ناکره | کره | ناکره | کره | |
نمر | لمر | کنړ | کونړ | |
زر | ژر | کندز | کندوز | |
زامه | ژامه | کلتور | کولتور | |
ګمان | ګومان | ارګان | اورګان | |
دکان | دوکان | ګله | ګېله | |
لائق | لایق | ریالست | ریالېست | |
آفسر | افسر | آزادي | ازادي | |
آواز | اواز | ارګون | اورګون | |
آژانس | اژانس | خرما | خورما | |
آسان | اسان | آرام | ارام | |
اریانا | آریانا | آلو | الو | |
اریا | آریا | آرمان | ارمان | |
ار | آر | آدم | ادم | |
اس | آس | آسیا | اسیا | |
سګمه | سږمه | آسمان | اسمان | |
په لیکدود کې ژبني اړخونه تر پام لاندې نیول کېږي. کله، چې وایو، کره یا معیاري پښتو لیکدود یا لیکلار، نو مانا دا، چې له کره پښتو استازیتوب او ښکارندویي وکولای شي.
د «گ» یادونه هم اړینه ده؛
«گ» له کړۍ (ګ) سره لیکل هم یو بې بنسټه او ناسم کار دی ځکه دا نښه یوازې د غبرګژبیزو اوازونو (ټ، ډ، ړ، ڼ) تورو لپاره سمه ده، نه د نورو تورو لپاره.
د نورو پر تمه اوسئ!
محمداکبر حقمل معینزی