محمداکبرحقمل معینزی
ژ محمداکبر حقمل معینزی
بدې، بې ارزښته او له خېټې خبرې کول پرېږدئ، ځکه له الله او خلکو مو لرې ساتي. «علي عِ» ټول کولای شي، چې خبرې وکړي، خو ښې خبرې کول بیا پوهه، استعداد او تمرین غواړي. «راسین» په هغو خبرو باور مه کوئ، چې له خېټې څخه وځي، ځکه هم سمې او هم له تېروتنو ډکې وي. «علي عِ» خبرې مو باید داسې بڼه ولري، چې هم د لومړنیو زده کړو ماشوم پرې وپوهېږي او هم روحاني پیر. «ژان ژاک روسو» لقمان حکیم صیب به یې زوی ته ویل، چې اې بچیه! په اندازه او ښې خبرې کوه. چا چې درته خبرې کولې، نو لومړی یې بشپړې واوره، بیا فکر پرې وکړه او وروسته له هغې خپل هوډ ونیسه! «دانټه» ژبه د انساني روحیاتو هېنداره ده. «ویلهلم لایپنیتز» ښه وګړي ښې خبرې کوي او بد وګړي بدې خبرې کوي. «دانټه» که چېرې خبرو شتون نه درلودلای، نو علم او پوهې به هم شتون نه درلود او بشر به له حیواناتو سره کوم توپیر هم نه درلودلای. «ادګار آلن پو» یوازې او یوازې د خبرو کولو تر ټولو ستر هنر کولای شي د سیاست وده په خوځښت راولي «هیتلر» خبرې د لیندې غېشی دی، که چېرې غواړې سم ښکار وکړې، نو موخه د سمه وټاکه. «بنیامین فرانکلین» چا چې درته خبرې کولې، نو لومړی یې بشپړې واوره، بیا فکر پرې وکړه او وروسته له هغې خپل هوډ ونیسه. «سقراط» (محمداکبر حقمل معینزی)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *