زباړه: حسیب نورمل

منبع: د مردمان له سایټ نه

ډیری خلک فکر کوي چې په ژوند کې نېکمرغي بهرنی عوامل لري، دوی پدې اند دي چې پیسې، کار، شهرت، روغتیا او داسې نور انسان نېکمرغه کوي خو په حقیقت داسې نه ده هرڅوک چې دا فکر کوي هغوی تېروتنه کوي.

که په اوسني حالت کې خوشاله او خوښ نه وی که ټولو موخو او هیلو ته مو ورسیږي بیا هم نشی خوشاله کېدای دلیل دا دی چې تاسو په نارضیت عادت شوی یی، ددې پرځای چې خپله نېکمرغي او خوښي مو وځنډوی د ژوند له هرې شېبې نه مو خوند واخلئ، نېکمرغي مو په شتمنۍ او روغتیا پورې اړوند نه ده په نړۍ کې هېڅ کومه لاسته راوړنه مو نشي نېکمرغه کولای او هېڅوک نشي کولای چې د ژوند له خوندونو او نېکمرغیو نه مو بې برخې کړي مګر تاسو خپله یاست چې ځان مو له نېکمرغیو لرې کړی یعنې د ژوند د ښو او بد مسولیت ستاسو په غاړه دی، که غواړئ چې په ژوند کې خوشاله او نېکمرغه و اوسئ نو له شکایت نه لاس واخلئ څه چې لری له هغه خوند واخلئ، ددې پرځای چې د ژوند اغزي وشمېری ښه دا ده چې ګلان یې وشمېرئ.

په یاد ولرئ چې نېکمرغي ستاسو په وجود کې ده او ستاسو له وجود نه سرچینه اخلي، هېڅ بهرني عامل نه لري هر انسان ددې وړ دی چې نېکمرغه ژوند وکړي.

 (د ژوند له شېبې شېبې نه مو خوند واخلئ د ښې او بدې قضاوت یې مه کوئ یوازې خوند ترې واخلئ، د خپلو شتو قدر مو وکړئ دا فکر مه کوئ چې کم دي یا زیات او تل مثبت فکر وکړئ.)

پدې باور ولرئ که له نن ورځې نه خوند وانخلئ له سبا یې نشئ اخیستلای که غواړئ چې سبا خوشاله و اوسئ باید نن هم خوشاله و اوسئ. له ژوند نه خوند اخیستل کوم جادو نه دی بلکې یو هنر دی، ډیر خلک دا هنر نه لري، دوی دې ته په انتظار دي چې یو ښه کور، موټر او یوڅه پیسې پیدا کړي نو بیا به هغه وخت له ژوند نه خوند واخلي په همدې خیال یې  ټول ژوند په انتظار تېر شي بلاخره یوه ورځ مري پرته له دې چې له ژوند نه خوند واخلي.

هر څوک او په هرځای کې چې یاست که موقعیت مو هرڅومره بد هم وي بیا هم خوشاله و اوسئ ځکه خوښي او نېکمرغي بهرني عوامل نه لري، نېکمرغي ستاسو له خپل وجود نه ده که په ریښتیا غواړئ چې نېکمرغه شئ نو نېکمرغه کېدای شئ.

ستونزه دا ده چې ډېر خلک پر داسې شیانو تمرکز کوئ ددې پرځای چې نېکمرغه او خوښ یې کړي خفه او بدمرغه کوي یې، نو ښه دا ده چې پردې تمرکز وکړئ چې څنګه کولای شئ چې د ژوند له هرې شېبې نه خوند واخلی که تل پردې تمرکز او فکر وکړئ نو پدې باور ولر ئ که هرځای لاړ شئ نو هغه ځای به درته جنت وي.

یوه مشهوره وینا ده وايي:

(هوښیار تل په جنت کې وي که دوزخ ته ولیږل شي نو دوزخ هم په جنت بدلوي.)

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *