ژباړه: حمیدالله حمیدي

ایټالیایي روغتیا پالان وایي چې مکروني د ښځو لپاره ګټور نه دي، دوی دغه خبره د هغې څېړنې پر اساس کوي چې په روغتون کې یې د ناروغو ښځو په اړه ترسره کړې ده.

هغوی وایي، له څېړنو داسې معلومېږي چې مکروني د نارینه و په نسبت ښځو ته خطرناک دي؛ ځکه دغه خواړه په ښځو کې د زړه ناروغي رامنځته کوي. روغتیا پالان زیاتوي چې د مکرونیو خوړل په ښځو کې د وینې د رګونو اختلالات پیدا کوي.

دغو څېړونکو همدا راز څرګنده کړې ده چې د مکرونیو خوړل د ښځو په بدن کې د غوړینو غوټو پیدا کېدو لامل کېږي او هغه مکروني یې تر ټولو خطرناک بللي چې له سپینو اوړو څخه جوړ شوي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *