تاند – د افغانستان د لوېدیځ ګاونډي هېواد ایران په پلازمېنه تهران کې په یوه ۱۵ منزله ودانۍ کې د اور د ګل کولو پر وخت وداني ونړېده چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل.
برتانوي ډیلي میل آنلاین لیکي، ۳۰ تنه اور وژونکي هغه وخت ووژل شول چې د ودانۍ د اور وژنې په چارو اخته ول او د اور وژنې پروګرام ژوندی په تلوېزیون خپرېده.
ویل کیږي چې دغه وداني په تهران کې تر ټولو پخوانۍ لوړه وداني وه چې اور یې اخیستی وو.
ډیلي میل لیکي چې د اور وژنې د دغې پېښې د کنټرولولو لپاره ۱۰۰ د اطفایې موټر او لسګونه امبولانسونه د پېښې ځای ته ورغلي ول.
رسنۍ وایي چې د ودانۍ له را لوېدلو نه لا وړاندې ۳۸ تنه اور وژونکي د خپل کار پر وخت ټپي شوي ول. د ایران ایرنا خبري اژانس د ټپي اور وژونکیو شمېر ۴۵ تنه ښودلی دی. ویل کیږي چې د دغه اور د وژنې لپاره ۲۰۰ تنه اور وژونکي ورغوښتل شوي ول.
د ایران د پلازمېنې تهران د دغې لرغونې ودانۍ د اور اخیستنې په پېښه کې ۳۰ تنه ملکي خلک هم ټپي شوي دي.
دا وداني په ۱۹۶۰مو کلونو کې جوړه شوې وه، او یوه لوی د سودا اخیستنې مرکز یا شاپنګ سنټر او د کالیو ګنډلو دوکانونو په کې کار کاوه.
ویل کیږي چې کله د پلاسکو په نامه دا وداني په ۱۹۶۲ کال کې بشپړه شوه دا په تهران کې تر ټولو لوړه وداني وه، خو خاوند یې، حبیب الله الغانیان، چې یو ایرانی یهودی وو په ۱۹۷۹ کال کې له اسراییلو سره د رابطې په تور اعدام شو، او وداني یې د هغه له مرګ نه ۳۷ کاله وروسته نن ړنګه شوه.