تاند- د نایجریا یوې جټ الوتکې په دغه هیواد کې د کډوالو پر کمپ سهواً بمباري وکړه او لږترلږه ۱۰۰ تنه یې ووژل.

د وژل شویو کسانو په منځ کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ۶ کارکوونکي هم شامل دي. هغوی د بمبارۍ په مهال له کډوالو سره خبرې کولې.

راپورونه وايي، د نایجریا جنګي الوتکې د کامرون پولې ته نژدې د کډوالو کمپ د بوکوحرام د تروریستي ډلې په شک بمباري کړ.

له بمبارۍ وروسته دولتي مامورین له کمپ څخه د ټپیانو د ایستلو هلې ځلې کوي.

د نایجریا د حکومت یوه چارواکي، د نوم د نه څرګندېدو په شرط وویل چې په ټپیانو کې لږترلږه ۲ نایجریايي پوځیان او د بې پولې ډاکترانو څو غړي هم شته.

په دې پېښه کې د سره صلیب ۱۳ نور کارکوونکي ژوبل شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې د نایجریا پوځ خپله تېروتنه مني.

په دغه کمپ کې، چې د نایجریا په شمال ختیځ کې دی، هغه کډوال اوسي چې د بوکو حرام سختدریځې ډلې د کور – اور پرېښودو ته اړ ایستلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *