افغانستان د تیرې سې شنبې په ورځ بیا د خونړیو پیښو میدان وګرځید او په درې مهمو ولایتونو کابل، کندهار او هلمند کې یی زیات و کم ۱۵۰ کسه د ویر په ټغر کېنول. بې له شکه چې دا دری واړه بریدونه د مکار دوښمن له خوا تر سره شوی ؤ، د دی جملی څخه د قندهار برید د افغانستان او د عربی نړی په تیره بیا د متحده عربی اماراتو په اړیکو ناوړه تاثیر لرلۍ شی. نن پدی لیکنه کې زه د قندهار برید او د هغیعوامل څیړم. ولې تر دې د مخه زه د عربي هیوادونو ښکېلتیا په افغاستان کې او په سیمیز سیاست کې د یو بدلون بحث کوم.
لکه څرنګه چې عربی نړی همیشه د افغانستان په جنګونو کې دخیله وه، او د روس په مقابل کې یی د افغان مجاهدینو سره بی حده زیاتی مرستی وکړی، همدارنګه په افغانستان کې د مدرسو جوړول، په کلو او بانډو کې د څاه ګانو په کنلو او نورو داسی زیاتو خیریه او نیمه خیریه کاروکېعربی نړی زیاتې مرستی کړې. عربی نړی په تیره بیا عربستان وروسته د دی چې د افغانستان جګړه د روس په مقابل کې د مجاهدینو په بری تمامه شوه، او مجاهدین واک ته د رسیدو لپاره په خپلمنځیجګړو اخته شول، د پاکستان سره یو ځای د طالبانو په نامه د پراخه ولسی حمایت څخه برخمن یو ځواک را منځته کړ، دی ځواک تر پنځو کالو پوری د اسلامی عمارت تر بیرغ لاندې پر افغانستان حکومت وکړ او بلاخره د امریکې او نړیوالو ځواکونو په راتګ سره افغانستان د یو دیموکراتیک نظام خاوند شو. دا پټه نده چې عربی نړۍ د پاکستان له لیاری د طالبانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړ، او په افغانستان کې یید طالبانو جګړه حمایه کوله. په تیرو پنځلسو کلونو کې د افغان دولت له لوری یوه څه ناکامه هڅې وشوی تر څو دوی دې ته قانع کړی چې د افغانستان د دوښمنانو پر ځای دافغانستان د خلکو سره مرسته وکړی. او د طالبانو پر ځای د افغان دولت لمنه راونیسی. د یادونی وړ ده، چې عربستان او پاکستان د امریکې سره یو ځای د سړې جګړې د ډګر پاخه ملګری دي، او عربستان د خپلو مالی مرستو له لیاری پر پاکستان باندیپراخه نفوذ لري.افغانان پردی پوهیږي چې عربیستان په سمیزو پیښو کې د پیسو د تمویل له لیاری په پراخه توګه ښکېل دئ، او که عربستان ته قناعت وړکړل شی نو د طالبانو تحریک به تر ډیره بریده د مالی ګواښونو سره مخ شی او دا کار به پر پاکستان هم ډیر فشار راوړی تر څو د طالبانو د حمایت څخه لاس واخلی.د افغانانو دا هڅی تل روانی وی خو چې کله محمد اشرف غنی واک ته رسیږی، ده غوښتل چې د افغانستان د پرمختګ لپاره خپله ونډه په ښه توګه اداء کړي، اشرف غنی پدې پوهیده چې پرته د امنیت څخه هر څه ناشونې دي، همدا لامل ؤ، لومړۍ یی د پاکستان سره د اړیکو په ښه کولو ټينګار وکړو. خو چې کله د پاکستان لخوا مایوسه شو، نو هند ته یی مخه وکړه او هندوان چې د دې ګړۍ په انتظار ناست ؤ،ور ته تود هرکلۍ وکړ.ولسمشر محمد اشرف غنيد سیمیزواړیکو یو ستر کمپاین شروع کړ، چې دی کې یو مهم اقدام د عربی هیوادونو سره ښې اړیکې جوړول ؤ. تر څو عربی نړی دی ته اماده کړی، چې د افغانستان د دولت لاس ونیسی، او د پاکستان او د هغوي د لاری د طالبانو سره مرستی کمی او یا هم ور څخه لاس واخلی، ولسمشر په خپلو دی کوششونو کې تر ډیره بریده بریالی شو، او په دې وروستیو کې د افغانستان سره د عربی نړی مرستی د پخوا نه یوه اندازه زیاتی شوی دي.
همدارنګه ولسمشر محمد اشرف غنی د دی کوششونو پر اساس وکولائ شول چې په سیمه کې ښه خارجی سیاست ولوبوی او د سیمیزو هیوادونو لکه هند، ایران، او یو شمیر منځنی اسیا هیوادونو سره هم ښی اړیکې جوړی کړی. ولسمشر غنی د هند د صدراعظم نریندرا مودی سره یو ځای په سیمیزه او بین المللی سطحه د پاکستان خلاف چې د تروریزم او په افغانستان کې د طالبانو په تمویل کې پراخه لاس لری، بې ساري کمپاین شروع کړ. په نتیجه کې پاکستان په سیمیز او بین المللی سطحه یواځی پاتی شو. پاکستان د بدیل د نلرلو په صورت کې د سړې جګړې د ډګر د ملګرو څخه لاس واخیست، او د چین او روسی سره یې یو نوئ باب پرانیسته. د یادونې وړ ده، چې روسیې د ډیره وخته غوښتل چې د امریکا خلاف یوه لوبه رامنځته کړي، او په افغانستان کې د ماتې غچ ور څخه واخلي. د روسانو د دی کوششونو لپاره پاکستان د طالبانو په شکل کې ښه حل لاره او پاکستان چې لویدیځې نړئ ته نورې سترګې هم نه لرلې او په سیمیزه توګه هم یواځې پاتې ؤ، د روسیی څخه ښه بدیل نشو پیدا کولائ.په خوا کې ور سره چین هم د امریکا موجودیت په افغانستان کې د خپل پرمختګ پر وړاندې خنډ بولي، دې دری واړه هیوادونو په نژدې ماضي کې د افغانستان او سیمې په اندیښنو د غور لپاره څو ناستې وکړې، او دا ناستې یی د دیپلوماتیک پرتوکول له مخې د داعش او په سیمه کې د بد امنیو تر نوم لاندې مذاکرات وبلل.
اوس راځو د کندهار برید ته:
که څه هم په افغانستان کې هره ورځ بې ګناه افغانان په ډیر بې دردانه شکل وژل کېږي او د تورو خاورو لاندې لیږدول کېږي. خو د کندهار د ولایت د مقام په ملمستون برید او په عین حال کې د پنځه عربی ډیپلوماتانو وژل د یوې خاصې طرحې له لیارې تر سره شویدي، د دې برید په نتیجه کې د افغانستان او د متحده عربی اماراتو د روابطو د خرابیدو امکان او په اینده کې د داسې ناستو او د افغانستان سره د عربی اماراتو په مرستو کې د خنډ رامنځته کولو سبب کېدای شي. د یادونې وړ ده، چې لومړۍ ځل د عربی هیوادونو دیپلوماتان یا وګړي په افغانستان کې په نښه کېږي او هغه هم په داسې حال کې چې پاکستان په سیمه کې د روسیې سره روابط ډیر خواږه شوي دي. او د سړې جګړې د دوستانو څخه یې یوه اندازه فاصله نیولې. د دې برید په نتیجه کې پاکستان وکولائ شول تر څو چین او روسې ته د پخوانیو ملګرو خلاف وفاداری ثابته کړي اود بله پلوه د جګړې یو نوئ باب پرانیزي.
ښاغلی میرحمزه واسع
د امریکا د کنیکتیکت د پوهنتون د مالی خطراتو د مدیریت په څانګه کې د ماسترۍ دورې محصل دی.