یادونه:
(ولایت په ولایت) د آزادۍ راډیو خپرونه ده چې د بېلابېلو ولایتو په باب بحثونه خپروي، هلمند ته ځانګړې یې، ور څخه په مننه، دلته په لیکلې بڼه، د بدلون اونیزې له درنو لوستونکو سره شریکوو.
۱۳۹۵/ ۱۰/ ۱۰ جمعه
چلوونکي:
احمد شیبر او الیاس داعي
مېلمانه:
جبار قهرمان، په ولسي جرګه کې د هلمند وکیل او په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکو اوپراتیفي رئیس.
نور احمد ایمل، د هلمند پوهنتون استاد او د ادبیاتو ماسټر
شېبر: داعي صېب! د سولې په کلونو کې چې کله د هلمند نوم یادېده، دستي به نو د چا ذهن ته شنې ځمکې درېدې؛ پراخ زراعت به دې سترګو ته درېده او د افغانستان کندو به ورته وېل کېده خو اوس چې هلمند یادوو، د سړي سترګو ته مړي او ټپیان دریږي؛ د ښاغلي قهرمان نه به واورو.
قهرمان: مننه شېبر صېب؛ زه ستا پر خبره یوڅه اضافه کول غواړم هغه داچې؛ یوه ورځ زما سره یو ډېر مهم خارجي چارواکي ملاقات درلود؛ وروسته له ډېرو خبرو- اترو یې رانه وپوښتل چې زموږ څخه به ستا غوښتنه څه وي؟ ما ور ته وویل چې زموږ څخه شاو خوا څلوېښت کاله کیږي چې هلمند ورک شوی دی؛ کله چې پخوا به په بهر کې د افغانستان نوم یادېده نو د دوي ذهن ته به هلمند، د هلمند ښکلا، د هلمند غنا او د هلمند مختلفې سرچینې ګرځېدې او د هلمند، خاصتا د لښکرګاه ښکلی ښار یې، د نړۍ له ښکلو ښارونو، لکه کوچنۍ واشنګټن او کوچنۍ نیویارک سره پرتله کوله. زموږ څخه هم هلمند ورک دی؛ نن چې خلک په دنیا کې کښیني دا وایي؛ شرارت او جنجال چېرې دی؟ وایي په افغانستان کې دی. وایې مرکز یې کوم ځای دی؟ وایي په هلمند کې دی نو که زموږ سره د هغه هلمند په پیدا کولو کې تاسو مرستې وکړئ؛ موږ به مو ډېر منندوی یو او تل به درڅخه سپاس کوو، زموږ هلمندیانو به د خلکو په ذهنیتو کې هغسې ځای درلود، ولې له بده مرغه چې اوس یې داسې حالت خپل کړی دی؛ علت دا دی چې هلمند یو ډېر مهم ستراتېژیک موقعیت لري؛ زموږ په وطن کې دا جګره کومه تصادفي جګړه نه ده او دا د افغانانو جګړه هم نه ده؛ تقریبآ یوه نړیواله جګړه ده؛ که سړی د جګړې دواړه خواوې تر څېړنې لاندي ونیسی نو د نړۍ لوی لوی ملکونه په شکل د اشکالو په دې جګړه کې برخمن دي؛ د چا به حکومتونه ذيدخل وي، د چا به ډلې- ټپلې ذيدخل وي، د چا به بې پروا خلک ذيدخل وي، د چا به بې پروا خلک ذيدخل وي او دا ثابته شوې چې د نړۍ لوی اکثریت په دې جګړه کې برخوال دي او دا جګړه یې پر دې ملت تپلې او د لته یې شعلوره ساتلې ده؛ نو طبعا د جګړې خاوندانو ته مهمې او ستراتیژیکي سیمې ډېر ارزښت لري چې په هغه جمله کې زموږ هلمند یو ډېر عام او ستراتیژیک اهمیت لري، له بده مرغه موږ د داسې دوو ملکونو سره سرحد لرو چې تل زموږ لپاره ښه نیت نه لري.
شېبر: بلې! قهرمان صېب، دا خو یې دلایل شول؛ نو اوس د هلمند امنیتي وضعیت څنګه دی؟ اوس د لښکرګاه شاوخوا امنیتي وضعیت څنګه دی؟
قهرمان: اوسمهال چې ستاسو سره په خبرو کې یم؛ که دا ووایم چې په هلمند کې امنیت دی، سکون دی او کراري ده؛ کېدای شي چې هېڅوک راسره دا خبره و نه مني او علت یې دا دی چې موږ د جګړې په مینځ کې یو او کله چې په یوه سیمه کې جګړه روانه وي؛ طبعا هلته به د طیارو غرهار وي، هلته د توپونو، ټانګونو او ماینونو شور وي، هلته مو ولسونه هره ګړی مکتبونه ویجاړ ویني، هلته هره ګړۍ سرکونه او پلچکونه ورانیږي؛ نو سړی دا نشي ویلای چې موږ د سکون او کراری په حال کې یو؛ موږ د جګړې په مینځ کې یو! او موږ په دې هڅه کې یو چې جګړه مهار کړو.
شېبر: قهرمان صېب، ځانګړې مسئلې ته به راشو، آیا د قندهار- لښکر ګاه ترمینځ لار خلاصه شوې ده؟
قهرمان: اوسمهال چې زه او ته سره خبرې کوو، په لاره کې څه نا څه ستونزې شته هغه هم په دې خاطر چې دا دوې- درې ورځې مخکې مخالفینو دلته ځیني پولچکونه وران کړل او شاوخوا کې یې مینونه کښېښودل او افغان امنیتي ځواکونه سیمې ته ولاړل او د امنیت لپاره یې هڅې وکړې او وروسته په دې لټه کې شول چې څنګه دغه پلچکونه په یوه نسبي حالت باندې ورغول شي؟ او لاره کاملا د ترافیکو پر مخ خلاصه شي او هغه کوم امنیتي تهدیدات چې موجود ول تر یوه حده پورې له مینځه تللي دي؛ ولې کاملا لاره دې ته نه ده آماده چې عام ولس پرې تګ راتګ وکړي؛ تکل روان دی چې دغه چاره سر ته ورسیږي .
شېبر : قهرمان صېب! الیاس داعي هم له هلمند نه پراګ ته راغلی دی او د هلمند امنیتي وضعیت تعقیبوي؛ داعي صېب! تاسو خو د هلمند له نورو چارواکو سره هم خبرې کړي هغوی تاسو ته څه ویلي دي چې د هلمند ولایت د امنیت په برخه کې څه هڅې شوي دي؟
داعي : شېبر صېب! دغه اوس چې زما او ستا خبرې وې، د بولان په مربوطاتو کې چې د دریمې حوزې اړوند سیمه ده، هلته ډزې دي، هلته تقریبا یو ساعت دوه ساعته مخکې ښه توده جګړه وشوه؛ لکه څنګه چې قهرمان صېب یادونه وکړه، لاره بنده ده، چې دا خپله یو تهدید دی او وسلوال سرک ته څېرمه هغه سیمي او هغه خلک تهدیدوي چې هلته ملي امنیتي ځواکونه اوس او د لښکرګاه د امنیت په اړه اوس هم ځیني اندېښنې شته دي خو یو شمېر وکیلانو او چارواکو تېره ورځ په کابل کې د ولسمشر سره لیدلي دي او له هغو سره یې د هلمند د احتمالي سقوط مسئله شریکه کړې ده او ولسمشر هم د همکاری ډاډ ور کړی دی.
شېبر: داعي صېب! همدا خبره به له قهرمان صېب څخه و پوښتو؛ ولسمشر له تاسو سره څه ژمنې وکړې؟
قهرمان: د هلمند یو شمېر استازو، مخورو او خپله جناب والي صېب هم وو او هلته د هلمند اوبو اړوند یو پروګرام موجود وو چې باید پرې بحث شوی وای، د دې بحث په څنګ کې د هلمند خلکو له ولسمشر څخه ځانګړې غوښتنه وکړه چې مږ د هلمند د امنیتي وضعیت په هکله هم خپلې غوښتې درسره شریکوو، چې بیا ولسمشر د دوي ټولې ستونزې په غور سره واورېدې او په دې غونډه کې د امنیتي سکتورونو مسئولین، لکه د امنیت مرستیال، کورنیو چارو او د د دفاع وزیران هم ګډونوال ول او جمهور ریس له دوی نه جدي غوښتنه وکړه چې د هلمند د امنیت په اړه خپل کلک تصامیم ونیسئ؛ خپل امکانات په کار واچوي او که څه مو پکار وو ماته یې پیشنهاد کړئ؛ ځکه چې نور د هلمند اوسنۍ وضعیت نشم زغملاي، سمسدستي نوموړو ته دندې وسپارل شوې او سهار به په مرکز کې د امنیتي سکتورونو ټول مسئولین سره راټولیږي او موږ په هلمند کې هم پلانونه نیولي او د ټولۍ قومندان صېب هم را ورسېده او موږ به هم په دې اړوند سره غونډې او بحثونه ولرو او مرکز هم د پوره مرستې ډاډ راکړی؛ زه هیله مند یم چې کرار- کرار به له خیره سره پر مخ ځو او دغو امنیتي اندېښنو ته به تر یوه حده مثبت جواب ورکړو.
شېبر: داعي صېب! په روانه اونۍ کې رسنیو ځیني داسې خبرونه خپاره کړل چې له نادعلي او مارجې ولسوالیو څخه ځینې ځواکونه په شا کیږي او تاسو یو راپور هم پرې لره او د ځینو چارواکو په وینا مو رد کړې وه آیا دا حقیقت دی؟
داعي: بلې دا راپور د مرکز ځینو رسنیو خپور کړې وو او کله چې موږ دا مسئله د قول اردو له قومندان او خپله قهرمان صېب سره تعقیب کړه؛ هغوی دا مسئله رد کړه؛ اما قهرمان صېب که څه هم زموږ سره په بحث کې دی، په ضمن کې یې یو ډول تائید کړه او وېل یې چې دغسې نظریه موجوده وه او موږ هلې ځلې وکړې او مخه مو یې ونیوله؛ څنګه قهرمان صېب؟ دغسې یو شی وو! او تا په خپلو خبرو کې ور ته اشاره کړې وه!
قهرمان: ما تاسو ته په همغه ورځ باندې هم ووېل چې دا د دولت په سطح نه؛ د مشرتابه په سطح نه، ولې د قومندانانو په سطح د یوه اډیال په شکل کوم چا مطرح کړې وه، طبعا د قومندانانو ترمینځ ښکته او پورته خبرې او تصامیم رامینځته کیږي او غوښتل یې قوتونه د یوې سیمې څخه بلې سیمې ته ولېږدوي خو دلته موضوع غلطه تعبیر شوه؛ او داسې تعبیر شوه چې ګواکې له یادو ولسوالیو څخه امنیتي ځواکونه پر شا کیږي.
شېبر: آوازې وې چې د کوټې د شورا غړي موسی کلا او کجکي ولسوالیو ته راغلي؛ آیا تاسو دغه خبرې تائیدوئ؟
قهرمان: زما په ذهن کې د کوټې شورا په نامه هېڅ شی ځای نه لري؛ دغه صرف یوه خیالي دنیا ده او دا یوه زړه خبره ده، دغه جوړښت د ملا محمد عمر په وخت کې شتون درلود چې د هغه د مرګ وروسته متلاشی او دا کوم منظم رهبري ځواک نه دي ؛ د منظمې شورا شکل هم نه لري، لکه څنګه چې ما مخکې هم یادونه وکړه چې د افغانستان جګړه بهرنۍ جګړه ده او دا هم بهرنۍ آوازې وې چې دلته د کوټې شورا منتقل شوې ده، دا یوه ناممکنه خبره ده او چې دلته کوم موقعیت تثبیت شوی، د هرې ممکنه لارې مو له منځه وړی، دلته د دوي نام نهاده والي هم چې کله راشي د خپلو ملګرو او اطاقوالو څخه ټلیفونونه ټولوي او دوی حتي پر خپلو ملګرو هم بې باوره شوي دي، نو چې کله دومره ډار موجود وي؛ داسې جوړښت چېرته دا جرئت کوي چې دلته راشي او دلته دې رهبري وکړي .
داعي: که یوه لحظه د کوټې د شورا په نوم تشکیل هېر کړو؛ آیا د طالبانو د مشرانو تګ راتګ، چې ډېرې سیمې یې په ولکه کې دي، نه دی ډېر شوی؟
قهرمان: په بعضو اوقاتو کې دغه اشخاص، کوم چې تاسو یې د مشرانو تر نامه لاندې تعبیروئ، ولې به نه وي راغلي، په بعضو اوقاتو کې راځي؛ لکه چې څه موده وړاندې د دوی د مالي برخې مسئول راغلی وو او د خلکو څخه یې پیسې هم ټولې کړې؛ وروسته بیا په خپل مینځي خورد او بورد کې یې سره جنجال وکړو او بیا ور ته یو کمیسیون واستول شو چې دا منازعه حل کړي چې دا کار ډېر په چټکۍ سره تر سره سو او بېرته یې خپل افراد له ساحې څخه و اېستل، کېدای شې همدا خبره د خلکو تر غوږونو رسېدلې وي.
شېبر:
اوس را ګرځو د هلمند د پوهنتون استاد اېمل صېب ته؛ اېمل صېب! د افغانستان د پوهنې وزارت د احصایې له مخې، هلته 341 ښوونځي شتون لري؛ د پوهنتون څه حال دی؟
اېمل: دا وروستیو جګړو پر ولسونو باندې، پر معارف باندې، پر پوهنتون باندې او پر ټولو باندې یې یو ډول منفی اثر کړی او په څنګ کې یې که راشو د معارف نه یې راپیل کړو؛ دلته وروستي آمار دا دي چې دلته دوه لکه و لس زره، شپږ سوه او دوه تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او تر څنګ یې څلورسوه، دېرش ښوونځي فعال دي او دا د معارف د چارواکو له آنده دي؛ خو که سړی واقعیت وګوري له بده مرغه چې په ډېرو ځایونو کې ښوونځي تړلې دي او هلمند ولایت د افغانستان یو کلیدي ولایت دی چې دلته باید ډېری ښوونځي وي؛ له بده مرغه چې دلته جنګ دی او پر تعلیمي بهیر یې هم خپلې اغېزې کړي. خو بیا هم زموږ د ځوانانو، پوهنتون استادانو دا هیله ده چې که چېرې دلته معارف په پوره ډول سره غیر سیاسی شي او په دې کې دولت او مخالفین مداخله و نه کړي، کېداي شي چې په ډېرو سیمو کې مکتبونه بېرته خلاص شي او دا اوس هم هڅې روانې دي چې په هغه ډېرو سیمو کې، چې طالبان واک لري، مکتبونه خلاص شي او زده کوونکي بېرته خپلو مکتبو ته لاړ شي.
شېبر: استاد اېمل! لکه څنګه چې تاسو ووېل، د معارف د چارواکو په وینا، دلته ۴۳۰ ښوونځي دي او ما ووېل چې ۳۴۱ دي او دا ۳۴۱ د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس ما دغه خبره وکړه او هغوي ووېل چې دا ښوونځي یو ډول غیر فعاله دي، دلته اساسي موضوع دا ده چې کله نا کله ځیني چارواکي یو پروګرام لري چې هغه کوم کسان چې د خپلو سیمو څخه جلا شوي او لښکرګاه ته راغلي دي؛ هغوي ته د معارف موقت پروګرامونه جوړوي، موقتي ښوونځي ور ته فعالوي او یا په شخصي ډول د حکومت په مصارفو د دوي د معارف ستونزه حل کوي؛ په دې برخه کې څه هڅه شوې؟
اېمل: په دې برخه کې خو تر اوسه داسې څه نه دي شوي، دا نه دي لیدل شوي او کوم خلک چې له خپلو سیمو بېجایه شوي، د هغو لپاره له بده مرغه کوم کار نه دی شوی خو بیا هم تېر کال کې د معارف وزارت له لوري په لښکر ګاه ښار کې ځینې لیلیې جوړې شولې او هغو ځوانانو ته، چې په خپلو سیمو کې یې ور ته د تعلیم زمینه برابره نه وه، په دغو لیلیو کې ځای پرځای کېدل خو له دې پرته داسې بل کوم څه، چې یادونه یې وشي، نه دي ترسره شوې. که څه هم په دې وروستیو کې له ولسوالیو څخه ګڼ شمېر زده کونکي لښکرګاه ښار ته راغلي او هلته ور ته د تعلیم زمینه برابره نه وه او دلته هم ور ته کومه خاصه پاملرنه نه ده شوې، خو تر څنګ یې دلته ځینو پانګوالو بیا شخصي ښوونځي جوړې کړي او په شخصي لګښت یې د بې وزلو او یتیمانو لپاره یوڅه زمینه مساعده کړې ده؛ اما د حکومت له خوا ور ته خاصه پاملرنه نه ده شوې.
داعي: که نا امنی یوه اړخ ته پرېږدو؛ کله چې په 2011،2012 او 2010 کلونو کې، کله امن ډېر ښه وو، حتی سنګین او کجکي هم ګڼ شمېر ښوونځي درلودې، بیا هم پر معارف باندې نیوکې کېدې؛ استاد! د معارف ادارې په داخل کې عمده ستونزې، هره ورځ مقرري، پر یوه څوکۍ باندې د دوو نفرو مقرری دوه مکتوبونه؛ د جګړې په څنک کې دا وضعیت څومره معارف خرابوي؟
اېمل: زما په نظر نه یواځي په معارف کې بلکې په ټولو اورګانو کې اداري فساد، واسطې او روابط شتون لري. د هلمند معارف چې څومره کمزوری دی ډیری ستونزې یې د معارف وزارت او مرکزي حکومت مربوطې دي؛ معارف ریاست ته ډیر کسان په واسطو او رابطو باندې راځي؛ او داسې وخت هم راغلی چې د معارف ریاست معاونین د يوې میاشتې په جریان کې یو د بل پر سر 14 ځلې د مقررۍ مکتوبونه راوړي، دا هغه څه دي چې دلته کاري فرصت له منځه ځي؛ دلته اعتماد له منځه ځي او د معارف ریاست ټول چارواکي په دې لګیا دي چې یو پر بل باندې څنګه مکتوبونه راوړي، څنګه په معارف کې خپلې ګټې خوندي کړي خو شاید له دې نوي رهبري سره یو څه اصلاحات راشي، څه نا څه کارونه وشي؛ بله مهمه خبره دا ده چې په تېرو څورلسو کلونو کې د مرکزي حکومت او د معارف د رهبري له لوري د هلمند معارف ته توجه نه وه شوې چې حتي ښوونځیو ته کتابونه را انتقال کړي او ډیری زده کوونکو کتابونه نه درلودل؛ خو اوس فکر کوم چې دا مسئله هم تر یوه بریده حل شوې ده او کتابونه چاپ شوي دي او په کانتینرونو کې ځای پرځای شوي دي او چې کله دا لارې خلاصي شي شاید را ورسیږي او بله دا چې څه موده وړاندې د پوهنتون استادانو د معارف د پرمختګ په پار ځینې طرحې جوړې کړې وې او دا طرحې مو د ولایت مقام او معارف ریاست سره هم شریکې کړي دي.
داعي: استاد! اوس خو رئیس هم نوی راغلی دی، ښه اراده او طبعا یوه ښه برنامه هم لري؛ د پوهنتون په اړه که راته ووایې؛ تاسو په پوهنتون کې هم ډېر مشکلات درلودل او د پوهنتون ودانۍ نه وه او د نورو ادارو په ودانۍ کې اوسېدله، څنګه شو د ودانۍ مشکل مو؟ ځکه په پوهنتون کې هم نظر یو نه وو، یوې ډلې په یوې سیمې کې پر وانۍ ټینګار کاوه او بلې ډلې په بله سیمه کې، دا مشکل مو څنګه شو؟
اېمل: د پوهنتون ستونزې خو اساسي مسئله ده، زموږ پوهنتون د افغانستان د ملي پوهنتونو له ډلې څخه دی، د افغانستان د دېرشو ولایتونو محصلان دلته زده کړې کوي؛ تقریبا ۲۵۰۰ تنه محصلان لرو او څلور پوهنځۍ لرو، او لس کاله کیږي چې د هلمند پوهنتون د بڼسټ ډبره اېښودله شوې ده، موږ څلور نفره ډاکټر استادان لرو او دېرش تنه ماسټر استادان لرو، له دغه ټولو سره- سره د تضمین کیفیت په پروسې کې د وزارت په کچه ځانګړی ځای لرو، خو له بده مرغه بیا هم هلمند د خپل پوهنتون خاوند شوی نه دی او د معارف په ځینو کرایي او خیراتي اطاقونو کې تدریس کیږي، زمونږ هغه ستونزې پر خپل ځای پاتې دي او په تېرو وختونو کې (د ګلاب منګل) په وخت کې د پوهنتون لپاره له ښاره ډېره لرې سیمه، چې د جنګ لومړی کرښه ده او هلته تګ راتک ناشونی دی، انتخاب شوې وه او دلته په ښار کې چې د پوهنتون لپاره کومه ځمکه ځانګړې شوې ده موږ استادانو بار- بار وزارت او محلي حکومت ته پېشنهاد کړې ده خو بد بختانه چې دوی کوم اقدام نه دی کړی.
شېبر: د تلیفون پر کړښه صدیق (کارګر) صېب راسره دی.
کارګر: پوښتنه مې له قهرمان صېب نه دا ده چې له کله نه د امنیې قومندان صېب هلمند ته راغلی؛ دلته جنګونه تازه شول، قهرمان صېب! تا به وېل چې په افغانستان کې داسې خلک هم موجود دي چې د خپلې اساسنامې او مرامنامې پرته، قرآن هم نه مني؛ نو د دې خلکو مخه ولې نه نیول کیږي؟
شېبر: د بادغیس ولایت نه عبد الله مبازر صېب پر کرښه دی.
مبازر: قهرمان صېب مخکې په خپلو خبرو کې ووېل چې په هلمند کې جګړه داخلي جګړه نه ده بلکې خارجي اړخونه لري؛ ته کولای شې د طالبانو او مخالفینو په قطار کې یو خارجی شهید یا مړ، زخمی او یا ژوندی را وښیي؟ دی لګیا دی په رسنیو کې وایي چې دلته خارجیان دي او بله پوښتنه دا ده چې دی نه مني چې په هلمند کې د طالبانو رهبري شته؛ که رهبري نه وی نو دا څنګه چې هلته داخلي او خارجي قوتونو په شتون، د دومره هڅو سره-سره بیا هم دا جګړه مهار نه شوه؟
بل اورېدونکی: قهرمان صېب! د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ کې د ناصر پوسته له خلکو نه ډېرې پیسې اخلي، که یې نه منئ تاسو خپله زماسره راشئ که یې درنه دوه زره درې زره پیسې وا نه خیستې بیا زه درته ملامت یم؛ دا عمل خو د ولس او حکومت ترمینځ لوي واټن رامینځته کوي؛ د دغه راز کړنو مخنیوی ولي نه کیږي؟ شېبر صېب! ټولې ستونزې به هله حل شي چې حکومت د ولس زړه خپل کړي او ولس ورسره وي.
قهرمان: دغه اخیری ورور چې کومه پوښتنه وکړه زه هم ورسره ډېر هم نظری یم؛ زه څو ورځي مخکې له داکتر صېب اشرف غني سره کښېناستم او په دې اړه مو خبرې وکړې، زما ذهن هم پر دې جوړ دی چې د افغانستان مسئله تر ډېره په ټانګونو او توپونو نه حلیږي، دلته سالمې حکومتولۍ ته ضرورت دی؛ خلکو ته د مینې ورکول اړین دی، او د ټولو ستونزو حل په ښه حکومتولۍ کې نغښتې دی؛ او دا نظر مې داکټر صېب او د چارو ټولو مسئولینو ته ورکړی او خوشبختانه دوی هم په دې جد او جهد کې دي او اوس یې پر دې باندې عملا کار شروع کړی. زه دغه ټولې ستونزې تائیدوم او د دې ناکاره برخورد څخه خلک ناراضه دي او د دې برخورد له وجې پردیو ته ښه بستر هوار دی چې خلک په اساني سره دلته دغو بد بختیو ته دوام ورکړي او دغه ورور ته فقط دا وایم چې زه درسره موافق یم او تلاش او مبازره کوم چې دغه اصل ته په دې ټولنې کې د پای ټکۍ کښېږدم او کوشش کوو چې کار اهل کار ته وسپارو او دا فاصله به را کمه کړو او پردیو ته به یې ګرانه کړو چې زموږ په بد بختیو کې خپله خوشبختې ولټوي.
مبازر ورور ته وایم چې ته راشه، خدای حاضر کړه او سر په ګرېوان کې د ننه کړه؛ ته راشه د بارامچې د خلکو څخه پوښتنه وکړه او دا اوس د بارامچې خلک زما آواز اوري او راشه د ناوې او نادعلي پوښتنه وکړه او دوی ته قسم ورکړه چې آیا ستا په صفوفو کې نه دي لیدلي چې د دوي یو حرف پښتو او فارسي نه ده زده؟ ببرې ببرې څڼې! دا څوک دي؟ دې ته تاسو خارجي نه وایئ؟ ما درته ووېل چې د نړی ټولو خلکو د حکومتي او غیر حکومتي چوکاټونو په بڼې دلته لاس راغځولي دی؛ په دې کور کې نړیواله جګړه ده! او بله دی وایي چې دلته د طالبانو رهبري ځواک شتون لري؛ زه تاسو ته یو شی وایم چې له دوی نه چې ځان ته د رهبري شورا وایي، وپوښتی چې د افغانستان دا ۳۶۶ ولسوالۍ یا ۳۴ ولایتونه را ته تشرېح کړه او کېدای شي د دغه رهبري په ټول ځواک کې دغه استعداد شتون و نه لري، نو کله چې چاته خپل ولایتونه نه وي معلوم نو هغه دا دومره لویه ناروا جګړه پر دې ملت څنګه سازماندهي کولای شي؟ قربان مو شم! جګړه پردۍ ده او زموږ په ګرېوان کې پردیو لاس را اچولی دی؛ پردي دي چې زمونږ کورته یې جنګ راوړی دی.
هغه د بل ورو پوښتنه رانه هېره شوله….
داعي: قهرمان صېب! د هغه شکایت د پولیسو د یوې پوستې له قومندان نه وو چې په ګرشک کې موقعیت لري او د ناصر په نوم پوسته ده او له خلکو نه یې پیسې اخیستلې.. خو دې ته ورته زما یوه پوښتنه دا ده چې تاسو د وسلوالو په ډله کې د بهرنیو جنګیالیو یادونه کوئ او ټینګار هم پرې کوئ چې موجود دي، سمه ده؛ دا به یوې خواته پرېږدو؛ مګر که زموږ خپل افغانان، هلمندیان په خپله شنه دریشۍ کې خلک را ګرځوي؛ تلاشي کوي یې او بیا یې له جیبه پیسې اخلي؛ له تا، ما او دې ټولنه یې بیګانه کوي او وسلوالو ته یې رهبري کوي؛ دا ظلم نه دی؟ دغه سړی چې پیسې اخلي امکان نه لري همغه لحظه یو کار وکړئ، په یوه ټلیفون دغه مشکل نه حلیږي؟ دا مشکلات که داسې یو په بل پسې پاتې شي بیا خو ډېريږي.
قهرمان: په دې یوه خبره کې ټول راسره توافق وکړئ؛ په دې وطن کې جګړه ده! د جګړې په مینځ کې د دغو وسایلو مهارول دومره ساده او آسانه کار نه دی چې د اطلاع په اخیستلو سره دفعتا عمل وکړې، تاسو هغه چړې ته وګورئ چې اوس ۴۰ نفره پنجابیان په خشکاوه کې ناست دي؛ تاسو ورشئ د خشکاوې له خلکو پوښتنې وکړئ که نه وو بیا راشئ پزه مې پرې کړئ؛ هغو چاړه تېره کړې، چړې یې په لاس کې دي او غواړي چې د دې ملت پر غاړو باندې یې راکش کړي، دلته به تا ته دا مجال څنګه پیدا شي چې ته په دې خبرو پسې وګړځېږې، پر ټول ملت ږغ کوم چې که تاسو د جګړې په مهارولو کې راسره همږغي شئ؛ دغه نارواګی به زه ولې په پوسته کې دروم؟ دا سړی به په پوسته کې ولې دا موقع پیدا کړي چې د خلکو څخه پیسې واخلي؛ خو د دغه فرصت څخه استفاده کوي، چېرې چې جګړه او جنګ وي هره ناروا په اساني سره کیږي.
شېبر: قهرمان صېب! یوه اورېدونکي له بادغیس نه ووېل چې د جګړې په کرښو کې بهرنیان نشته او تاسو ووېل چې نه، بهرنیان شته؛ داعي صېب خو خبریال دی.. داعي صېب تاسو چې په هلمند کې کلونه – کلونه تېر کړل، څنګه دی په هلمند کې د جګړو په کرښو کې بهرنیان شته؟
داعي: تر اوسه خو حکومت موږ ته داسې د دې خلکو کوم څرګند تصویر نه دی ښودلی اما خلکو موږ ته دغسې کیسې کړي دي؛ ځینې نابلدې څېرې شته، د خلکو سره ډېرې خبرې هم نه کوي، د سیمې له وسلوالو څخه جلا اوسیږي او په شدت جنګ کوي؛ طبیعي ده چې دا خلک به وي خو حکومت تراوسه موږ ته داسې ښکاره ثبوت نه دی راکړی.
شېبر: په پیغام پاڼې کې عبد الولي احمدزي له هلمند ولایت نه لیکلي چې (چې زموږ په ولسوالي کې بهرنیان شته او په پښتو خبرې هم نشي کولاي) البته متآسفانه چې ده خپله ولسوالي نه ده یاده کړې او فرید اندړ لیکي چې په هلمند کې د هلکانو د اختطاف مسئله څنګه ده؟ داعي صېب په لنډو کې یې راته ووایه…
داعي: شته ځینې موارد شته اما ډېر زیات نه دي.
شېبر: حامد ستانکزی د لوګر د شاه مزار نه لیکي چې ( قهرمان صېب ولې په امنیت کې پاتې راغلی یې؟) او عبد الله خوګیاڼۍ لیکي چې هلمند کې بې پیلوټه الوتکې عملیات کوي او بیا هم جګړه نه ختمیږي؟ او عبد القیوم خان خادم بیا د هلمند امنیت ته اندېښنه څرګنده کړې؛ او محمد فهیم ادیب لیکي چې (قهرمان صېب ویلي وو چې که درې سوه مجهز کسان له ځانه سره ولرم په هلمند کې به امنیت راولم خو تر اوسه امنیت نه دی راغلی؛ آیا قهرمان صېب اوس هم پر خپلې ژمنې ولاړ دی؟) قهرمان صېب په لنډو کې یې راته ووایه …
قهرمان: زه له ټولو سره په دې موافق یم چې وایي جباره خبرې دې ډېرې کولې خو امنیت ولې نشې راوستلی؟ زه دوی ته په لنډو کې دا وایم، څومره چې ستاسو جنګ پېچلی دی، څومره مو چې جنګ نړیوال دی، څومره مو چې وطن پردیو ته مهم دی؛ څومره چې د پردیو ګټو ته ژمن او ولاړ انسانان پکښې دي، د ننه او بهر ټولو تکل کړی، ټول په مقابلې کې دي، له هغو قوتونو سره چې زه مخامخ یم، تاسو باور وکړئ چې دغه جګړې او توپ او ټانګ یو مقاومت دی او بلې خوا ته د دغه ملت په وړاندې څوک په سپينو کالو کې، څوک په برګو کالیو کې چې د دې ملت پرښارګونو پراته دي، د دوی اصلاح هم دومره اسانه کار نه دی، ولې زه تاسو هلمندیانو ته یو شی وایم چې مصمم یم، کلکه عقیده لرم، پر خپل خدای، پر خپل زړه او پر خپلې رښتینولۍ باندې باور لرم چې دا جګړه به مهاروو؛ دغو نارواګانو ته به د پای ټکی ږدو.
داعي: قهرمان صېب! د شفق پر دوهم عملیاتو باندې باندې نیوکي کیږي چې په پیل کې یې یو حرکت وکړ او اوس په ټپه ولاړ دی، علت یې څه دی؟
قهرمان: داعي ګله قربان دې شم، ځینې داسې موضوعات شته چې د مطبوعاتو له لارې نه مطرح کیږي؛ زه د خلکو د دغه تشویش سره ځان همږغی بولم، موږ باید ژر عمل تر سره کړو او د خلکو غوښتنه هم همدا ده؛ دغه نواقص مو درک کړي او پر اصلاح باندې یې کار کوو، غواړو چې څومره ژر ممکن وي هلمند ته دې سکون او آرامی راولو.
شېبر: په هلمند کې ډېر مهم، ډېر لرغوني ځایونه شته لکه د بوست کلا، د سلطان محمود ماڼۍ، د تنور کلا، د سپوږمۍ کلا، سروان کلا …. اېمل صېب! آیا دغه لرغونې سیمې په جګړې کې ځپل شوي که نه؟
اېمل :بوست کلا لښکر ګاه ته ډېره نژدې او تاریخي ځای دی او د ودانۍ جوړښت بیخي افسانوي دی، کله چې له نورو ځایونو څخه خلک ور ته راځي، سم متعجب شي، خو له بده مرغه د بوست کلا ورځ تر بلې د نړېدلو په حالت کې ده؛ او په دا تېرو ۱۵ کلونو کې یې د ترمیم هېڅ طرحه نه ده برابره شوې، په تېرو کلونو کې دا ۱۲ منزله اوس ۹ منزلو ته راغلې، ورځ تر بلې دا ودانۍ ړنګیږي او له خاورو څخه ډکیږي او له منځه ځي، له دې ودانۍ سره بې غوري روانه ده، که څه هم دغه موضوع د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په وار– وار شریکه شوې خو دوی تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.
داعي: استاد بښنه غواړم؛ دلته حکومت څه کمک کولای شي؟ که تاسو طرحه ورکړئ …
اېمل: بوست کلا شاوخوا دېوالونو جوړول او د امنیت ټیګښت او ورسره د دې کلا د حفاظت په خاطر مشخص کسان وګمارل شي، هغه کومې ودانۍ چې خرابې شوي، هغه دې ترمیم شي؛ مطمئن یم چې د بوست کلا به خپل ژوند وساتي، د بوست په داخل کې دې ځانګړي هوټلونه جوړ شي نو هلته به د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه لیدونکي او بهرنیان به راځي او د خپلو جوړېدو مصارف به خپله پوره کوي ورسره یوه څرګند عاید هم لاسته راځي.
شېبر: په نورو هېوادونو کې استادان خپلو محصلینو او زده کوونکو ته د تاریخي آثارو په باره کې ډېر معلومات ورکوي، کلونه وړاندې یوه عالم په خپل کتاب کې لیکلي وو چې کله مې د بوست کلا ولېده نو زه پوه شوم چې په افغانستان کې یم؛ ګوره د هغه خبره مې په یاد ده ولې د خپل استاد کومه خبره مې نه ده په یاد، چې د تاریخي ځایونو په اړوند وي؛ تاسو خپلو شاګردانو ته په دې اړوند څه معلومات ورکړي؟
اېمل: زه خپله د ادبیاتو ماسټري لرم اودغه څانګه مې مسلک ده، ما ډېرو محصلینو ته د تاریخي سېمو په اړوند مونوګرافونه او مقالې ورکړي دي او اوس مې دفتر کې د بوست کلا د اوسني وضعیت په اړوند مونوګراف لیکل شوی دی، که ور ته اړتیا وي تاسو ته به یې در واستوم.
شېبر: یوه جمله به له قهرمان صېب نه هم واورو؛ د هلمند د امنیت د ښه کېدو په اړوند څومره هیلې لرئ؟
قهرمان: موږ لکه څنګه چې آکسیجن ته ضرورت لرو، هغومره امنیت ته ضرورت لرو او دا د مرکزي حکومت، جمهور رئیس، د هلمند د ولایتي ادارې کومې وروستۍ هڅې چې وینم ډاډمن کیږم چې دغه راتلونکی کال به مو د سوکالۍ با امنه کال وي او په دې کال کې به وتوانیږو چې هلمند له دې مصیبت څخه خلاص کړو او سکون ته یې ورسوو.
بدلون اوونيزه/ دريم کال/شبږمه/ پرلپسي۱۱۰مهګڼه/يکشنبه/ جدي/۱۹/ ۱۳۹۵