تاند- د افغانستان ولسمشر په کندهار کې د متحده عربي اماراتو د دیپلوماتانو پر وژلو د خواشینۍ د څرګندولو ترڅنګ وویل چې دا پېښه به د دوو هیوادونو پر دیپلوماتیکو اړیکو منفي اغېز ونه کړي.
ولسمشر غني نن د متحده عربي اماراتو دولتمشر ته ټېلفون وکړ.
دواړو خواوو د تېرې شپې په تروریستي حملې خواشیني ښکاره کړه او هغه یې وغندله.
د متحده عربي اماراتو دولتمشر شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان د دوو هیوادونو د اړیکو پر ټینګښت تاکید وکاوه، ویې ویل چې دا ډول اعمال د دوو سترو وروڼو ملتونو دوستي نه شي اغېزمنولی.
د کندهار ولایت په مېلمستون کې د تېرې شپې په چاودنه کې د متحده عربي امارات ۵ دیپلوماتان ووژل شول او سفیر یې ژوبل شو.
په دې پېښه کې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي او د ملي شورا د دوو غړیو په شمول څو نور وژل شوي دي او د کندهار د والي په شمول لږترلږه ۱۵ تنه ژوبل شوي دي.
ولسمشر غني له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو د مرستو او همکاریو د قدرونې په ترڅ کې وویل، افغانان د افغانستان د سوکالۍ او نېکمرغۍ لپاره کلکه اراده لري او د ترهګرو ډلو هلې ځلې به یې څپڅپانده نه کړي.
د متحده عربي اماراتو صدراعظم او د ولسمشر مرستیال محمد بن راشد هم ویلي چې د ۵ عربي دیپلوماتانو وژل کېدا به له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو پر اړیکو منفي اغېز ونه کړي.
ده زیاته کړه«امارات له افغانستان سره پر خپلو مرستو ژمن دی او وژل شوي اماراتي دیپلوماتان زموږ ویاړ دي.»
وسله والو طالبانو د کندهار د حملې مسوولیت نه دی منلی خو د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ویلي چې دا برید د پاکستان آی ایس آی د حقاني شبکې په مرسته کړی دی.