لیکنه: عبدالکبیر صالحی –

سلفیت یا سلفي کیدنه په اسلامي ډلو کې تر ټولو راډیکالترینه ډله ده .په افغانستان کې له دوه ډوله سلفي غورځنګونو سره مخ کیږو، چې یو یې جهادي سلفیت دی او بل یې تبلیغي هغه.

هغه څه، چې دا دوه ډلې سره جلا کوي، هغه د دې ډلو طرز فکر دی.

د تبلیغي سلفیت لارویان اکثره پر دې کوښښ کوي، چې څنګه خپل ضد بدعتي افکار او نورې سلفي زده کړې پر مخ یوسي. دا ډله کوښښ کوي، چې له تشدد، جنګ او جدال څخه په تاکتیکي ډول ځان وساتي او د خپلې دعوې د انتشار لپاره له ټولنیزو رسنیو او عصري ټکنالورژۍ څخه کار واخلي او کوښښ کوي، چې خپله دعوه نړیواله ثابته کړي.

د تیلیغي سلفیت لارویان کوښښ کوي، چې له اجتماعي حساسیتونو ځان وساتي او د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره له تیوریکي بحثونو څخه کار اخلي او غواړې، چې، د نورو عقیدو او مذاهبو خاوندان له سولیزې لارې قانع کړي.

اما برعکس جهادي سلفیان بیا د تبلیغي سلفیانو دا لاره ښه نه ګڼي او غواړي چې د جنګ، تشدد او قتال له لارې خپله دعوه ثابته کړي.

نو د څیړنو له مخې ویلی شو، چې د جهادي سلفیت د ډلې د دې توندلاریتوب ریښه د سید قطب افراطي افکارو ته رسیږي. سید قطب په خپل کتاب (الجاهلیه الحدیثه) کې ویلي دي، چې د اوسني عصر جاهلیت د اسلام څخه د مخکې جاهلیت په پرتله ډیر دی.

د نوموړي په وینا په اوسني عصر کې، چې هر څه موجود دي، له عاداتو، عرف، فرهنګ، ادبیاتو ، قوانینو او مقررارتو نیولې تر اسلامي اموراتو پورې ټول د همدې جاهلیت زیږنده دي او ددې جاهلیت اصلي سبب یې دا ښودلی، چې پر ځمکه الهي احکام نه پلي کیږي، او د الهي احکامو پر ځای عصري جاهلیت خلکو ته دا اجازه ورکړې، چې د خپلې خوښې حکومتونه رامنځته کړي او د الهي نظام پر وړاندې یې د چلینچ په توګه واقع کړي. نو ددې لپاره نوموړي له مسلمانانو غوښتي، چې اسلحه را واخلي او ددې پدیدي پر وړاندې نړیوال جهاد وکړي.

2 thoughts on “حنفیت ومومئ/  ژباړه: نصیر غورځنګ”
  1. زموږ په ټولنه کی د جهاد په دور کی د کمکونو تر نامه لاندی ډیر نور لاسونه را اوږده شول چه یو یی هم دغه د سلفیت تر نامه لاندی د احنافو مقابله ده چه زموږ خالی الذهن ځوانان او اطفال د معاش او کمکونو تر منت لاندی مقابلی او غیر ضروری کشمکش ته ټیل وهل کیږی هغه هم د احادیثو تر نامه او حیثیت لاندی .
    دغه ښکار شوی ادعا لری چه موږ باید مستقیما احادیثو نه استفاده وکړو او دی مذاهبو ته ضرورت نشته حال دا چی دا مذاهب په خیرالقرون کی د سهولت لپاره د معتبرو مراجعو او نصوصو په رڼا کی رامنځته شوی چه د مذاهب اربعه امامان په خپل عصر کی تر نورو زیات معتبر احادیث پیژندل او لازمی دقت او تقوی کی یی عالمی شهرت درلود او علمی معتبرو مراکزو له خوا منل شوی
    بل دا چه د خیرالقرون دین پوهنه ،تقوی ، د اسلام تعلیمی او تربیتی سرچینی ته نږدیوالی ته ټول معترف دی،دوی دا لیسانس ،ماستری او دکتورا په مذاهبو کی غیر ضروری بولی او هر مسلمان باید د احادیثو متخصص او مجتهد وی چه عملا دا کار نه امکان لری او نه فرض عین دی بلکه فرض کفایی بلل شوی
    نو لازمه دا ده چه زموږ علما د احنافو قوی دلایل او ترجیهات په اختلافی مسایلو کی واضح او پښتو او فارسی کی ملت ته وړاندی کړی تر څو زموږ کرایی اجیران تشویش ایجاد نشی کړای.

  2. I like mild islam under afghani calture ,EXACTLY ALL LEADERS OF FUNDAMENTALST GROUPS ARE INTELLEGENT OF DEFERENT SECRET SERVICE,THEY ARE TERORIST,
    PROBLEM IS THAT OUR PEOPLES ARE POOR FROM KNOWLEGS,IF WE LOOK TO THE THIRD WORD COUNTRY
    ALL THIS GROUPS DESTROID THE BUILDING AND KILLING
    THE PUBLIC,THEY ARE NOT IN UNITED IDEA,
    TODAY IS MORE THEN 21 GROUPS ARE IN ISLAMIC WORLD/
    THEY ARE NOT HONEST WHAT THEY SAYING,FOR EXAMPLE
    IN AFGHANISTAN/MANY MANY MUJAHID AND TALIBS QUMANDANT KEEP YOUNG BOYS FOR SEX.THIS ACTION ARE DIRTY AND DO,NT DO IN ISLAM,MULAOMER WAS GAY,
    SYAAF IS HIGH LEADER,HOWMANY HOUSE,LAND AND MONEY HE GET IN JIHAD,
    ISLAMIC TABLIGHY JAMAT ARE INDIRECT TERORIST,
    THE EXPLOSON IN LONDON AND IN FLORIDA HAPPENED
    MANY MEMBERS OF TABLIGHYJAMAAT WAS PARTNER IN THAT,
    I WANT PEACE IN THE WORLD SPECIAL IN MY LOVE GREAT
    AFGHANISTAN;
    THANKS FROM TAAND

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *