استاد اجمل ښکلی

که زه ووايم، چې لمر له ځمکې نه ګرځي، که ځمکه له لمر نه؟ نو په اسانه ويلىشو، چې ځمکه له لمر نه؛ خو که ووايم، انصاف څه دى؟ نو شل کسان به شل ځوابه راکړي، ځکه چي انصاف داسې مادي څيز نه دى، چې ټولو ته يو رنګه ښکاره شي.

ټولنيزو پوهنو او بېلابېلو فلسفي افکارو که خلکو ته يو مطلق فکر ونه کړ؛ نو دومره په دېخو يې پوه کړل، چې په ټولنيزو چارو کې مطلق امر اسانه نه دى، ځکه فردي تمايلات، تجربې، مشاهدې او شل نورې خبرې ورسره ملې وي.

وايي، چې د خبرې تر سموالي خبره مهمه ده، چې بايد وشي، ځکه خبرې اترې د ذهنونو په لارښوونه او د فرهنګ په وده کې مهم نقش لري؛ خو زموږ بحثونه عموما په ننداريو او ښکنځلو بدرګه کېږي.

کوم خلک چې په بحثونو کې شخصي عقدې ورګډوي، عامه ذهنيت مغشوشوي، ځکه چې عام خلک نه پوهېږي، چې حقيقتونه تيت و پرک خصوصيت لري او په يوه لاس کې ټول نه راغونډېږي. ژاک درېدا په ټولو هغو لويو روايتونو او ادعاوو کې نواقض بياموندل، چې د بشر د ښېرازۍ کلک ټټر يې واهه، چي په دې کې سوسياليزم هم و.

زموږ په بحثونو کې مخالف ته د دوښمن په سترګه کتل کېږي، چې بايد سپک او ورک شي، ځکه چې دى  د خپل حيثيت د بقا غم رااخيستى وي. فرويد د تشدد يو علت هغه ويره ګڼي، چې فرد يا قبيله يې د خپل ژوند د بقا په لار کې له بل فرد يا قبيلې نه احساسوي. زموږ په بحثونو کې د حيثيت د بقا ويره همدا ويره رايادوي.

پر ټول بحث باندې زموږ د تسلط هوس هم موږ بدو ردو او ښکنځلو ته هڅوي او دا بل علت دى، چې فرد يې د خپل واک د بقا لپاره کوي.

د تشدد دا دوه رواني علتونه د بحث خواوې تل افراطيت ته راکاږي او افراطيت هغه مهم داخلي علت دى، چې تراوسه ترې زموږ ټولنه رنځېږي.

افراطيت د واقعيت مسخه کولو ته وايي. له مذهب، تاريخ، ادب او نورو علومو  نه که ناسمه استفاده وشي، ټولنه افراطي کوي.

افراطيت د خط د دوو منتهاوو ترمنځ واقع وي، چې پوخلاينه يې ممکنه نه ښکاري او له دې نه ښکاري، چې په دوو منتهاوو کې راټول وګړي يو بل ته د پيوستون غېږي نه ورکوي، چې تر څو يې په سړه سينه د يو بل دلايل نه وي اورېدلي او د يو بل په خبرو کې يې حقايق نه وي ليدلي. که سړي ووايي، چې ټولې ښځې بدې دي او ښځې ووايي، چې يو سړى هم باوروړ نه دى؛ نو ګډ ټولنيز ژوند به هرومرو له ستونزو سره مخېږي او دا خبره له واقعيته لرې ده، چې ټولې ښځې بدې او يو سړى هم باوروړ نه دى.

زموږ د ټولنې اساسي ستونزه افراطيت دى. يو وخت د سوسياليزم په نامه داسې افراطيت وشو، چې له خلکو يې د ژوند هره ازادي واخيسته. د دې افراطيت ځواب په داسې مذهبي افراطيت ورکړ شو، چې تراوسه ترې خلاصېږو نه.

پر مذهبي افراطيت سربېره زموږ د قومي ټولنې بل ستونزه افراطي قومپالنه هم ده. يو وايي، چې زما قوم مهذب دى، بل وايي، نه زما قوم لرغونى او غيرتمن دى. د دې دواړو قومپرستيو کار د خپل قوم له خدمت سره نه، له ويشلو سره دى. دا قومپالنه ښايي ملتپال افراطيت ته هم ورلوړ شي. زه بايد د خپل هېوادپالنې د نمايش او د خپلې ملتپالنې لپاره نور هېوادونه او ملتونه سپک وګڼم او ښکنځلې او بدې ردې پسې ووايم؛ خو دا د خپلو ستونزو حل نه دى. له خپل هېواد يا ملت سره داسې رښتينې مينې پکار ده، چې له نورو سره تعصب ونه کړو.

د مذهبي افراطيت ځواب اوس په داسې افراطيت ورکول کېږي، چې خلک له يو بل نه زړه توري کوي او دا سړي ته هغه متل وريادوي، چې له باران نه پټېدم، ناوې لاندې مې شپه شوه.

زموږ کارپوهان، ليکوال، سياستپوهان او اهل نظر د يوه نه يوه افراطيت په ليکه کې ولاړ دي. يواځې خولې خوځوي او قلم چلوي؛ خو په دې ځان نه پوهوي، چې زما سطحي قضاوت څومره ذهنونه کاږه کړل.

د افراطي انسان د هر عقلي او نقلي استدلال تر شا د ده شخصي عقده او د عقدې تسکين پروت وي. جهان دې وران شي؛ خو د ده غلطه خبره دې ميره شي او په زړه کې په دې پوهېږي، چې زما خبره چورلټه نه ده سمه.

دواړه خواوې په بېلابېلو بڼو خپل مذهبي او ملي ارزښتونه مسخه کوي او له دې ټول بحث نه دا استنباط کولى شو، چې زموږ افراطيت صرف بڼه اړولې ده، نور همغسې په آب و تاب کې دى.


د استاد ښکلي نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *