راپور: جعفر فيصل
د جدي ۲۴مه، ۱۳۹۵لمريز
په غونډه کې وويل شو، چې پوهاند محمد حسن کاکړ ثابته کړه، د ډيورند په تړاو د افغان او انګليس تر منځ کوم قانوني سند نشته.
ياده غونډه د مرغومې په۲۴د افغان کلتور د ودې ټولنيز او رسنيز مرکز- بلخ ادبي خوځښت په بلنه جوړه شوې وه، چې په بلخ ولايت کې د بېلابېلو فرهنګي بهيرونو سربېره، دولتي چارواکو، د ولايتي شورا غړو، د پوهنتون استادانو، فرهنګيانو او د مدني ټولنو لسګونه غړوپکې برخه اخيستې وه.
افغان تاريخ ليکونکی پوهاند محمد حسن کاکړ د روان کال د مرغومي په ۱۷مه، په جلا وطنۍ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
د بلخ ادبي خوځښت لخوا د ارواښاد کاکړ په وير ناسته کې د پوهاند محمد حسن کاکړ مړينه ستره ضايعه وګڼل شوه.
د بلخ پوهنتون استاد او فرهنګي مشر پوهندوی غلام فاروق خپلواک هم د ښاغلي محمد حسن کاکړ په تړاو خبرې وکړې.
نوموړي وويل، چې پوهاند محمد حسن کاکړ نه يوازې تاريخ ليکونکی و، بلکې د تاريخ د چاڼ او تحليل استعداد يې هم درلود.
استاد خپلواک سربېره پر دې، چې د پوهاند کاکړ په مړينه يې انديښنه څرګند کړه؛ ټينګار يې وکړ، چې راتلونکی نسل بايد په دغه برخه کې بېسارې هڅه وکړي او د تاريخ هره کرښه په واقعي او حقيقي ډول افغانانو ته ورسوي.
د بلخ د ولايتي شورا غړي ذ بيح الله کاکړ چې په دغه غونډه کې يې وينا کوله وويل، د پوهاند محمد حسن کاکړ د پوهې تر اغيز لاندې راغلی دی.
نوموړي د پوهاند محمد حسن کاکړ مړينه يوه ضايعه وګڼله او ځوانانو ته يې وويل، چې د ارواښاد کاکړ په پل، پل واخلي او د هېواد د ښېرازۍ لپاره کار وکړي.
د بلخ ولايت مقام د تخنيکي او سکتوري چارو مسئول ذ بيح الله اختري بيا وويل، چې پوهاند محمد حسن کاکړ يو علمي شخصيت و، چې د سيمې په کچه يې درناوی کېدو.
نوموړي زياته کړه، کوم علمي کدرونه چې په دغه برخه کې کار کوي د تاييد يو مهر هم غواړي، چې په وينايې د سيمې او نړۍ په کچه د پوهاند محمد حسن کاکړ تاريخي څېړنې منل شوې وې.
د بلخ ادبي خوځښت مشر ذبيح الله احساس د پوهاند محمد حسن کاکړ د وير په تړاو د جوړې شوې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې ارواښاد کاکړ هڅه وکړه د لوی افغانستان په تاريخي اړخونو باندې ښې څېړنې وکړې.
هغه وويل، چې ښاغلي کاکړ دغه حقيقت په ښه توګه بيان کړ، چې د افغانانو تر منځ تپل شوې- ډيورنډ کرښه هېڅ په ليکلې بڼه کوم حقيقت نه لري.
ارواښاد پوهاند حسن کاکړ په پښتو ،انګليسي او دري ژبو د افغانستان، افغانانو او تاريخ په اړه لسګونه کتابونه، ژباړې او سلګونه مقالې خپرې کړي دي.
پښتون، افغان او افغانستان، د کابل سلطنت بيان «ژباړه»، د پاچا امان الله واکمنۍ ته نوې کتنه، زما غوره ليکنې-د مقالو ټولګه يې مشهور کتابونه دي.