مولوي رحمت الله اندړ

سوال؛

پیام شما به مردم جهان وغیر مسلمانانی که دین مبارک اسلام را خواستګاه و بستر افکار افراطی میدانند چیست؟ به عنوان یک مسلمان و پیرو دین اسلام در باره افراط ګرایی و تروریزم به جهانیانی چه پیامی دارید؟”

ځواب؛

«دا پورته پوښتنه د [مرکز بین المللی مطالعات ستراتیژیک] له خوا مطرح شوې وه، چې ګواکې ښه ځواب‌ویوونکي لیکوال ته به د یوې لویې غونډې په ترڅ کې ډالۍ هم ورکول کېږي؛ نو بیا ما دا لاندې ځواب ورته لیکلی او ورلېږلی و، ډېر وخت وشو چې نه مې ډالۍ ولیده او نه مې کومه غونډه، اوس یې په سرخط کې ولولئ.»

یوازې اسلام نه بلکې ټول اسماني ادیان د بشریت د لارښوونې او نجات له‌پاره راغلي دي، ټول ادیان په تېره بيا اسلام، انسان ته له نورو انسانانو سره د تعامل او ګډ ژوند لارې چارې ورښوولې دي، د انسانیت د بقا او تضمین له‌پاره یې کار کړی دی، ځکه په اسلامي شریعت کې د هر انسان مال او ځان خوندي دی، زموږ په سپېڅلي کتاب قران‌کریم کې، الله تعالی خپلو بندګانو ته داسې لارښوونه کړې ده؛

«مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا» [المائدة/۲۲]

ژباړه؛ هر چا چې یو انسان د وینې له بدلې [پرته] یا په ځمکه کې له فساد خپرولو پرته [په ناحقه] وواژه؛ نو ګواکې ټول خلک يې وژلي دي او هر څوک چې یو انسان وژغوري، ګواکې ټول انسانان يې ژغورلي دي.

له دې ایت کریمه څرګنده مالومېږي چې په اسلام کې یوازې د مسلمانانو ژوند نه، بلکې د مطلق انسان ژوند، که کافر وي که مسلمان وي ارزښت لري، د مطلق انسان ژغورنه د انسانیت ژغورنه بلل شوې ده، داسې دین به څنګه د افراطي افکارو بستر و بلل شي چې د مطلق انسان د نجات او ژغورنې لارې چارې لټوي او خپلو پیروانو ته د انسانیت ژغورنې توصیه کوي او له نورو انسانانو سره یې مرستې ته را بولي، ان تر دې چې په اسلام کې د اخلاقو، ټولنیزو احکامو او نبوي ارشاداتو یوه لویه موخه انسانیت او بشرپالنه ده.

د مشرانو احترام او درنښت، د ګاونډيانو حقوق، په ماشومانو باندې شفقت… هغه انساني اخلاق دي چې اسلام موږ ته را ښوولي دي، بلکې تر دې لا هم زیات، پر حیواناتو او څارویو باندې ترحم هم اسلامي اخلاق بلل کېږي، یو ځل بیا باید ووایم، داسې دین چې هلته د انسانانو حقوق څه چې د حیواناتو حقوق هم خوندي وي، په افراطیت او ترهګري یې تورنول او متهمول له انصافه لېرې خبره ده.

د قران‌کریم ټول ایاتونه په مستقیم او نامستقیم ډول د سولې پر لارښوونو ولاړ دي،

د قران‌کریم ټول ایاتونه «۶۲۳۶» دي، په دې ټوله مجموعه کې په ډېره مشکله «۴۰» ایاتونه د جګړې اړوند موندلای شو، په دقیق ډول ویلای شو چې د قران‌کریم د نورو ایاتونو په نسبت د جګړې ایاتونه یوازې صفر اعشاریه شپږ سلنه دي(۰،۶٪).

مولانا وحیدالدین خان وایي؛ «حقیقت دا دی چې په اسلام کې امن او سوله‌ییز ژوند د عمومیت (rule) حیثیت لري او جګړه او جګړه‌يیز حالت یوازې استثنا (exception) دی. د اسلام ټولې لارښوونې او د سپېڅلي پیغمبر صلی‌الله‌عليه‌وسلم عملي ژوند د دې خبرې پوره تايید کوي.»

د نمونې په ډول یې وایم؛

الله تعالی خپل استازي ته فرمایي؛ «وما ارسلناک الا رحمة للعالمین» ته مې یوازې د مخلوقاتو له‌پاره رحمت لېږلی یې!

رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي؛ «انما بعثت رحمة» زه رحمت را لېږل شوی یم!

بلې خوا ته په ټول قران‌کریم کې د رحمت کلمه او مشتقات یې تقریباً «۲۰۰» ځله تکرار شوي دي او په مقابل کې یې د غضب، قهر او لعنت کلمې تقریباً «۱۷» ځایه تکرار شوي دي چې نسبت یې تر شل سلنه هم کم دی.

د دین اصلي روح په نرمه رویه، رحمت، عاطفه او عدم تشدد بنا ده، جګړه استثنایي حالت دی، ځکه الله تعالی خپل استازي ته فرمایلي دي چې ته مې د مخلوقاتو له‌پاره رحمت لېږلی یې، البته جګړه په انساني ټولنه کې وروستی اپشن دی او د اړتیا پر وخت پېښېږي.

په عربي ژبه کې یوه مقوله ده «الحق ما شهد به الاعداء» حق او حقیقت هغه دی چې ستا دښمنان ورباندې اعتراف وکړي، بناءً د هغه چا له خولې یې واورئ چې نه ستا دین مني او نه ستا پر پیغمبر باندې ایمان لري؛

روسي ادیب (Leo Tolstoy) د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په اړه ویلي دي؛

«د محمد له‌پاره دا ویاړ بسنه کوي چې یوه ذلیله او خونړۍ ټولنه یې د بد کرداره شیطانانو له منګولو خلاصه کړه او په همدې ټولنه کې یې ترقي او پرمختګ ته لاره هواره کړه.»

انګلېسی فیلسوف (Bernard Shaw) د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په اړه وایي، چې «زه دې پایلې ته ورسېدم چې هغه د مسیحیت دوښمن نه دی، بلکې دا لازمه ده چې هغه د بشریت ناجي وبلل شي.»

(Mahatma Gandhi) وایي؛ «محمد د میلیونونو انسانانو زړونه ګټلي وو.»

د اسلام د ستر لارښود په اړه د غیرمسلمانانو وینا په دې ښکاره دلیل دی چې زموږ لارښود او زموږ دین د بشریت د نجات له‌پاره راغلي دي، یوې خونړۍ او پرېوتې ټولنې ته یې انسانیت ور زده کړی دی، د پرمختګ لارې چارې یې ورښوولي دي او بالاخره یې یوه ذلیله ټولنه د یو لوی مدنیت څښتنه کړې ده.

د اسلام د حقانیت او عدم تشدد له‌پاره دا ستر دلیل دی چې یوه عربي، بدوي او نالوستې ټولنه له یوه خونړي حالته د اسلام په مټ ایستل کېږي او د تمدن هغو لوړو څوکو ته رسېږي چې ټولې نړۍ ته د علم او پوهې په دې پراخ ډګر کې، داسې کدرونه وړاندې کوي چې کلونه وروسته یې هم ستاینه کېږي.

محمد بن موسی الخورازمي، ابن نفیس، ابن الهیثم، اصطخري، ابن بطوطه، ابن خلدون، ابن سینا، فارابي، یعقوب بن اسحاق الکندي، ابن رشد… د اسلامي ټولنې زېږنده، هغه علما دي چې د بشریت په تاریخ کې یې لاس ته راوړنې ستایل شوې دي او لا هم ستایل کېږي.

یو حقیقت باید روښانه کړم هغه دا چې که په زرګونو دلایل د اسلام د حقانیت او عدم تشدد په اړه وویل شي، تر هغه پورې چا ته د منلو وړ نه دي چې د مسلمانانو چارې له افراطیته نه وي وتلې او مسلمانانو له جګړې، انتحار او انفجاره لاس نه وي اخیستی.

ستونزه څه ده؟

ایا اسلام خپلو پیروانو ته په افراطیت امر کړی دی؟

نه، هیڅکله نه، ځکه دا خبره موږ ثابته کړه چې اسلام د رحمت، عاطفې، صله رحمي، ګډ ژوند او له نورو سره د ښه تعامل نوم دی.

ایا زموږ دین تحریف شوی دی؟

نه، هیڅکه نه، د نورو ادیانو اسماني کتابونه تحریف شوي دي، خو د قران‌کرم تحریف ممکن نه دی، ځکه چې ستر ذات یې له تحریفه د خوندیتوب ضمانت کړی دی او فرمایلي یې دي؛ «انا نحن نزلنا الذکر و انا له لحافظون» بې‌شکه موږ قران نازل کړی دی او موږ په خپله د دې ساتونکي یوو.

اصلي ستونزه دا ده چې د دین په تعبیر کې تېروتنې شوې دي، هر عالم له خپل وخت او چاپېریال سره سم تعبیر کړی دی، د یوه دیني نص ګڼ تعبیرونه شته دي، متاسفانه، ځینې دیني نصوص داسې تعبیر شوي دي چې افراطیت پکې له ورایه ښکاري او همدغه افراطي تعبیر د دیني افراطي تقدس له امله دین پېژندل شوی دی، دا چې ټول خلک دین‌پوهان نه دي، په تېره بيا غیرمسلمانان، د دین او دیني تعبیر تر منځ تفکیک نه‌شي کولای؛ نو همدا لامل دی چې دین په افراطیت تورنوي، خو د دین غلط تعبیر باید هیڅکله دین و نه شمېرل شي، د دیني نصوصو او تعبیرونو تر منځ یې باید تفکیک وشي.

یو لنډ مثال یې دا دی، که ستاسې په یاد وي د داعش ډلې یو لبنانی پیلوټ ژوندی په اور کې وسوځاوه او د دې له‌پاره یې د علامه ابن تيميه رحمه الله په قول استناد کړی و او په سلګونو داسې نورې پېښې…

په حقیقت کې د ابن تيميه رحمه الله قول، دین نه دی، بلکې د دین تعبیر او تفسیر دی، ستونزه هغه وخت اوج ته رسېږي چې نالوستي د دین او دیني تعبیر تر منځ په تفکیک پوه نه‌شي او هر دیني تعبیر ته دین ووایي، د ژوند او مرګ په مساله کې د دین پر ځای په دیني تعبیرونو استدلال وکړي.

ستونزه به هغه وخت حل مومي چې په اسلامي ټولنو کې د دیني پوهې کچه لوړه شي، د دین او دیني تعبیر تر منځ تفکیک وشي، له وخت سره سم دیني نصوص تعبیر شي.

دویمه حل‌لاره دا ده چې د اسلامي نړۍ په کچه دیني تعبیرونه ریفورم شي، له دیني تعبیرونو څخه هغه خشین تعبیرونه لېرې شي چې مسلمانان یې افراطیت ته ټېل وهلې دي، ځکه دا مساله یوازې په یوه اسلامي هیواد پورې اړه نه لري، ټول اسلامي هېوادونه له دې بدختي سره لاس و ګرېوان دي.

دا ليکنه په #سرخط ورځپاڼه کې هم خپره شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *