محمد ابراهیم سپېڅلی

محمد ابراهیم سپېڅلی –

«  ولسمشرپه دې پېښه سخته خواشیني وښوده، په پېښه کي شهیدانو ته جنت فردوس، ټپیانو ته عاجله شفاء غواړي اود پيښي د څیړني په موخه يې لوړپوړي پلاوی سیمي ته لیږلی، ترڅو پيښه په دقت وڅړي. »

له هغه وخته، چي په هیواد کي پردې جګړه شروع سوې او د دې جګړې په ترڅ کي له یوې اوبلي خوا د افغانانو په کورونو کي د غم ټغر خپورسوی دی، نو ورسره سم د ارګ څخه د تکراري، بې مانا او ان په کلیشه يي اعلامیو کي یوازي پورته سولیدلي الفاظ تکراريږي.

په تیره یوه نیمه لسیزه کي مو ورته په سلهاوو اعلامیې له مطبوعاتو اوریدلي، خو افسوس !! ګټه او دقیقه پایله يې تراوسه نه ده څرګنده سوې.

ولسمشر، کابینه، ولسي جرګه، مشرانو جرګه، سلاکار وزیران، والیان، قومندانان او ان په ولایتونو کي سیکټوري رييسان د  پردۍ جګړې په اورکي د سوځول سوي ملت د خدمت(!) په پلمه داسي بوخت دي، چي د افغانانو ږغ اوریدو ته هم وخت نه لري.

د هيواد په هره سیمه کي، چي خونړۍ پيښه سوې ده، یوازي تریوې اوونۍ ډیر وخت نه ده شاربل سوې، که شاربل سوې ده، نوداکار مطبوعاتو، مدني فعالانو، قلموالو او فیسبوکوالو کړی او په دولتي کچه یوازي یوڅو پاڼي په زړودوسیوکي ترهغه وخته ایښوول سوي دي، ترڅو چي بیا خدای مه کړه بله ورته پيښه رامنځته کیږي.

د پلاوي راتګ:  

لکه څنګه، چي د وخت د پاچا لخوا د خونړیو پيښو د غندني اعلامیه کلیشه يي وي، له سیمي څخه د باصلاحیته پلاوي لیدل او نتایج هم ورته مثال لري.

د کندهار د وروستۍ زړه بوږونکي پيښي هم دغه کیسه ده.

د دې پيښي په اړه ولسمشرماڼۍ (ارګ) د خواشینۍ په خپره کړې اعلامیه کي دغه چاودونه په کلکوټکو(!) غندلې اودملي امنیت د سلاکار په مشرۍ يې لوړ پوړی پلاوي، چي د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت غټ منسوبین هم ورسره ملګري وو کندهار ته راولیږل.

بیړني معلومات  

په کار وه، چي پلاوي د خبریالانو له یوې ډلي سره یوځای د چاودني له سیمي لیدنه کړې وای او بیا يې  د پيښي په ځای کي له رسنیو سره  معلومات شریک کړی وای!!خو داسي ونه وسول.

د ملي امنیت په چارو کي د ولسمشر سلاکار محمد حنیف اتمر، چي د راغلي پلاوي مشري يې کوله د یو څو ساعتونو په ترڅ کي د پيښي له ځایه لیدنه (؟) وکړه، په دغه پيښه کي دټپیانو پوښتني ته ورغلی، د مسؤلینو خبری يې واوریدې او بیا مازدیګر د پيښي له ځایه لس کیلو مټره لیري د (۲۰۵) اتل قول اردو قومندانۍ په یوه ارامه او توده خونه کي خبري ناستي ته وویل، « په دې برید کي داسی چاودېدونکي مواد کار سوي، چي بل وخت په هیواد کي نه دي کارول سوي، داپلان له هیواده دباندي طرحه سوي اوپه دې کي طالبان لاس لري. » اخره خبره يې داوه، چي ددې پيښي د ښه څيړني په موخه یوه بله تخنیکي ډله هم راځي، ترڅو د پيښي ژوره (!)څېړنه وکړي.

عام افغانان څه وايي؟  

اوږدو کورخرابو جګړو افغانان ډیرستړي کړي دي، داوخت افغانانو ته ترهرڅه لومړی سوله، د چارواکو همږغي، پر هیوادوالو زړه سوی، په رښتیا خدمت اود سرحدونو کنټرول اړین دی.

افغانان پوښتنه کوي، ترڅوبه د پولي له هغي غاړي په طرح سویو ناځوانمردانه پلانونو کي لکه د قربانۍ پسونه وژل کیږي؟

ترڅو به د افغانانو پر مېنه  هره اوونۍ هره میاشت او په کال کي څو ځله د غم ناتار جوړ وي؟

 ترڅو به ورور، د ورور وینو ته تږی وي؟

ولي به ترقیامته د پردۍ جګړې پيلوځي افغانان وي؟

 ولي، ولي او ولي به دلته د یوڅو لوی خیټو د خوشحالۍ لپاره ټول ملت له غمه کړیږ؟

څه باید وسی ؟

افغانان له زیاتو پوښتنو وروسته وايي، ترټولو ښه خبره داده، چي له هري زړه لړزونکي پيښي وروسته د رالیږل سویو لوړ پوړو چارواکو د سفر خرڅونو پرځای دي، دغه زیات لګښتونه په هیواد کي د خونړیو پيښو د شنډولو په لار کي ولګول سي.

که چیري یاد او په دولتي کچه یوزیات شمیر نور بیځایه لګښتونه د دغسي وژونکو طرحو پر شنډولو ولګیږي، نو که د هیواد په ګوټ ګوټ کي یومخ خونړۍ پيښي ونه دریږي، ګراف به يې خامخا راولویږي.

د دولت واکدارانو ته په کار ده، چي ددغه ډول خونړيو پيښود ګراف د راټیټولو لپاره دتشو کلیشه يي اعلامیو او د لوړ پوړيو پلاوي د لیږولو پرځای اخلاص، هوډ، همږغۍ او پیاوړي مدیریت ته په ټینګه ملا وتړي او په دې ډول ددښمن شوم پلانونه په نطفه کي شنډ کړي.

۱۴ – ۰۱ – ۲۰۱۷

کندهارښار، علامه حبیبي واټ

دغه کالم د سرخط ورځپاڼي په ۴۱۸ مه ګڼه کي هم خپور سوی دی

یادونه: نژدې یوه اوونۍ وړاندي د کندهار ولایت په میلسمتون کي یوې چاودني د کندهار د مرستیال والي عبدالعلي شمسي، د بهرنیو چارو رییس شاه احمدسعید او څلور عرب ډیپلوماټان نورترڅنګ نورلوړ پوړي کسان ووژل او د کندهار والي او د عرب متحده اماراتود سفیر په ګډون يې اتلس تنه نور ټپيان کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *