تاند- په پاکستان کې یوې تازه څېړنې ثابته کړه چې افغان مهاجر تر هغه څه چې پاکستاني چارواکي وايي، په جرمونو کې خورا لږ لاس لري.
پاکستاني ورځپاڼو نن /یکشنبه/ د دغه هیواد د چارواکو په قول وویل چې له ۲۰۱۴ څخه د ۲۰۱۶ د سپټمبر تر دېرشمې پوري د جرمونو ټولټال ۱۱۶۸۵ دوسیې ثبت شوي دي چې د هغو له منځه ۱۰۵۴۹ محکمو ته وړاندې شوي او یوازې ۱۳۴ قضیې له افغانانو سره تړلې وې.
د دې څېړنې پر اساس ۱۳۴ دوسیې د ټولو (۱۰۵۴۹) په سلو کې یو اعشاریه ۲۷ کېږي.
ډان ورځپاڼه د خیبر پښتونخوا ایالت د څارنوالۍ او پولیسو له دفترونو څخه د ترلاسه کړیو اسنادو پر اساس وايي چې د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې ناسمې دي چې وايي افغان مهاجر په جرمونوکې زیات ککړ دي.
ورځپاڼه وايي، له اسنادو څرګندېږي چې په دغو دوسیو کې ۲۳۰۰۷ تنه تورن شوي چې د هغو له منځه ۳۰۰ تنه افغان کډوال دي چې د ټولو تورن شویو کسانو په سلو کې ۱ اعشاریه ۳ کېږي.
ځینو پاکستاني سیاستوالو، په تېره بیا د تحریک انصاف ګوند مشرانو په ځلونو ویلي چې افغان کډوال په پاکستان کې د جرمونو د زیاتېدو سبب شوي دي.