افغانستان د نړۍ د ټولو تریاکو په سلو کې ۹۰ تولیدوي. په افغانستان کې تر ټولو زیات کوکنار په هلمند کې کرل کېږي

لیکوال: هاشم وحدتیار

ژباړه:  مل پسرلی

افغانستان په نړیواله کچه د تریاکو په تولید کې لومړی مقام لري ځکه په دنیا کې ۹۰ فیصده استعمالیدونکي تریاک او هیروین د دې هیواد څخه صادریږي. په اوسنی وخت کې د تریاکو د کار و بار اندازه په نړیواله کچه د کاله تر ۶۸ میلیارډ ډالرو پوري ځان رسوی، په ۲۰۱۶ کال کې د نا امنیو د ډیرښت له کبله د تریاکو تولید هم ۴۳ فیصده زیات شوی دی، او د دې تر څنګ ۲.۹ میلیونه افغانان په یوه او بله طریقه د د غو مخدره توکیو په تولید کې ښکیل دي، چې د ټول نفوس تر ۱۲ سلنه هم زیاتیږي.

په ۲۰۱۴ کال کې چې کله ټاکنې وشوې او بیا وروسته یې د ملي یووالي حکومت جوړ شو نو داسي هیلی موجودې وې چې دغه اداره به د نشه یی توکیو او فساد سره کلکه مبارزه وکړي او د قانون د حاکمیت هڅه به وکړي، خو د ۲۰۱۶ کال د مخدره توکو تولید خورا زیات شو او هغه هیلې يې ټولې په اوبو لاهو کړې.

د تریاکو د کار و بار څخه درې میلیارډه ډالر په افغانستان کې پاته کیږي او طالبان د غیر قانونې نشه یي توکیو له تجارت او محصول څخه په کال کې ۴۰۰ میلیونه ډالره تر لاسه کوي چې لویه برخه یې په نا ارامو هلمند، کندهار او نیمروز ولایتونو کې په لاس ورځي. او دغه پیسې بیا په خپل وار د طالبانو پر جګړو چې اوس یې تر یوه لسیزه ډير وخت کیږي مصرفیږي.

د تریاکو د کښت او طالبانو اړیکې هغه مهال ته رسیږي چې دوي د افغانستان پراخه سیمه تر واک لاندي درلوده، په ۱۹۹۷ کې چې یواځي پاکستان او سعودي عربستان د دوي تحریک د حکومت په توګه په رسمیت ومانه او مرستې یې ورسره کولې، په هغه وخت کې پاته ټولې نړۍ د ولسواکۍ د مخنیوي، د ښځو او بشري حقونو څخه د ناوړه سرغړاوي او د القاعدې د کوربه توب په خاطر ورڅخه مخ اړولی و.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو مشر ملامحمد عمر د تریاکو پر کرلو بندیز ولګوی او ورسره سم په بې سارې توګه يې د کښت اندازه له ۸۲۰۰۰ هکتاره څخه ۷۶۰۰ هکتاره ته راکښته شوه، خو د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د تحریک د له منځه وړلو وروسته بزګرانو او د نشه یي توکیو کار وباریانو بیرته د تریاکو د کښت او تولید زیات کړ، په ۲۰۰۵ کال کې چې کله طالبانو بیرته خپله ډله منظموله نو یې د تریاکو تولیدونکي لا زیات وهڅول تر څو ددوي لپاره عایداتي سرچینه شي.

په اوس وخت کې د طالبانو شاوخوا ۴۰ فیصده مالي امکانات له تریاکو څخه تر لاسه کیږي، او د دې امکاناتو په وسیله دوي ته دا ځواک حاصل دي چې له افغان دولت او نړیوالو ځواکونو سره خپلې جګړې ته دوام ورکړي. د هلمند او کندهار په ولایتونو کې اکثره طالبانو د مخدره توکیو په تجارت بوخت دي چې د نظریاتي او مذهبي اړخ پر ځای تر ډیره یې په وسیله مادي ګټې تعقیبوي.

طالبان له بزګرانو څخه مالیه هم د خپلې خوښې مطابق ټولوي او دې ته نه ګوري چې په ځمکه یې څه کرلي دي. که چیري کوم دهقان وغواړي له تریاکو ماسیوا د بل شي کښت وکړي نو په ځواب کې طالبان ورڅخه دومره مالیه اخلي څومره چې د تریاکو له مزرعې څخه اخلي.

نه یواځي دا چې طالبان بزګران هڅوي تر څو تریاک وکري بلکه د هغوي لپاره د نورو غلو دانو کښت سختوي او حتی په مرګ یې تمامیږي، د مالیې په بدل کې طالبان د تریاکو د کښتونو څخه ساتنه کوي د هغو افغان او نړیوالو ځواکونو مخه نیسي چې دغه کروندې له منځه وړي او حتی په ځینو سیمو کې د تریاکو د کروند پر شاوخوا ماینونه خښوي تر څو د ورتګ مخه ونیول شي.

د دې ټولو سربیره د طالبانو مخکې مشر ملا اختر منصور مخکې تر دې چې د تحریک رهبري پر غاړه واخلي د بلوچستان ایالت د ګردي ځنګل په سیمه کې چې هلمند ته نژدې پرته ده، د نشه توکیو د تجارت د مارکیټ مشر و.

تریاک نه یواځي دا چې له مالي پلوه طالبان تقویه کوي بلکه قاچاقبران د طالبانو د کویټې په شورا کې د مهمو پریکړو کې هم نفوذ لري، او د طالبان د وژل شوی مشر ملامنصور په ټاکنه کې هم د ده د تریاکو تجارت رول درلود ځکه د طالبانو د قوماندانانو په منځ کې يې په وسیله وفاداره کسان پیدا کړي و.

د مخدره مواد د غیر قانونی تجارت د زیاتې ګټې له امله حتی د طالبانو ډلې په خپلو منځو کې له یو بل سره جګړې کوي تر څو د قاچاق د لارو کنترول تر لاسه کړی او مالیه ورڅخه واخلي، د طالبانو د بلې څانګې مشر ملامحمد رسول څو ځله ځکه د منصور له کسانو سره جګړې وکړې تر څو د تریاکو د قاچاق  او انتقال د لارو واک ورڅخه واخلي او دا چې د منصور له ټاکل کیدو سره یې مخالفت وکړ هم یو علت یې د دغو لارو پر شخړې وي.

په سیمه او په ځانګړې توګه د هلمند او کندهار په ولایتونو کې د طالبانو سره شریک قاچاقچیان ځمکه والو ته د تریاکو تخم ورکوي تر څو هغوي په خپلو ځمکو وکري همدارنګه دغه قاچاقبران بزګرانو ته نور وسایل، سره، او حتی نغدې پیسې وار د مخه ورکوي تر څو دوي د تریاکو کرلو ته وهڅوي.

د تریاکو تجارت نه یواځي په نظامي برخه کې د طالبانو ملا ټینګوي بلکه په سیاسي لحاظ هم د دوي لپاره ګټور دی ځکه د لویو چاقاقبرانو، بزرګرانو او هغه غریبو ځوانان چې د ورځې د څلور ډالرو په مقابل کې له مزرعې څخه تریاک ټولوي د دوي لوری نیسي.

طالبان د نشه یی توکیو د غیرقانوني کار و بار څخه دوه ډوله مالیه اخلي، د ځمکې مالیه او لاري مالیه، د ځمکې مالیه دتریاکو پر تولید اخلي او د لاري مالیه هغه یې د لیږد له کبله، د قاچاقبرو د کاروانونو د ساتنې په موخه طالبان پر امنیتي پوستو بریدونه کوي او قاچاقبر هم د دې تر څنګ چې طالبانو ته مالیه ورکوي دوي ته وسلې، موټر، موټرسیکلونه او سټلایټ ټلیفونونه اخلي، او پدې وروستیو کې د دغه قاچاقچیانو لپاره د پاکستان په بلوچستان کې د ټپي طالبانو د درملنې لپاره روغتون هم جوړ شوی دی.

دا چې د طالبانو او تریاکو تر منځ یو پر بل تکیه مخ پر زیاتیدو ده، په افغانستان کې باید د نشه یي توکيو پر وړاندي مبارزې ته تر بل هر وخت لومړیتوب ورکړل شي، که داسي ونه شي او د افغان حکومت او ناټو له لوري د تروریزم ضد جګړه کښی د نشه یی توکیو له منځه وړل لومړیتوب ونلری نو بغاوت به هم داسي دوام ولري.

د مقالې  انګلیسي متن 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *