د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

تاند- د کابل او کندهار له تروریستي حملو وروسته پاکستان په خپله خاوره کې ترهګرو ته د پناهځایونو ورکړه رد کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا وویل چې اسلام اباد په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی تاکید وکاوه چې پاکستان اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې د بل هیواد پر ضد کار واخیستل شي.

ده همداراز وویل چې د امریکا په شمول نړیواله ټولنه په هره کچه د تروریزم پر ضد د پاکستان ونډه تاییدوي.

زکریا وویل، پاکستان د تروریزم په خاطر په لسګونو زره تلفات او تر ۱۰۰ ملیون ډالره زیات مالي زیان کړی دی.

ده شمالي وزیرستان ته د امریکايي جنرال او د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال جان نیکلسن وروستي سفر ته په اشارې وویل چې د ضرب عضب عملیاتو په لړ کې تروریستانو ته سختې مرګ ژوبلې اوښتي دي.

پاکستان تل له تروریزم سره د مبارزې خبرې کوي خو په عین حال کې په خپله خاوره کې د حقاني شبکې او د کوټې شورا له موجودیته انکار نه کوي او ځیني وخت وايي چې د طالبانو ترمنځ باید تفکیک وشي؛ یو شمېر طالبان ښه خلک دي او یو شمېر نور چې د پاکستان د ګټو خلاف جنګېږي، بد دي.

2 thoughts on “پاکستان وايي، ترهګرو ته یې پناه نه ده ورکړې”
  1. وخ وخ افغان چارواکي ډير سست او ټنبل خلک دی
    چې تر اوسه یې نړۍ ته هېڅ ثبوت نه دی وړاندې
    اوس باید ټوله نړۍ په فلمونو او اسنادو ډکه وای چې پاکستان په افغانستان کې جګړه کوي
    ټول مشران هملته په پاکستان کې دی

    بس نه څه ووایو!!!
    افسوس

  2. آیاکستانی مقامات رښتیا وایی ؟ د ټالیبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې مړ شو ، ملا اختر کوټې ته نژدې د امریکایی ډرون الوتکي په واسطه ووژل شو، بن لادن راولپنډۍ ته نژدې ووژل شو. د ټالیبانو د رهبری شورا په کوټه کې ده ، حقاني هم له وزیرستانه خپله دنده اجرا کوي. دا ټول د نړیوالو په سترګو کې خاورې اچول دي. وزیرستان یی د ټالیبانو په نوم له پښتنو تصفیه کړ او پښتون جنوساید یی د خپل شپیته کلن تورتاریخ یو بل بدنامه داغ د پنجابیانو په تندي پریښود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *