د پوهنې وزارت او تشبث ښوونیزې او روزنیزې موسسې په ګډه همکارۍ د کابل، ننګرهار، پروان او بامیانو ولایتونو د ۴۳ ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د سوادګریزو طرحو د سیالۍ وروستی پړوا ترسره شو.
دغه سیالي د پوهنې وزارت د سرپرست او ښوونیز نصاب د مرستیال ډاکټر اسدالله محقق جهاني، د سوداګرۍ او مالیې وزارتونو د لوړ پوړو چارواکو، د پوهنتون د استادانو او خصوصي سکتور د استازو په ګډون د پوهنې وزارت د ساینس مرکز د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر اسدالله محقق د یادو سیالیو د جوړېدو له امله د تشبث له ښوونیزې او روزنیزې موسسې مننه وکړه، د مرکز او ولایتونو د ښوونځيو ترمنځ یې د ورته سیالیو او المپیادونو جوړول د زده کوونکو د فکرې ودې او استعدادونو د غوړولو په برخه کې مهم وبلل او هیله یې وښوده، چې دغه پروګرامونه د هېواد د نورو ولایتونو ښوونځيو ته هم پراختیا ومومي.
د تشبث ښوونیزې او روزنیزې موسسې د یادو څلورو ولایتونو د ۴۳ ښوونځیو ۳۴ زره زده کوونکو ته د تشبث درسي نصاب پروګرام، چې د نړیوالو خصوصي متشبثینو د مرکز لخوا جوړ شوی وړاندې کړ.
په دې نصاب کې زده کوونکو ته د بازار اقتصاد په اډانه کې د سوداګرۍ د ودې او پراختیا، تجربو او نظریو شریکولو په اړه عملي مالومات ورکول کېږي او د عملي ګامونو د پورته کولو په موخه یې پر اړینو مهارتونو سمبالوي.
ددې ښوونیز پروګرام له پلي کېدو سره د یادو ښوونځيو ۹۶۶ زده کوونکو سوداګریزې طرحې ولیکلې او ترمنځ یې په ۴۱ بېلابېلو پړاونو کې سیالۍ ترسره شوې. له دې ډلې وروستي پړوا ته د کابل د زرغونې، لامعه شهید، خواجه عبدلله انصاري، ام البنین شهید، رحمان مینې، خواجه مسافر د ذکورو، علي احمد پوپل او د ننګرهار ولایت د عبدالوکیل، د پروان ولایت د لیلا صراحت او بامیانو ولایت مرکزي عالي لیسې لاره پيدا کړه.
د سوداګریزو طرحو د وروستي پړاو سیالي د یو خپلواک ژوري پلاوي تر څارنې لاندې، چې د پوهنې، مالیې، سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو، د پوهنتون استادانو او خصوصي سکتور استازو پکې ګډون درلود ترسره شوه، چې تر کره ارزونو او څېړنو وروسته له لسو وروستیو طرحو درې غوره طرحې وټاکل شوې.
له دې ډلې د کابل ښار د رحمان مېنې د نجونو لېسې د زده کوونکې روشنا طرحې لومړی مقام، د لامعه شهید لېسې د زده کوونکې هوسۍ عسکري طرحې دویم او د بامیانو د مرکزي لېسې د زده کوونکې شکیبا مشتاق طرحې درېیم مقام خپل کړ.
باید وویل شي، چې دغه پروګرام د لیسې دورې د زده کوونکو لپاره دی او د سوداګریزو طرحو د وړاندې کولو او په ټوله کې د سوداګرۍ د پیل او پراختیا په برخو کې مهم فرصت ګڼل کېږي.
د یادولو ده، چې د تشبث ښوونیزه او روزنیره اداره یوه افغاني غیردولتي موسسه ده، چې په ۱۳۸۹ کال کې رامنځ ته شوې او د دموکراسۍ ملي بنسټ په مالي مرسته ځوانانو ته د متشبث کېدولو او د سوداګریزو طرحو د سیالیو له لارې د ښوونیزو او عملي کړنو پرمټ سوداګریز مهارتونه ښيي.
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست