تاند- پاکستاني چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د خپل یوه پخواني مخکښ قومندان پر کور برید وکړ.

پاکستاني رسنیو په شمالي وزیرستان کې د دغه هیواد د استخباراتي چارواکو په قول وویل، د پاکستاني طالبانو تحریک (پي ټي ټي) په دې خاطر د پنجابی طالبانو د قومندان عصمت الله معاویه پر کور حمله کړې چې نوموړي د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د پاکستان د حکومت د وړاندیز هرکلی کړی و.

د طالبانو تحریک د پنجابي طالبانو مشر معاویه له خپل تحریکه شړلی او ویلي یې و چې باید سزا ورکړای شي.

د پاکستان استخبارات یا آی ایس آی، چې ګومان کېږي معاویه یې نفوذي کس و، ویلي چې معاویه نامالوم ځای ته تښتېدلی دی.

تر دې حملې مخکې معاویه د طالبانو د تحریک له لوري د ځان برطرفي رد کړې وه او ویلي یې و چې پنجابي طالبان د طالبانو د تحریک او د دې ډلې د پوځي شورا د پالیسیو د ټاکنې اصلي مشران دي او هیڅوک نه شي کولی چې د پنجابي طالبانو د مشر د لېري کولو پرېکړه وکړي.

د پنجابي طالبانو مشر معاویه د پاکستان د حکومت د سولې د خبرو وړاندیز د منلو د اعلان په ترڅ کې ویلي و چې دا ډول هڅې د سولې د ټینګېدو لپاره له هلوځلو سره مرسته کوي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د عصمت الله معاویه د وژلو پرېکړه د حکیم الله مسود په حضور کې د پاکستاني طالبانو په غونډه کې شوې ده او همداراز د دوی له لوري پتېیل شوې چې هیڅوک باید له معاویه سره هیڅ راز تماس ونه نیسي.

د پاکستان حکومت په وروستیو کې ډېر تبلیغات پیل کړي چې له طالبانو سره یې خبرې پیل کړي او جوړجاړي ته نژدې شوي دي.

ادعا کېږي چې پاکستان هڅه کوي چې له خپلو طالبانو سره روغه وکړي او هغوی په افغانستان کې د جګړې دوام ته تشویق کړي.

اوس هم د پاکستاني طالبانو یوه لویه برخه په افغانستان کې د افغان طالبانو ترڅنګ د امریکا په مشرۍ له بهرنیو پوځیانو او دغه راز د افغانستان د دولت پرضد جنګېږي.

5 thoughts on “طالبانو د پنجابي طالبانو د مشر پر کور برید وکړ”
  1. خوشال
    معاویه د دې سربیره د پاکستان له حکومت سره د سولې د خبرو هرکلی وکړ چې په اسلام ابادکې د پاکستان یو شمیر سیاستوالو له پوځي مشرانو سره غونډه وکړه او پریکړه یې وکړه چې هغه وخت له طالبانو سره د سولې خبرې کیدای شي چې دوی خپلې وسلې پر مځکه کیږدي. کیدای شي چې طالبان اوس پوه شوي وي، چې دغه معاویه که دومره د دوی له غمه مړ دی، ولی په پنجاب کې بریدونه نه کوي چې د پښتنو په سیمو کې یې کوي. که په پیښور کې چاودنه روا وي په لاهور کې ولې ناروا شوې، که په ملتان کې روا ده په اسلام اباد کې چا ناروا کړې

  2. د دغه خبر له لوستلو سره راته هغه خبر را یاده شوه چې وایي (د لړمې بچي اخر خپله مور خوري) هغه ورځ لرې نه ده چې پاکستان به د خپلې زېږندې خوراک شي . له بله پلوه د پاکستاني رسنیو دا خبر راته سل به سلو کې دروغ ښکاري او هغه دا چې په میرامشاه کې د طالبانو د ساتنې له پاره پاکستانی فوج د طالبانو له مشرانو (حقاني ډلې ، د خالص زوی او همدا راز د مختلفو طالبانو) څخه د هغو د محافظت له پاره البته له امریکایي بې پیلوټه بریدونو څخه له هغوی څخه ګیرچاپیره پراته دی نو څنګه کېدای شي چې طالبان د خپل مشر په کور حمله وکړي او که حمله شوې هم وي مانا دا چې د فوج او استخباراتو په سلا مشوره شوې ده.

  3. زه هم دخوشحال ورورخبره سل په سلو کی تایدوم بلکل رشتیا دی ویلی خوشحال جانه
    آیاجهادیوازی او یوازی په پښتنورواده
    اوپښتانه کافردی؟

  4. د لیکنې له وروستۍ برخې (اوس هم د پاکستاني طالبانو یوه لویه برخه په افغانستان کې د افغان طالبانو ترڅنګ د امریکا په مشرۍ له بهرنیو پوځیانو او دغه راز د افغانستان د دولت پرضد جنګېږي.) سره نه یم موافق ځکه پنچاپیان د بهرینو او کورنیو ځواکونو په پرتله ډېر ملکي افغانان وژني!

    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *