مریم امرخېل

دریمه برخه

«زه د هغو پیغلو دردیدلې چیغه یم، چې په ستوني کې خپ، خپ

ژاړي او چیغې یې هیڅوک نه اوري. غواړم دهغوی

پټه، پټه ژړا په داسې یاغې چیغې بدله کړم، چې

له شرقه تر غربه یې ناره د ټولې نړۍ تر

غوږونو پورې و رسیږي.»

(مریم امرخیل)

په تیره برخه کې مې د مریم امر خیلې په باب د ښاغلي حمید عبیدي د لیکنې یوه برخه را واخیسته چې د باندې له افغانستانه لیکل شوې او خپره شوې وه، اوس به وګورو چې په نورو آدرسونو کې د مریم په باب څه لیکل شوي او څومره مالومات وړاندې شوی دی:

پهویکیپیدیا کې هم د مریم امرخیل د زوکړې، زدکړو، هڅو او کارونو په باب مالومات شته چې زه یې په لنډه توګه د دې څیړنې د بشپړتیا  له پاره را اخلم:

د زدکړو په باب یې ویکیپیدیا داسې را ته وايي:

«اغلې مریم خپلې ابتدایه زده کړې په پيښور زاخیلو نومې سیمه کې د افغان کډوالو په یوه لومړني ښونځي کې  پیل کړې.

په ۱۳۸۲ کال یې له پېښور څخه خپل هېواد ته کډه وکړه او دلته د میدان ښار د ده افغانان د نسوان د لیسې په پنځم ټولګي کې شامله شوه. تر نهم ټولګي پورې یې په نوموړې لیسه کې درس ووایه، خو کله چې یې لیسه وسوځول شوه، کابل ښار ته کډه شوه او پاتې زده کړې یې د زرغونې په عالي لیسه کې تر بکلوریا پورې بشپړې کړې.

په ۱۳۹۱ کال د کابل پوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګه کې شامله او په ۱۳۹۴ کال له دغه پوهنتون څخه په غوره درجه فارغ التحصیله شوه.»

د مریم د دندو په باب باید و وایم چې مریم په خپلو تازه مالوماتو کې لیکلي دي چې اوس بیکاره ده، خو میدیا وايي چې پخوا یې دا دندې تر سره کړې دي:«

ــ په ۱۳۹۲ کال د قومونو او قبایلو چارو وزارت د دفتر په ریاست کې ماموره.

ــ په ۱۳۹۳ کال  دګوګل ژباړن پروګرام په انکشافي پروګرام کې د ایډیټرې په توګه.

ــ په ۱۹۹۳ کې د سرخط نومي ورځپاڼې دښځو دبرخې متصدي او لیکواله.

ــ په ۱۳۹۳ کال کې د چنار په نوم د راډیو دښځو د پروګرامونو پروډیوسره او دخبرونو ایډیټره.

ــ د یوه شخصي سوداګریز شرکت مؤسسه او رئیسه.»

په مدني فعالیتونو کې د عملي ګام اوچتولو څو بیلګې یې دا دي:«

ــ د وردګو ولایت هغو ماشومانو سره په تعلیمي بهیر کې مرسته کول، چې ښونځي یې په جګړو کې سوځل شوي وو.

ــ په ۱۳۹۱ کال ۲۵ هغو کورنیو ته د کار زمینه برابرول چې غوښتل یې خپل ماشومان ښونځي ته ولیږي.

ــ له میدان وردګ ولایت څخه بې وزله ماشومان کابل ته د تعلیم د حصول په موخه انتقالول.

ــ د۱۳۹۵ کال له پیل څخه هغو ۲۵۰ مېرمنو ته دلاسي صنایعو په برخه کې د کار زمینه مساعدول چې په بدل کې یې خپل ماشومان ښونځي ته ولیږي.

ــ د کابل ښار یو شمیر له رواني ستونزو سره مخامخ ځوانان د ارواپوهنې ځانګړو تربیوي کورسونو ته معرفي کول.

ــ د ښځینه قشر دذهني کچې د لوړولو په موخه په لرې او نا امنه سیمو کې د راډیویي تعلیمي فیچرونو او پروګرامونو جوړول او خپرول.

ــ د میرمنو د ادبي او فرهنګي فعالیتونو دتقویت په موخه په کابل ښار کې د (میرمن ادبي بهیر) په پروګرامونو کې همیشنی ګډون.

ــ د ښځو د حقونو له پاره په مختلفو ټولنیزو برخو کې دوامداراو هر اړخیز فعالیت.»

زه به د مریم امر خیلې د قلم او لیکنو په باب وروسته خپل مالومات او تبصرې وړاندې کړم، سمدلاسه ګورو چې د دې د لیکنو په هکله ویکیپیدیا څه او څومره لیکلي دي:«

ــ په بدو کې دښځو ورکړه،

ــ دښځو پر وړاندې تاو تریخوالي،

ــ دښځینه تعلیمي بهیر دتنویراو د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا او د ځوان نسل دبیدارۍ په  باب  په لسګونومقالې،

ــ راډیوي خپرونې،

ــ دسیمنارونو له پاره څیړنیزې لیکنې،

او د ورځپاڼو له پاره د راپورونو جوړول د اغلې امرخیل دلیکنو تر ټولو ستره منځ پانګه جوړوي.»

له «غمي» رادیو سره د مریم امرخیلې یوه ځانګړې مرکه:

غمی، د بي بي سي روغتیايي رادیویي مجله ده، له بي بي سي نه خپریږي، خو د یونیسف له خوا تمویلیږي چې په اونۍ کې څلور ځلې خپریږي. اصلي موخه یې د کوچنیانو او د کورنۍ د غړو د ښې روغتیا او د ژوندانه د نېکمرغۍ اړوندې مشورې او عملي مهارتونه دي. مریم امرخیلې له غمي اونیزې رادیو سره په یوه مرکه کې د خپلو کارونو، ستونزو، بریالیتوبونو، لاسته راوړنو او نویو هیلو په باب څرګندونې کړې دي او دا خبرې د «غمي» راډیویي خپرونېپه ۲۳ مه ګڼه کې د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په دیارلسمه نیټه ایښودل شوې وې چې د فیسبوک په پاڼو کې زما پاملرنه ور واوښته، هلته  له غمي رادیو سره د مریم امر خیلې یاده انتریو په غږیزه بڼه ایښودل شوې وه، ما واوریدله، را ته په زړه پورې وه، ځکه ور ته ولګیدم او له غږیزې بڼې نه مې لیکنۍ بڼې ته واړوله، دا یې د انتریو یوه برخه ده:

«… زما ژوند داسې یو ژوند و، چې له ډیرو کړاوونو سره مخ شوې یم، باور مې نه کیده چې زه به خپلې زدکړې پای ته ورسوم…

زما په لویو لاسته راوړنو کې، یوّ هغه زما د لیسانس تر کچې زما  زدکړې دي او بله لاسته راوړنه مې د «زرتار» کمپنۍ جوړول دي، چې زه یې خپله تر ټولو لویه لاسته راوړنه ګڼم.

کله چې په پاکستان کې وو، زما یادیږي چې زه شپږ کلنه وم، پلار به مې له ډیر کار سره، سره ډیر لږ مزد تر لاسه کاوه، نو ما به د خرما له پاڼو نه وا ړه ګلان جوړول او په دې ډول به مې د کور په اقتصاد کې مرسته کوله،

کله چې افغانستان ته راغلو، زموږ په سیمه کې یوه نجلۍ هم ښونځي ته نه پریښودل کیده، زه لومړنۍ جلۍ وم چې ښونځي ته لاړم، ښونځي ته زما له تګ نه وروسته ښونځي ته د نورو نجونو تګ هم پیل شو. ښونځي ته د تګ په څنګ کې مې هم په کور کې او هم له کور نه د باندې له مور پلار سره په کارونو کې مرسته کوله، له ښونځي او تعلیم سره زما مینه د دې سبب شوه چې د پلار په مرسته مې په تعلیم پسې پښه کابل ته ورسیده.

لاسي کارونه هغه څه وو چې زه یې پر خپلو پښو ودرولم، په دې ډول و توانیدم چې په کابل کې ځانته کور په کرایه ونیسم او د تعلیم له پاره خپلې خویندې او خپل ورونه کابل ته راولم. ما نه غوښتل چې هغوی له تعلیم نه پاتې شي او له هغه نه مې وروسته د تره اولادونه هم د تعلیم له پاره کابل ته راوستل.

ژوند کې مې تر ټولو ښه خاطره دا ده چې د سولې جایزې ته نومانده کړای شوم. یو سهار مې د خپل فیسبوک ور پرانست، که ګورم چې لیکلي:

«مریم امر خیله به د سولې جایزې ته کاندیده کړو.»

زما باور نه کیده، ما ویل چې دا به څوک وي؟ ښایي کومه بله مریم امرخیله به وي، نو مې خپلې یوې ټولګي والې ته ولیکل چې دا څوک ده؟ هغې را ته ولیکل چې همدا ته یې کنه!

نو زه په دې ډیره خوشاله ځکه شوم چې ما ویل دې جایزې ته به زما کاندیدیدل د نورو نجونو له پاره یو سر مشق شي، ځکه هغوی په داسې چاپیریال کې ژوند کړی او ژوند کوي چې فکر کوي دوی هیڅکله چیرته نه شي رسیدلای او زه خپل کاندیدیدل د هغوی له پاره یو مورال ګڼم.

یوه لویه هیله مې دا ده چې زما «زر تار» کمپنۍ، چې ما د میرمنو له پاره جوړه کړې ده، دومره لویه او پراخه شي چې د ټولو ولایتونونو اړ میرمنې په کې کار وکړي او دا میرمنې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي او همدا «زرتار» مې د نړۍ په سطحه د افغاني کلتور د معرفۍ او غوړیدا یو لوی مرکز شي.

او له دې نه وړاندې زما د زدکړو مسأله ده، غواړم په تعلیم کې نور هم پرمختګ وکړم او خپله ماستري او دوکتورا دیپلوم هم تر لاسه کړم.»

د مریم امر خیل د همدې مصاحبې نه لاندې په کامنټ کې زموږ د اوسني نسل د تعلیم د نهضت د پلوي سر لارې ثنا ساپۍ داسې ور ته لیکلي دي:

«مریم جانه زموږ ټولو ویاړ ده. یو څو نورې مریمې که ولرو، کار مو جوړ دی.»

زرتار:

زما له نظره د مریمامر خیلې په ژوند کې د «زرتار» جوړول او بیا د دې اقتصادي شرکت کامیابه پرمخ بیول به د مریم په اوسني او راتلونکي ژوند کې اساسي رول ولري. د مریم د کار او ژوند په باب مالومات دا ښيي چې دې د خپل ژوند په دې تانده ځواني کې د «زر تار» په نامه یوه اقتصادي موسسه جوړه کړې ده. د «زر تار» جوړونه او لارښوونه په اوسنۍ زمانه کې، بیا د افغانستان غوندې یوې دودیزې ټولنې کې، داسې یو نوښت دی چې مریم که له یوې خوا له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا کیږي، نو له بلې خوا په لسګونو او لا سلګونو نورو نجونو او میرمنو ته د کار او ژوند زمینه برابرولای شي.
کله چې مریم غواړي د نوي نسل په روزنه کې دایمي مبارزه وکړي، ژوند وکړي او لا له نورو هیوادوالو او نورو انسانانو سره مادي او معنوي مرسته وکړي، دا خو یو ښه او پیاوړي اقتصاد ته اړتیا لري، نو زه داسې نظر لرم چې:

که پر «زر تار» باندې ډیر تمرکز وکړي او هر کال یې بڼې ته او د کار کولو سیستم ته د زمان له غوښتنو سره سم بدلون ورکړي، دخل او خرچ یې تل تر نظر لاندې ولري، ډیر به ښه وي، بیا نو اقتصادي موانع او ستونزې د دې د نورو زدکړو، مطالعې، د نوي نسل په روزلو کې د مبارزې او نورو انساني پلانونو مخه نه شي ډبولای.

د دریمې برخې پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *