روح الله احمدزى

لیکنه: روح الله احمدزی – 

له دویم نړیوال او سوړ جنګ وروسته یو ځل بیا د سیمې سیاسي، جغرافیايي، امنیتي او اقتصادي وضعیت په بدلیدو دی او هر لور ته دا بدلونونه تر سترګو کیږي. د دفاعي چارو په برخه کې د امریکې او هند ترمنځ نظامي تړونلیکونه هغه څه دي چې پاکستان، چین او ایران یې په اندېښنو کې اچولي دي. همدا ډول د هند، سعودي او اماراتو ترمنځ نظامي، اقتصادي او د زیربیناو په برخو کې همکاري هغه څه دي چې پاکستان یې له اندېښنو سره مخ کړی دی. د دې سربیره د چین وان بیلټ وان روډ پروژه چې د سیمې او غرب ۱۲۰ هیوادونو ترې الهام او اغیزه اخلي د ډېرو نورو هیوادونو لکه هند، جاپان او امریکې لپاره د اندېښنې وړ ده. د چین په جنوبي سمندر کې د امریکې حضور او د چین اندېښنه هغه څه دي چې چین یې له اندېښنې سره مخ کړی دی.

بل لور ته د منځنۍ اسیا لپاره د روسیې متخصص عزدار کورتو لیکي: داسې ښکاري چې روسیې د سوریې او افغانستان سیاسي بحران د حل لارې لپاره له طالبانو سره غوږ جنګولی دی او کیدای شي چې له دې امله روسیه د سیاست د بلانس لپاره خپل نقش لوبول غواړي.

نوموړی زیاتوي: له دې دا مطلب نشو اخیستی چې روسیه به د موجوده مسایلو د حل په موخه داسې کوم نقش ولوبوي چې ټولې مسلې به حل شي خو  روسیه کولای شي چې د سولې خبرې له هغې تیارې خونې څخه را وباسي چې له ډېره وخته ناحل پاتې شوې دي او کیدای شي چې دا به د ډیپلوماسۍ له اړخه یو ښه پرمختګ وي.

د هرې سیمې حالات د یو ځانګړي چوکاټ په وراسته کیدو سره نوي چوکاټ ته بدلیږي او دا هلته شونې ده چې کله د دې چوکاټ اداره کوونکي، کنټرول کوونکي او نظارت کوونکي د معاصر پير غوښتنو ته په کتو ګامونه واخلي. له فرصتونو څخه ګټه واخلي او مسایل د سولې او اقتصادي ودې په ترڅ کې حل کړي. له شته مذهبي ډلو، دودي خنډونو او سیاسي وروسته پاتیوالي سره مناسب او پراګماټیک سیاست غوره کړي. خپلو ادارو څخه د وطن د برخلیک په ټاکلو کې اوږدمهالو موخو ته د رسیدو لپاره همغږي وکړي.

په موجوده فرصتونو کې تر ټریلییونو ډالرو پورې پروژې شته دي چې د چین او سیمه ییز هیوادونو لخوا ورته پلانونه په جوړیدو دي . ولسمشر غني چې افغانستان د منځنۍ، جنوبي او غربي اسیا ترمنځ د یو څلور لارې په نوم پیژني، مکلف دی چې د دې لوی هدف لپاره یو مناسب، مسلکي، تخنیکي او ژمنه کاري ډله په کار وګماري. نوموړی مکلف دی چې د دې لویو پروژو څخه د اقتصادي لاسته راوړنو ترڅنګ د خپلو وګړو د ټولنیز، کلتوري او تعلیمي خویونو په بدلولو کې هم کار  واخلي.

پدغو لویو پروژو کې د ګاونډي هیوادونو لخوا زیار ایستل کیږي چې د افغانستان ستراتیژیک اهمیت تر پوښتنې لاندې راولي او یا یې بیخي له پلانه وباسي نو اړینه ده چې د افغانستان له لوري یوه داسې مسلکي اداره په کار واچول شي څو د افغانستان هر اړخیزو ګټو خوندې ساتلو لپاره کار وکړي.

د افغانستان تګلار جوړونکي کولای شي چې هغه څلور سړکونه چې چین د پاکستان له تګلار جوړونکو سره د ( CPEC) له لارې موافقې ته رسیدلي وو بیرته را ژوندي کړي. یانې څلور سړکونه چې یو له هلمند، دویم له کندهار، درېیم له ننګرهار او څلورم له خوست د لویې پکتیا څخه تر کابله او وروسته بلخ او منځنې اسیا ته تیریږي. د دې سړکونو د بیا احیا لپاره زموږ تګلار جوړونکي باید د چین له تګلار جوړونکو سره همغږي زیاته کړي او له دوی سره پرله پسې ناستې وکړي او د دي ناستو د تعقیب لپاره یوه ګډه  اقتصادي، کلتوري، ستراتیژیک او پالیسي جوړونکې ډله رامنځته کړي.

مالومه خبره ده، چې اقتصادي روابط او وده د دې باعث کیږي چې په یوه سیمه کې شته دوديز کړنو، خویونو او ریښو ته بدلون ورکړي. هغه ټولې پروژې چې  جنګ ، نا امني  او بې ثباتي رامنځته کوي باید خنثی شي. له هغو ناوړو پروژو چې وطن مو له تیرو ۴۰ کلونو راهیسې ورسره لاس او ګریوان دی خلاصون اړین دی او د وخت غوښتنه هم دا ده. دا هلته کیدای شي چې په وطن کې مو لویو ستراتیژیکو او اقتصادي پروژو ته لاره اواره کړو. یانې د دې لویو  پروژو په ترڅ کې موږ کولای شو چې د لویو ځواکونو امنیتي، سیاسي او اقتصادي ګټې سره شریکې کړو څو دوی له تخریب لاس واخلي.

هره هغه ځواک چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د بل هیواد پر ضد کار کوي باید د یو ګډ سیمه ییز اقتصادي ټکر سره مخ شي او د سیمه ییزې همغږۍ په ترڅ کې د اقتصادي بندیزونو سره مخ شي. په دې کې شک نشته چې د نړۍ ابر ځواک ځواکونه د انساني وژنې څخه ونیسه تر فکري وژني پورې هڅې کوي څو ملتونو په فکري، کلتوري، اقتصادي او سیاسي او ستراتیژیکه توګه له خپل فشار لاندې راولي او دوی هغه څه ترسره کړی چې په سیمه کې ورته اړتیا لري.

خو بل لور ته د دوی دا ډول نظامي کړنې پر سولیز استحصال هم بدلیدای شي یانې د وان بیلټ وان روډ یا سي پیک غوندې پروژې کیدای شي زموږ د وطن له چاپیریال سره سر ونه خوري. ځکه چې دلته هغه سې باسواده ځوانان نشته چې پدې پروژو کې پر لوړو پوسټونو کار وکړي. او ددې علت هم موږ ته را مالوم دی، هغه دا چې دلته اوس هم داسې عناصر شته چې علم د شیطان کار ګڼي او د ښوونځيو ورانول او سوځول پر ځان فرض ګڼي.

البته له دې پروژو موږ کولای شوو چې د زیربناو او بنسټیزو پروژو په عملي کولو سره خپل شته دودیز فکر پر معاصر فکر واړو. د داعش او طالب په څیر پروژو څخه د خلکو پام انکشافي پروژو او اساسي بدلونونو او ژوند ته را وګرځوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *