پوهنیار سیداصغر هاشمي

د نړۍ اکثره شرقي ژبوباندې د عربي ژبې تاثیرات شته، ځکه چې د عربي ژبې د لیک او لوست تاریخ پخوانی دی او د ادب په برخه کې یې هم له ډېر پخوا نه ښه شاعران درلودل. د عربي نړۍ د جاهلیت د زمانې شاعري یې ښه مثال کېدای شي. له اسلامه ۱۵۰ کاله له مخه عربي نړۍ بهترین شاعران درلودل، چې د هغه وخت معلقات یې ښې نمونې دي.

د نړۍ په اکثرو ژبوکې د شعر(نظم) تاریخ له نثره پخوانی دی، په عربي ادبیاتو کې لومړنی لاس ته راغلې نمونې په نظم دي او همدارنګه  پښتوژبې کې هم لومړی لاسته راغلی نظم د(۱۳۹هـ ق)کال کې دی .  دلته سوال پیداکېږي،چې په یوې ټولنې کې د خبرو پیل په نثرکېږي، ولې دنظم تاریخ تر نثرپخوانی دی؟

 تقریباپه ټولواریایي ژبوکې پاتې شوي کتابونه منظوم دي، داځکه چې نظم د ترنم نه ډک کلام وي اودانسان حافظه یې په خوند او ژرقبلوي اوبیایې د نثرپه مقابل کې تر ډېره موده یاد ساتي، ویدا، اوستا او سانسګریټ ژبوکې پاتې زاړه کتابونه منظوم دي، چې خلکو به اوریده، خوند به یې ترې اخېسته اوپه اسانۍ یې یادولای شو، او دغه شان راتلونکیونسلونوته به یې سینه په سینه رسوه،داریایي قومونودا قاعده وه ، چې هغوی به ولسي او دیني خبرې نظم کولې اوبیا شاعرانوبه دجنګ د جذبې د پیداکولولپاره حماسي شعرونه لیکل، چې خلک یې په اسانه یاد وساتي او اثر پرې وکړي. (۱)

ویدا او مهابهارت هم ددې جذبې پیدایښت دی. اوستا کې هم د زردشت او د هغې د ملګرود سندرو بیان شوی دی.د یوناني شاعر هومرایلیاد او اودیسه هم سندرې دي. دې کې شک نه شته چې نثر ترنظم اسانه دی خود نثر په ذهن کې ساتل تر نظم سخت اوګران دی. (۲)

د عربي نړۍ لومړنی وتلی شاعر(۱۵۰) کاله له اسلامه مخکې امرالقیس وه، اصلي نوم یې (جندح)، د حجر بن عمر زوی وه او د نسب سلسله یې یعرب بن قحطان ته رسېږي، قیس د کلک او سخت په معنی دی او دی سخت مزاجه او کلک انسان و نو له همدې امله په امرالقیس باندې مشور وه.

 د قیس پلار د اسد د قبیلي مشر وه او دی هم لکه زوی په شان سخت او کلک انسان وه نوله همدې امله د بني اسد قبیله یې له ظلم او زیاتي نه په تنګ شول او دی یې په قتل ورساوه. د وخت په تېرېدلویې مشري او سختي  زوی (امرالقیس) ته پاتې شوه.

 امرالقیس دخپلې کورنۍ سره  ځینې اخلافات ردلودل نو له همدې امله هر وخت به له کوره بېرون وه او یوه سرشاره او بې کاره ډله یې درلوده او خپل وخت به یې تېرولو، کله چې د پلار د مرګ احوال ورته ورسېده،داسې یې وویل: ترجمه:

په کوچنیوالي کې یې برباد کړم

په لویوالي کې د خون بدله را په غاړه شوه

نن شرابونه څکو

سبا ته د بدلې فکر کوو

په پورته ویناکې لومړی کورني تکلیفونو او اختلافاتو ته اشاره ده، بیا د پلار غچ اخیستلوتکل دی، ورپسې شراب او نشې ته نغوته ده، دی په ځوانۍکې د ښځواوشرابوڅکلو سره زیاته علاقه درلوده، او په پای کې د خپل پلار د غچ اخیستلو یادونه کوي. دې د خپل پلار د قصور اخیستلو لپاره ډېرې جګړې وکړې او بلاخره یې د پلارغچ واخیست.

د پښتو ژبې لومړی لاس ته راغلی شعر د امیرکروړ(۱۳۹ هـ ش) کال کې دی،امیرکروړ د امیرپولاد سوري زوی دی، امیرپولاد د ملک شنسب د زامنو څخه و، چې په غورکې یې بادشاهي کوله، امیرکروړ په (۱۳۹هـ ق-۷۵۶م) د غورپه مندیش کې پاچاشو،دپښتوژبې لومړنی لاسته راغلی حماسي نظم یې وویلې، چې ویاړنه یې بولي.

امیرکروړپه (۱۵۴هـ ق)کال د پوشنج په جنګونوکې مړشواو(۱۵)کال یې د خپل قوم مشري وکړه

په (پښتوادب تاریخ)او(پښتوادبیاتو تاریخ لرغونې دوره)اوداسې نورو اثاروکې مشرانو لیکوالو او پوهانوویلي دي: (امیرکروړغښتلی، کلک او محکم سړی و، په یوه تن به له سلوتنوسره جنګېده، نوځکه کروړاوجهان پهلوان بلل کېده.)، دلته یوه پوښتنه پیداکېږي، هغه داچې امیر کروړ له کوچنيوالي نه پهلوان نه و، دده د جنګ قوت اوجسماني غښتلوالی په ځوانۍکې ښکاره شو، نوپه دې باندې کروړنوم په کوچنیوالي کې کېښودل شوی واوکه په ځوانی کې کېښودل شوی و، د ډېرو پوهانو دا نظر دی، چې کله امیرکروړ کامیابي اوسوبي ترلاسه کړې اوپه یوتن د سلوکسانوسره جنګیده نوځکه په امیرکروړ مشهورشو، چې د کلک او سخت په معنادی، خو زماپه نظر دایوه افسانوي خبره ده، د امیر کروړ نوم له کوچنیوالی نه کروړ و، او د امیر پولاد په واسطه پرې دغه نوم کېښودل شوی و، اوس هم په ځینو کورنیوکې داسې نومونه لیدل کېږي، چې د نیکه، پلار او ورونو د نومونو تر منځ ځیني مشابهتونه موجود وي .( ۳)

د کروړ د شعر ماخذاومرجع د محمد هوتک بن داود پټه خزانه ده، چې دې د شیخ کټه د لرغونې پښتانه او بیا شیخ کټه د محمدبن علي د تاریخ سوري نه اخیستی دی، خود تاریخ سوري ماخذ معلوم نه دی، ډېراحتمال شته، چې دا نظم دې د ویلو له وخته د تاریخ سوري د تالیف تر وخته (۶۵۰ هـ ق)په شفاهي ډول د خلکوپه منځ کې خور راغلی وي او د راویانو حافظو دې تر محمدبن علي البستي پورې را رسولی وي.

 د امیرکروړ او امرالقیس د ژوند ځینې مشرتکات : د امرالقیس پلار او دی د قوم مشران وه او د پښتو ژبې لومړنی شاعر هم همدا شان وه، د دواړو پلرونه په جنګونوکې مړه شوي دي او دواړو د خپلو پلرونو غچونه اخیستي دي. دواړه لوی جنګیالان وه نوله همدې امله د امیر کروړ د نوم معنا کلک او سخت  دی او د قیس معنا هم د کلک او سخت په ده.  ( ۴)

په عربي ادبیاتو کې د ادبي دورو ټاکلوپه هکله مختلف نظریات دي، چې له ټولو مهم نظر یې دا دی چې لومړنۍ ادبي دوره دجاهلیت  د زمانې شاعري ده، چې د دې دورې له ټولو ښه شاعري د معلقاتو ده چې سرلاری یې قیس دی.

د امرالقیس شعر د فزیکي او شکلي جوړښت له مخې تحمیدیه قصیده ده، او د معنوي جوړښت له مخې عشقي شعر دی. د قصیدې د نوم یادونه له میلاده ۹۵۰کاله له مخه په یوناني او مصري ادبیاتوکې شوې ده خوهغه قصیدې د فزیکي او معنوي جوړښت له مخې د عربي نړۍ له قصیدو سره توپیر لري نو له همدې امله په پښتو څېړنو کې د قصیدو تاریخي شالید له امر القیس او یا له عربي ادبیاتو پیل کېږي، ځکه چې د پښتو په تاریخ کې تحمیدیه قصیدو منځپانګه او فورم له عربي ادبیاتو قصیدو سره یو شان دي، نه له رومیانو، مصریانو او یونانیانو له قصیدو سره.

د قیس قصیده ۸۱ بیتونه لري، چې د تشبیت بیتونه یې ۴۴ دي، په دغو بیتونوکې یې د خپلې معشوقې ستاینه کړې ده او په ورستیو بیتونوکې یې د ښکار، اوښ او په ځانګړي ډول د اس د ځلولو، فتحې او د اس د تیزۍ یادونه شته ده.

همدارنګه د تکلیفونواومشکلاتویادونه یې په شعرکې شته ده، دې په خپلو ویناووکې د  هغوتکلیفونویادونه کوي چې په باهمته کسانو په مسافرت، جنګ او جګړه کې راځي او په شپو شپو سفرونه کوي، باد، باران او سیلۍ سره مقابله کوي او خپل موخې ته ځان رسوي.

امرالقیس د دیوان څښتن  شاعر وه، د لومړي ځل لپاره یې دیوان په ( ۱۸۳۷ م) کال په پاریس کې نشر شو، د ده په شعرونوکې لومړنۍ قصیده یې چې په معلقاتوکې ځانګړی مقام لري،  د یادولو وړ ده او همدا قصیده یې په دیوان کې هم شته ده.

د ده دغه قصیده د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوې ده چې له ټولو پخوا په لاتینې ژبه د (وارنر) له خوا په ۱۷۸۲ م کال کې  وژباړل شوه ، همدارنګه په انګلیسي ژبه د (جونز) او په فرانسوي، الماني، فارسي او داسې نورو ژبو باندې ژباړل شوې ده.

د امرالقیس قصیده د شعریت او هنریت په ګاڼه سنباله لیکنه ده چې په خپل وخت کې یې زیات شهرت درلود او اوس هم د معلقاتو د ملا د تیر حیثیت لري.

قیس وایي : ( په عربي نړۍ کې د عکاظ په نامه بازار وه، په دې بازارکې له نوروکارونوسربیره شعر ویل کېده او ښه شعرونه به خرڅېدل، ماچې به شعر ویل پیل کړه نو ټولو عربوبه خپل دوکانونه پریښودل او رخصتي به یې زما د شعر ویلو لپاره کاوه، نه یې کوم څه خرڅول او نه به یې اخیستل او ټول به زما نه راټول وه او ما به خپل شعر دوی ته اوراوه. د سوریي، یمن او بین النهرین تجارانو به خپل مالونه خرڅول او له شعر او شاعرۍ سره یې علاقه نه درلوده، دلیل یې دا وه چې دوي په عربي ژبې ښه نه پوهیدل او د شعر ویلواو اوریدلو ذوق یې پالل شوی نه وه.)

(۵)

د عکاظ بازار په یوې دشتې کې جوړیده او دعربي نړۍ له ګوټ ګوټ نه ورته خلک راتله، دا باراز له اسلامه مخکې جوړیده، ډول ډول ښکلې ښځې به پکې موجودې وې او شرابو څکل پکې عادي کار وه.

قیس د خپل وخت پیاوړی شاعر وه، د ده شعرد شعریت له توکو مالا مال وه، د معلقې لومړی بیت یې دا دی:

قفانبک من ذکری حبیب و منزل

بسقط اللوی بین الدخول فحومل

ای دواړو دوستانو ودرېږۍ چې موږ د یو دوست او د هغه د داسې کور په یادولو کې وژاړو، کوم کور چې د شکو په داسې غونډۍ باندې واقع وو، چې د حومل او د دخول ځایونو په منځ کې وه. (۶)

همدارنګه د معلقې ۵۲ بیت یې دی:

و قد اغتدی والطیرفی وکنایها

بمنجرد قید الا وابد هیکل

 ژباړه: زه سحر ښکا رته ځم، په داسې آس باندې چې تیز رفتار وي او وحشي ځناور لاندې کړي، غټ وي، دومره وختي وي چې ټول مرغان په خپلو ځالو کې وي.

شاعر خپله ستاینه کوي او وایي چې دټولو تکلیفونو او مشکلاتو سره مقابله کولای شم، بیابانونو نه تیریږم، زړه وره یم، شهسوار یم او خپل اس  دومره ځغلوم چې ټول ځناور رانه بچ نشي پاتې کېدای.

د معلقې په یو بل بیت کې د خپل اس یادونه په داسې هنري انداز کوي او وايي:

مکر مفر مقبل مدبرمعا

کجلود صخرخطه السلامن عله

زما اس ډېر تښتېدونکی، ډېر راګرځېدونکی او وروسته کېدونکی دی، په شان د داسې ګټې دی چې سیلاب یې له پورته نه ښکته را وغورځوي او په تیزۍ ځمکې ته راورسېږي. (۷)

دلته یې د خپل اس تیزوالی د هغه لویي تیږې سره تشبه کړې ده چې د غره له څوکې نه د سیلاب پواسطه ښکته را وغړیږي.

په عربي ادبیاتو کې د ښه شعر بنسټ د قصیدې په فورم کې ایښودل شوی دی او فارسي او پښتو ژبو له همدې ژبې را اخیستې دي. یعنې د فارسي ژبې لومړنی شاعر ابو العباس قصیده هم تحمیدیه ده او د عربي ادبیاتو په پیروۍ ویل شوې ده.

د پښتو ژبې لومړنی لاس ته راغلی شعرد امیر کروړ( ۱۳۹ هـ ش) کال کې دی، دی د پښتو ژبې د لرغونې (لومړۍ ) دورې لومړنی شاعر دی خو د شعر له متانت او قوته یې ویلای شو چې شعر به د پرمختګ ډېر پړاوونه تیر کړې وي او دې حد ته به رسېدلی وي.

 لرغونې دوره درې ډوله شعرونه (عروضي، ولسي او د لرغونې دورې سندرې) لري، په دې دوره کې د لرغونې دورې سندرې ډوله شعرونه چې دشکل او معنا له مخې ریګویدا او اوستا ګاڅونونو ته ورته دي ډېر ورته والی لري، چې د امیر کروړ شعر یوه ښه نمونه ده. په ډېرو ادب تاریخونو کې  د امیر کروړشعرحماسه ښودل شوې ده، چې په حقیقت کې د امیرکروړ نظم حماسي نظم دی خوحماسه نه ده، ځکه چې حماسه او حماسي نظم  یود بل سره توپیر لري، هرحماسي نظم ته حماسه نه شو ویلای.

دغه نظم سوچه پښتودی اود(عربي، فارسي اوپهلوي)ژبو اغېزې پکې نه لیدل کېږي،د امیرکروړ په اړه د ډېروپوهانوماخذاومرجع د محمد هوتک بن داود پټه خزانه ده، چې دې د شیخ کټه د لرغونې پښتانه او بیا شیخ کټه د محمدبن علي د تاریخ سوري نه اخیستی دی، خود تاریخ سوري ماخذ معلوم نه دی، ډېراحتمال شته، چې دا نظم دې د ویلو له وخته د تاریخ سوري د تالیف تر وخته (۶۵۰ هـ ق)په شفاهي ډول د خلکوپه منځ کې خور راغلی وي او د راویانو حافظو دې تر محمدبن علي البستي پورې را رسولی وي. (۸)

د امیرکروړد نظم ځینوبیتونوکې د هنریت څرک ښکاري، خود نظم ډېرو بیتونوکې یې خپل مطلب نیغ په نیغه اداکړی دی.

دا چې د امیرکروړ په نظم کې د فارسي لغات نه لیدل کېږي، اصلي دلیل یې دادی، چې دفارسي ژبې د نظم او نثرتاریخ ترپښتو وروسته دی.

د امیر کروړ د شعر څو بیتونه د انتخاب په ډول راوړم:

زه یم زمری پردې نړۍ له ما اتل نست
په هندوسندوپرتخاروپرکابل نسته
بل په زابل نسته لـه مـا اتـل نستــه
غشي دمن مي ځي برېښناپرمیرڅمنوباندې
پـه ژوبـله، یـونم، یرغالم پرتښتېدونوبـاندې
په ماتېدونو باندې لـــه مـا اتـل نستــــــه

امیر کروړ د ځان ستاینه کوي او د خپلو جنګونو او فتحو یادونه کوي او خپله قهرماني او بهادري ښایي او خپل ځان د لوی پهلوان په ډول معرفي کوي.

زمادبریوپرخول تاوېږي هسک په نمنځ وپه ویاړ
د اس له سوومې مځکه ریږدي، غرونه کــــاندم لټاړ

دی هم د آس یادونه کوي او وايي: اسمان همیشه زما د بریو د خول په ویاړ څرخیږي، یعنې همیشه زما په ګټه چورلي. ځمکه مې د اسم له سومانو ریږدي، غرونه لتاړوم او هیواونه ویجاړوم، ځکه له ما نه بل قهرمان نشته. ( ۹)

د پای بیتونه یې په لاندې ډول دي:

نـــړۍ زمــــاده نــوم مې بولـــي پردریـځ ستایــــوال
په ورځوشپومیاشتوکال لــه مــااتل نستـه

د امیرکروړد لاسته راغلي حماسي نظم د پوخوالي معلومیږ ي، چې پښتود اسلام ترمخه هم خامخا نظم اوادب درلود، مګرترڅوپورې، چې بله پخوانۍ نمونه نه وي پیداشوي، نودا نظم د پښتو لومړنی نظم اوامیر کروړد پښتوژبې اول شاعرګڼل کېږي. د امیر کروړ او امرالقیس د شاعرۍ تر منځ مشترکات په لاندې ډول دي:

د قیس ټوله قصیده شعریت او هنریت لري خو د امیر کروړ په شعرکې یې ځینې بیتونه شعریت لري، قیس د خپل ځان ستاینه کړې ده او د خپلو فتحو یادونه یې په لوړه قریحه کړې ده خو د امیر کروړ شعر هم ویاړنه ده چې د ځان په ستاینه کې یې ویلې ده، امیر کروړ د جنګ او جګړې خبرې کړي دي او د قیس په شعر هم داسې اشارې شته دي، امیر کروړ د په شعر کې د خپل اس یادونه کړې ده او قیس هم په خپله قصیده کې د اس یادونه زیاته کړې ده. په عربي ادبیاتو کې د نظم تاریخ لکه د پښتو ادبیاتو پخوانی دی، د امیر کروړ د شعر له قوته معلومیږي چې مخکې به هم شعر او شاعري په پښتو ادبیاتوکې موجوده وه او د قیس د شعرله هنریته او شعریته معلومیږي چې مخکې به هم عربي نړۍ کې شعر او شاعري موجوده وه.

پايله: په نړۍ کې اکثره ژبوشاعران په ځینو برخوکې یوله بله د فکر، شکل، معنا او منځپانګې ورته والی لري، دغه ورته والی په ارادي او په غیر ارادي ډول کېدای شي.

که د مشترکو نظمونو په برخه کې ځینې مشابهتونه د پښتو او عربي  ژبو کې سره ګورو دلیل یې ښکاره دی چې د پښتو ژبې اکثره عروضي ژانرونه له عربي ژبې نه راغلي دي نو له همدې امله د شکل او معنا له مخې یوشان والی لري او یا د لرغونې دورې لرغونې سندرې چې د ریګویدا او اوستا له ګاڅونونو سره په شکل او معنا کې یواندازه یوشان والی لري.

په پښتو ژبې کې د رحمان بابا شاعري د فارسي ژبې شاعر حافظ سره په ځینو برخو کې ورته والی لري او همدارنګه په درېیمې(معاصره) دوره کې د غني خان شعرونه د عمر خیام سره په ځینې برخوکې ورته والی لري او همدارنګه زما په مقاله کې د پښتو ژبې لومړنی شاعرامیر کروړ هم په ځینو مواردو کې د امرالقیس سره ورته والی لري نو له همدې امله مې په دې موضوع لیکنه وکړه.

ماخذونه:

۱.سحرګل سحر: پښتو ادب پوهنه، پېښور، ۲۰۱۱ م کال، ۳۳ مخ.

۲.سیداصغر هاشمي:  د پښتو نظم تاریخ(لومړۍ او دویمه دوره)، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۳ ل کال، ۱۰ مخ.

۳. سیداصغرهاشمي:  پښتوژبې ادبي سرلاري ، ګودرخپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۰ ل کال،۲ مخ.

۴.پوهاندزیورالدین زیور: د پښتوادبياتوتاريخ لرغونې دوره، مومندخپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۸۹ ل کال، ۱۳ مخ.

۵.سیداصغر هاشمي:بولـله له پيله ترخوشحاله، مومندخپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۲ ل کال، ۷۷ مخ.

۶. میا حکت شاه کاکاخیل: سبع معلقات،رشیدیه خپرندویه ټولنه، پيښور،  ۵ مخ.

۷. میا حکت شاه کاکاخیل: سبع معلقات،رشیدیه خپرندویه ټولنه، پيښور ، ۴۵ مخ.

۸.محمد هوتک بن داود:پټه خزانه، کندهار، ۱۳۳۹ ل کال، ۱۸مخ.

۹. فریداحمدهلال: د پښتو ادبياتولرغونې دوره، کتاب خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۲ ل کال، ۲۵ مخ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *