(نوښت) کتاب، چې په ښه او بېلو بڼو د کارونو د تر سره کولو لارې چارې او رازونه په کې په ګوته شوي، له چاپه راووت. د کتاب لیکوال براین ټریسي دی، پښتو ژبې ته حمیدالله حمیدي را ژباړلی دی. دغه کتاب له لوستونکو سره مرسته کوي، چې څنګه کولی شي کارونه په سم او متفاوته بڼه تر سره کړي. کتاب په کابل کې اکسوس کتاب پلورنځي چاپ کړی دی. مینوال کولی شي چې له یاد کتاب پلورنځي څخه یې په وړ بیه تر لاسه کړي.