو ډک وي. همدارنګه ډېری نور ناوړه عملونه زموږ په ټولنه کې دود دي، لکه: غلا، ظلم او زياتی، يو د بل حق خوړل، فحاشي، بې اتفاقي، د مور او پلار او د مشرانو بې احترامي، په کشرانو نه مهرباني، پر ښځو ظلم او ډېری داسې نور چې د اسلام له مبارک دين سره ښکاره ټکر لري. د هر مسلمان ديني او ايماني وجيبه ده چې د دې ناروا عملونو او ناوړه دودونو په له منځه وړلو کې زيار وباسي، چې د دنيا او اخرت بری يې په برخه شي. په رښتيا هم زموږ په ټولنه کې دين شته خو ديانت او دينداري نشته، د ټولنې وګړو هر څه منلي، خو په عمل کې يې نه ښکاره کوي.