خبریال: میرویس جلالزی –
افغان ژباړونکو د امریکا له حکومته غوښتي چې د طالبانو لاس ته د دوي تر لویدو دمخه هغوي له افغانستان وباسي.
افغان ژباړونکي او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو افغان همکاران له ۲۰۰۸ کال راهیسي د امریکا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو په مټ د خپلو کورنیو له نږدې غړو سره یوه ځای له یو لړ پیچلو او اوږدو پړاونو وروسته امریکا ته بیول کیږي.
په دغه لړ کې تر اوسه ۱۱۰۰۰ ویزې افغانانو ته ورکړل شوي دي.
اوس د افغانستان دننه پاتې افغان ملګري تر بل هر وخت د ملک دننه د ویرې احساس کوي او وايي چې که یې امریکا د ویزو ورکړه لړۍ چټکه نه کړي دوي به یو یو د طالبان په لاس ووژل شي او خون به یې د امریکا له غاړي وي.
دغه افغان ژباړونکي او د امریکا د دولت افغان همکاران چې شمیر یې زرګونو ته رسیږي په اوږدو کتارونو کې د امریکا د ویزې د تر لاسه کولو لپاره په کابل کې انتظار دي.
د (NO One Left Behind) اداره چې د افغان ژباړونکو د ملاتړ لپآره د امریکا دننه کمپاینونه په لاره اچوي پر وینا، اوس مهال افغان همکاران له ډير لوړ ګواښ سره مخامخ دي.
سازمان وايي د امریکا کانګرس که څه هم د یوه بل کال لپآره د SIV پروګرام غزولی لیکن افغان همکارانو ته یي د اضافي ویزو او یا هم د پخواني شمیر د ډیریدو په باب هیڅ راز فیصله نه ده کړي.
د فرید په نامه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه پخواني همکار ویلي چې دی اوس له کنړ څخه کابل ته راغلی او حتی په پلازمینه کې هم د خوندي توب احساس نه کوي.
نوموړی د زرګونو هغو افغانانو له ډلو څخه یو دی چې امریکا ته د تلو په انتظار دی او لازم قانوني اسناد یي د امریکا په سفارت کې تر کتنې لاندي دي.
د امریکا دولت سرچینو د NO One Left Behind موسسې ته ویلي چې اوس مهال د SIV پروګرام لپاره ۹۱۳ ویزي موجودي دي په داسي حال کې چې ۱۳۰۰۰ تنو افغانانو کابل کې د امریکا سفارت ته خپل اسناد سپارلي او د کډوالۍ د ځانګړي ویزي د تر لاسه کولو غوښتنه یې کړي ده.
د امریکا دولت ویلي چې دغه ۱۳۰۰۰ تنه یوازي هغه کسان دي چې د ویزو غوښتنه یي کړي بلکې د دوي د کورنیو غړي په دغو ۱۳۰۰۰ کسانو کې شامل نه دي او که چیرته د هغوي شمیره هم ورسره یو ځای شي نو ښايي د ویزي د متقاضیانو شمیره تر ۵۰۰۰۰ کسانو هم لوړه شي.
د امریکا دولسمشرۍ څوکۍ ته د ډونالد ترامپ له رسیدو وروسته اوس هغه چانس کم شوی چې ګواکي افغان همکارانو ته به ویزي ورکړل شي او د کلنیو ۴۰۰۰ ورکول کیدونکو ویزو مخه هم ډب شوي ده .
په افغانستان کې د امریکا له دولت سره د افغان همکارانو د ملاتړو امریکا میشته او نړیوالو سازمانو پر وینا اوس د امریکا د دولت له لوري افغان همکارانو ته د ویزو د ورکړي ملاتړي مخه پر کمیدو دي او ګمان نه کوي چې د ټرامپ اداره به دغو افغان همکارانو ته ویزې ورکړي.
د خپلې مور وطن نه هیڅوک هم په رضا نه ځي او نه تښتي، په دنیا کې د ټولو نه سخت او دردونکی تصمیم د وطن پریښودل دي. (څوک په رضا د ملکه نه ځي يا ډير غریب شي یا د مفسد دولت له غمه ځينه). د ټولو نه زیات مهاجرت او وطن پریښودنه په ورستیو دوه یا دوه نیمو کلونو کې شوې چې اکثریت ځوانان او باسواده وو. ددې معنی دا چې د غني او عبدالله په دوه سري او مفسد دور کې زیات خلک وطن پریښودو ته اړ شوي. مګر دا شرمونکی، خاین او مفسد دولت یواځې او یواځې په خپلو شخصي ګټو او غلاو تمرکز کوي او د عامو وګړو په قصه کې هم ندي. یو څو پردیپال، دسیسه بازان او معیوبین سره راټول شوي او صرف ټول فوکس یې په اقتصاد او اقتصادي پروژو په کومو کې چې دوی اسانه غلاوې کوي او د خلکو سترګو کې خاورې اچوي چې ګواکې د هیواد لپاره یې غټ کار کړی، خو په ویده او غافل قوم مشران دا لوبې کوي.