تاند- د سولې عالی شورا د خپل یوه سلاکار عبدالحکیم مجاهد وروستۍ څرګندونې له دې شورا سره بې ارتباطه وبللې.
د سولې عالی شورا نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې شورا د سلاکار عبدالحکیم مجاهد د جدې د درویشتمې نېټې څرګندونې، چې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت په یوه غونډه کې یې کړې وې، د ښاغلي مجاهد شخصي دریځ ښيي او نوموړي د دغه انستیتیوت په غونډه کې د سولې د عالي شورا د استازي په توګه ګډون نه و کړی.
مجاهد طالبان د سولې فرشتې بللي و خو وروسته یې وویل چې دا د سولې د شورا د پخواني وژل شوي مشر برهان الدین رباني نقل قول و.
ارګ هم پرون /شنبه/ د ښاغلي مجاهد د څرګندونو په وړاندې نسبتاً تونده اعلامیه خپره کړه، ویې ویل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ دا موضوع په جدي ډول څېړي او قانوني اقدامات کوي.
د سولې شورا وايي چې د دې ډول څرګندونو په وړاندې هیڅ راز مسوولیت نه لري خو باور لري چې اوس تر بل هروخت یووالي ته اړتیا ده ځکه چې د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو د افغانانو د یووالي د له منځه وړلو لپاره ملاوې تړلي دي.
داچې ټالیبان څوک ول او څه یی وکړل ، بیله خبره ده اما وژل شوي رباني خو رښتیا هم ویلي و چې د ټالیبانو جنبش یو خودجوشه حرکت دی ، د هغوی په ګټه به یی تبلیغات کول ، پیسې به یی ورلیږلی ، د حکمتیار پرضد به یی ملاتړ کاوو ، ترڅو چې میدان ښار ، ګلباغ، ریشخورو او چهار آسیا پورې راورسیدل . مسعود خو میدان ښار ته هم ورغی ، خپله توپانچه یی هم ملا بورجان ته د تحفې په ډول ورکړه ، کله چې بیا د رباني رژیم ته خطر پیدا شو نو بیا د خیرخانې د رژیم سیاست 180 درجی د ټالیبانو په مقابل کې تغییر وکړ.
if you listen to abdulhakm mujaheed speech,he talking about history,17 years ago, he talked about ahmadshah Masood,this way
nizar shura become angry on abdulhakim mujaheed,
many former talibs are with afghan government,must keep them safe and secure,they are with government,
mujaheed say some thing true/
you can listen to video in afghan geran oline by gulmarjaan sahib,thank you