پاینده خان

د انسانيت هر خواخوږي او زېرمخوار ته زما پيغام دا وي چې هيڅکله د خپل ژوند ګاډۍ پر يو کوچني سټېشن مه دروئ، ځکه هر څوک چې خپل فکر و عمل کوچنى او محدود ساتي، هغه بيا په خپل ټول ژوند کې کوچني او ايسار پاته شي. موږ او تاسې يې د سر په سترګو وينو او ښه يې پېژنو، چې کومو خلكو په سياست کې د مفادپرستۍ او قبيله پرستۍ جنګ کاوه، هغوى نن خپله اصل مبارزه او نظريه له لاسه ورکړي دي. له دې سره سره هغه د علم او پوهې خاوندان چې د  درباري ايوارډونو، شاهي القاباتو او پوځي اعزازاتو لپاره يې پټې او ښکاره هڅې کولې، نن پر خپلو کړو پرېشانه او پښېمانه دي. چا چې د ځانښوولو (self-projection) او کاغذي معتبرۍ لپاره پانډيان او مريدان په کرايه نيولي وو، نن هغه ټول د دوی د پزې پېزوان جوړ سوي دي. چا چې د پېښور، کوټې او اسلام اباد په هر تقرير کې خپله لب و لهجه بدلوله، نن هغه خلک څوک د کور په انګړ کې هم نه اوري. چا چې د دريا «نيل کے ساحل سے لے کر تا به خاک کاشغر» خبرې کولې، نن د خپلو بچيانو هم آيډيل پاته نه سو. چا چې له امريکنيانو سره د نکاح تړلو جواز وړاندې کاوه، نن بيا هغه د فتوو او فتنو سوداګران له انکل سام سره د مخالفت ګټه پورته کوي. چا چې د شخصيت پرستۍ او خاندان پرستۍ لپاره پراخې هلې ځلې کولې، نن د خپلو تخليقي صلاحيتونو دوښمن ثابت شو. چا چې د ضياء او قذافي په اشاره پاروونکې مېلې جوړولې، نن هغه ټول يتميان پاته سول. چا چې د الله تعالی په امر نه بلکې د کرنل امام او حميد ګل په حکم جهاد کاوه، ډېر ناوخته يې د عالمي غوبل په «هايپو سنټر» سر خلاس شو.  چا چې پرون په خپل وطن کې پوځي آمريت او شاهي نظام ته رحمت ويل، نن بيا په 22 عرب هېوادونو کې ورته لعنت او د بنده بندګي وايي. راشئ نن هم وخت او موقع شته، چې د بل پر بادرنګو د اوبو شيندلو پر ځای د خپل سپين سپېڅلي کردار او شخصيت د جوړښت لپاره هڅې وکړو. د محکوم او زېردست خلکو دوښمن خپل دوښمن وګنو، د بل تر حلوا په خپله حلاله او وچه ډوډۍ وياړ او ناز وکړو، کنې دا خبره څرګنده ده چې عقيده او نظريه پلورونکي نه د ځان په ګټه وي او نه د قام:

تر پرونه يې شړلم نن مي غېږې ته ور بولي

يا يې بل خريدار نه شته يا يې حسن بازاري شو

له علم و دانش سره د ذوق او شوق په وجه زما مدام هڅه او تکل دا وي، چې خپل ذهن د جديدې دنيا په جديده علمي جهانبيني منور او سمسور کړم. د لټون او جستجو دغې جذبې زه په انټرنيټ کتلو، کتاب لوستلو او د علم و دانش له خاوندانو سره مسلسل ربط و تعلق ته اړ کړی يم، خو له بده مرغه دلته له ادب او ساينس سره تعلق لرونکو خلکو ته د نزدېکت په وجه انسان نور زيات مايوسه شي، ځکه چې تر دوی خپل نوم او څوکۍ غټ وي. د دوی د توهم پرستۍ، ځان خوښۍ، غيرعقلي او غيرعلمي رويو په وجه کرکه پيدا شي. دا د علم، اعداد، معلومات او مطالعې په هکله څومره چې شتمن ښکاري، خو د خپلي مشاهدې، جديد تحقيق او ځاني تخليق په هکله تر هغه زيات نېستمن دي. هسې هم د کردار پر ځای د ګفتار په غازيانو باندي قام او وطن ياد خو وي، مګر ښاد نه وي.

غيرت دي ښه راته معلوم ده

په رواجي بريتو دي مه وهه لاسونه

د ټولنې وګړي به په داسې فکري شنډ او بنجر خلکو څه ولسي دشتِ فکر خړوب کړي. دوى پر هره اورېدلې خبره باور کوي، په ظاهره د دين مبين اسلام او سياسي نظريې خبرې کوي، خو په عمل کې هغه کوي چې د دوی زړه يې غواړي. په پټو سترګو او بغير دليله په هر زوردار او زردار پسې کتار روان وي. د خپل ژوند فيصلې د بل په اشاره کوي. که چېرې هم دوی د پرديو پاته-شونو په راغونډولو کې د علم او معلوماتو په ګودامونو بدل شوي دي، خو بيا هم د معلوماتو په دې زېرمتون کې د ده خپل رنګ او بوى نه وي، نو داسې خلک په جديده دنيا کې د يو خبروونکي (Communicator) يا مرستيال (Facilitator) په نوم ياديږي، خو د محقق يا خالق په نامه نه. مرستيال استازی يا ډاکيه هر چېرې له خپلې څربې ژبې يا هوښيارۍ کار اخلي. انسان پېژندنه ډېر غټ علم دی، په انساني ټولنه کې د وګړي د درېيمې څېرې د معلومولو لپاره فرانسوي ليکوال الفونس کار دا لاندينۍ يوه فارموله هم جوړه کړې ده:

“Everyone has three characters- which he exhibits, that which he has, and that he thinks he has”.

“هر څوک درې شخصيته لري: يو هغه چې ښکاره کوي يې، بل هغه چې لري يې او درېم هغه چې دده په ګومان لري يې”.

د علمي او ادبي افق تر څنګ نن سبا پر سياسي افق باندې هم هغه خلک روښانه دي، چې کردار، قرباني او خدمت يې کم وي، خو ظاهري جاه و جلال او درباري ربط و تعلق يې زيات وي. دا دننه ډېر پوچ، لړلي او کمزوري خلک دي. دا د فکر په هکله پوچ، بنجر او د مصنوعيت ښکار دي. زه د داسي خلکو لپاره د «مېک اپ آرټسټ» نوم غوره بولم، د دوی پر عظمت او کردار د دوی شهرت غالب وي. له اليکټرونک او پرنټ مېډيا سره د ربط و تعلق په وجه ماته دا هم معلوميږي، چې هغه شهرت هم د دوی خپل نه دی، بلکې د هغه سبب هم بهرنۍ وسيله ده. هغه بهرنۍ وسيله مېډيا، سياسي تنظيم، د خپل پلار سرمايه او جاګير يا د سرکاري بادار مهرباني هم کېدلای شي، خو دغه ټولې خبرې د يو تاريخ جوړوونکي لپاره هيڅ مانا نه لري. هغه انسان- چې ځان پخپله جوړ کړى وي- د بل په هيله نه، بلکې په خپل همت او محنت مخ په وړاندې ځي. د انساني داخليت او خارجيت تر توپير وروسته د انسان د اصليت تصوير واضح شي. زه ټينګ باور لرم که چېرې هغه بهرنۍ مهرباني له زورورې او بالادستې طبقې لرې کړل شي، نو د دوی په قد او قامت کې به ډېره زياته کمي راشي. دا رنګه د علم و ادب په دنيا کې هم د قلم د څښتنانو اصل قدر و قيمت د لفاظۍ، جمله بازۍ او ردِيف قافيه جوړولو پر ځای د تحقيق او تخليق په بنياد وي. تر شعر جوړولو مخکې خپل فکر جوړول او خپل مزل او منزل معلومول ډېر ضروري وي. خپل تحقيق او تخليق د انسان تلپاتې او وياړ وړ شتمني ده او دغه په دې ويړ کايينات کې د انسان د ذاتي پېژندنې او شناخت بنسټ جوړوي.

که چېرې موږ د جبر او اختيار فلسفه مخته کښېږدو، نو له زوکړې تر مرګه داسې ډېر شيان شته، چې د انسان په خپله مرضي او ختيار نه وي، يعنې زوکړه، کلچر، قوم، مورنۍ ژبه، مذهب او جغرافيه وغيره په خوښه نه بلکې اتفاقي د انسان په برخه کېږي. انسان له وړوکوالي تر ځوانۍ او له ځوانۍ د زړوالي پر لور له بېلا بېلو ارتقايي پړاوونو تېرېږي. د انسان د زدکړې سلسله د مور له غېږې نيولې بيا د قبر تر غوځي پورې روانه وي. په دې لړ کې يقيناً انسان له خپل مور او پلار، چاپېريال، استاد او ملګرو څخه ډېر څه زده کړه کوي، چې هغه د انسان د شعور و اګاهۍ او د کردار و شخصيت په جوړښت کې ډېر اړين وي، د اهم حقيقت دی چې په شروعاتو کې خو د ماشوم ژوند په بهرنۍ مرسته ولاړ وي. خپل مخ په خپله نه پاکوي، خپل خوراک په خپل لاس نه کوي، له علم او معلوماتو سره سره د انساني ضرورت د نورو شيانو د نومونو زده کولو لپاره بهرنۍ دنيا ته اړ وي. څنګه چې ماشوم د بدني بلوغت او فکري ودې پر لور خپل لومړني ګامونه اخلي، نو د ده کرار- کرار پر نورو خلکو په تکيه کولو کې کمي راځي، په بله مانا د وخت او زمان په تېرېدو سره د ده په اختياراتو کې ورځ په ورځ اضافه کيږي، له نورو د اخيستلو پر ځای د څه ورکولو مرحله شروع کيږي، له خپل سره د تقليد او تکرار د پېټي غورځولو نوې لارې چارې سنجول کيږي، د ماضي پرستۍ او توهم پرستۍ په تنګه دايره کې د ده لپاره ژوند کول ګران شي، زړې خبرې، پخوانی تقرير او بېخونده تبصرې د ده پر نازکو مغزو ښې نه لګيږي، د خپلو جذباتو او احساساتو د څرګندونې لپاره د يو فورم په لټه کې شي. د فکر او قلم د خپلواکۍ لپاره خپل وخت او توانايي په کار واچوي. دا هغه وخت وي چې انسان پر خپله ټولنه اثر اندازه کيږي. د دې لپاره دی له نورو د رڼا اخستلو پر ځای په ټولنه کې د علم و شعور ډېوې بلې کړي. دا وخت دوی د خپلو ټولو تخليقي صلاحيتونو د کارولو هڅې شروع کړي، ځکه د تخليقاتو چينه د انسان له اندرونه راخوټيږي. د انسان دغه قيمتي جوهر او تخليقي جذبه د ټولنې وګړو ته کله د فکر، کله د هنر، کله د موسيقۍ، کله د مصورۍ او کله د ناز و انداز په بڼه  ښکاره کيږي. د انسان له خپلي ذهني دنيا راوتلی رنګ و بوى انسان ته امتياز او پېژندګلوي ورکوي.

انسان له زوکړې بيا تر مرګه په يوه رنګ او يو مقام نه وي ولاړ، بلکې د ارتقا او ترقۍ تر مختلفو مرحلو او مدارجو مسلسل تېرېږي. د ده وړوکوالی په ځواني او ځواني يې په زړتيا بدليږي. د انسان د ژوند د هر پړاو خپلې- خپلې تقاضې وي، چې د هغو غوښتنو د تکميل لپاره انسان خپل کردار ته وسعت ورکوي، د دې تر څنګ هغه له جسماني او فکري بدلون سره مخ په وړاندي روان وي. په يو وخت کې که انسان د انساني ټولنې برخه وي، بيا هغه له خپلې ټولنې جدا هم وي. د انسانانو په منځ کې د اوسېدو باوجود هغه بيا هم له نورو انسانانو بېل وي. که څومره خلک د تقدير خبرې کوي خو دوی مدام له تدبيره کار اخلي. د حقايقو بيانولو په وخت د هيچا په دباو کې نه راځي. د تخليقيت او اصليت په وخت د خپل وجدان په ږغ لبيک وايي. دا غيرمعمولي نابغه (Extra Genius) خلک ماته په دې خوند راکوي، چې دوی هغه کار نه کوي، چې خلک يې کوي. يو شی چې د هر چا خوښ وي زما هغه نه خوښېږي.

ننګيالي چې يو ځل مخ کا په کوم لوري

بيا دا نه ګوري کوهى دی که ګړنګ

هر سړی له فکري او نظرياتي ملګرو سره د اختلاف او اتفاق حق لري، د خپلې ځاني رايې د وړاندې کولو حق لري، هغه د بل انسان د ملګرتيا پر ځای له بادارۍ څخه د انکار کولو حق لري. څوک چې خپل انفراديت له لاسه ورکوي د هغه نوم او نښان بيا ورک شي. انسان د اوبو څاڅکى نه دى، چې په اوبو کې تر شاملېدو وروسته د هغه خپل ټول شناخت ورک شي. په انساني ټولنه کې د اوسېدو باوجود د خپلې ذاتي پېژندنې جوړولو جذبه او ولوله انسان د همېشه لپاره ژوندی او ګړندی ساتي او انسان د خپل وجود په طاقت او حکمت خبروي، خو د دې ټولو لپاره په انساني ټولنه کې د بل اختلافِ رايې او اختلافِ فکر ته د قدر په سترګه کتل ضروري وي. دا فيصله وخت ته پرېږدئ چې د چا خبره او فکر له علم و عقل سره سمون خوري.

لکه څه رنګه چې زړى (Seed) د همېشه لپاره زړى نه پاتېږي، که چېرې هم د بيج د ودې لپاره خاوره، هوا، اوبه او رڼا ضروري وي، لېکن بيج به يوه ورځ هرومرو شين کيږي، پاڼې او ګلونه به کوي، د خپل نسل د ودې لپاره د ځان په رنګ نور زړي به پيدا کوي، که چېرې زړى له خپلې ودې انکار کوي او د ودې تومنه په کار نه راولي، بيا هغه بيج د ګوهر پر ځای ډبره ثابته شي.

وهم، ډار او لالچ د انسان د ذهني دنيا رنګيني او ښکلا ورانوي. د علم و ادب په دنيا کې ډېر معتبره خلک بهرنۍ ککړتيا د ځان ژغورلو لپاره خپل داخلي پاکوالى ضايع کوي، له نامساعدو حالاتو سره د ټکر وهلو پر ځای د بل په تمه او هيله ژوند کوي. ډېرې د جبر او جهالت تيارې به خپل وزرونه خپاره کړي، خو له خوب او غفلته ورته بيدار او خبردار اوسئ. له حالاتو د خبرداري مانا قطعاً دا نه ده، چې لکه علامه محمد اقبال چې خپل لوستونکي ته له بادِ مخالف او جابر حکمران سره د ټکر وهلو بلنه ورکوي، خو په خپله له انګريزه د انګريز پر خاوره فرهنګي ايوارډ اخلي.

انساني تاريخ له داسې ډېرو سرتېرو ډک دی، چې په يوه سر يې د خپل وخت له فرعونيت، قارونيت او مذهبي پېشوائيت سره ټکر وهلی دی. د دوی د ظلم، جبر او استبداد برجونه يې پر خپله سينه ويجاړ کړي دي. هغه انقلابي هستۍ د خپلې زړورتيا او قربانۍ په وجه نن هم پر ټول انساني تاريخ باندي اغېزمن دي. د يادوني وړ ده چې پروردګار انسان صاحبِ اراده او صاحبِ اختيار Free will) ( پيدا کړی دی او د ځمکې او اسمان تسخير يې د ده دنده ګرځولې ده. په ډېره اساني سره انسان د خپل وجود په طاقت او حکمت د فطرت او پالنې (Nature and Nurture) د زنځيرونو تر پرې کولو وروسته د خپلواک ژوند څښتن جوړېداى شي. د دغسې عظيمو هستيو کردار او کارنامې طبعي مرګ هم نه شي ختمولاى.

دا د ممکناتو دنيا ده. راځئ چې په خپله ټولنه کې د جديدې دنيا د جديدو غوښتنو مطابق بدلون راولو. حالات او تقدير د ځان تابع کړو. راشئ چې د دې پيل نن له خپله ځانه وکړو. د هر ډول سيالۍ او سوکالۍ لارې چارې په خپله وسنجوو، پر خپل همت او غيرت غلبه ومومو، له انساني  جبر و استبداده پاکه انساني ټولنه جوړه کړو. د زردارو او زوردارو په اشاره نه بلکې د خپل فهم و فراست په رڼا کې خپلې پرېکړې په خپله وکړو. تر خپلې پلارنۍ او موروثي پېژندنې خپل ذاتي شناخت او پېژندنه بهتر جوړ کړو. دغه د اصليت او برياليتوب راز دی. دا هغه وخت ممکنه کېدای شي، چې لومړی موږ خپلې رويې علمي او عقلي جوړې کړو او خپل ژوند ته ساينسي بنيادونه ورکړو.

By Quetta

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *