خبریال: میرویس جلالزی –
په داسي حال کې چې روان زیږدیز کال لپاره افغانستان کې د وسله وال زورزیاتي د ډیریدو وړاندوینه کیږي؛ دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندي د زورزیاتي پیښي هم د هرې ورځي په تیریدو ډیریږي.
په یوه وروستۍ پیښه کې یو شمیر کسانو پر یوه پيغله نجلۍ جنسي تیری کړی او بیا یې هغه وژلي ده .
دغه حادثه د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي ده .
د یاد ولایت د پولیسو مشرتابه هم دا پیښه منلي ده .
د حفیظې په نامه د دې نجلۍ مور وايي، لور یي ماښام مهال څارویو ته د اوبو ورکولو لپاره غوجلې ته تللي وه خو کله چې دا له یوه ساعته نه پس ورپسې ورغله د هغې مړی یي ولید.
د هغې پر وینا چې پر لور یي جنسي تیری شوی وو او وروسته په همغه ځای کې ځاي پر ځای تیري کونکو وژلي وه.
نوموړې شک لري چې برید کونکي د یوه وسله وال زور واک خپلوان دي او دا به تر هغو په کرار نه شي چې د برید کونکو پر مړو یي اور نه وي بل کړی.
د فاریاب د پولیسو د قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش پیښه تاییدوي. یورش وايی دوي تر اوسه نه پوهیږي چې برید کونکي څوک دې لیکن دغه مظلومه پیغله تر جنسي تیري وروسته په خپل ټیکري زیندۍ کړای شوي ده.
د فاریاب د روغتیا ریاست چارواکي ډاکټر سمیر عنایت پره حفیظي د جنسي تیري خبر تاید کړی او وايي چې پر هغي په جبر تیری شوی دی.
ویل کیږي چې دا په روان هجري لمریز کال کې په فاریاب کې د ورته ۳۳ تر سره شویو پیښو له ډلي یوه هغه یې ده .
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون هم وړاندوینه کړي چې را روان کال به د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي له اړخه یو بل بد کال وي.
د دغه کمیسیون په وروستي راپور کې راغلي ول چې ″د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی اوتبیض لاهم روان دی، نه یواځې کم شوی نه دی، بلکې لا زیات شوی دی، موږ ډیرې بیلګې هم لرو، چې دا په ریښتیا سره د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او افغان دولت ته د اندیښنې وړ دی.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، نړیواله ټولنه او د ښځو چارو فعالیني په داسې حال کې د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي د زیاتوالي خبره کوي؛ چې ملګري ملتونه وایي، چې افغان حکومت نه دی توانیدلی، څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی دله منځه وړلو قانون په بشپړه توګه عملي کړي.
د دې قانون له مخې، چې دوه کاله مخکې نافذ شوی، د ښځو وهل ټکول، په زوره وادول، د ښځو خرڅول په بدو کې د ښځو او نجونو ورکول جرم دی او د دی پیښو عاملینو ته د سزا غوښتنه شوې ده.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندي د زور زیاتي وروستی انځور دتیر کال په وروستۍ میاشت (ډسامبر) کې د افغان هوایي ځواکونو نوموتي پخوانۍ پیلوټي نیلوفر رحماني نړیوالو ته بربنډ کړ.
هغې امریکا ته په رسیدو د دغه ملک له ولسمشر ډونالدترمپ څخه د سیاسي کډوالۍ د ورکولو غوښتنه وکړه.
د نیلوفر استدلال دا وو چې دا یوه له هغو افغان میرمنو ده چې د ملک دننه يي پر وړاندي ډول ډول زورزیاتي شته او دا له دغه ګواښونو او تاوتریخوالي امریکې ته کډوالۍ ته اړایستل شوی ده .