د کابل د ۱۳ مې حوزې د پولیسو قوماندان حسین داد

تاند- د کابل د پولیسو یو قوماندان د ۵۰ زره افغانیو رشوت د اخیستلو په تور ونیول شو.

د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې قوماندان حسین داد د کورنیو چارو وزارت د لویو جرمونو څانګې د غړیو له لوري ونیول شو.

د حسن داد د نیولو په مهال د کورنیو چارو وزارت د لویو جرمونو د ریاست دوه پرسونله ټپیان شول.

په وروستیو کې د افغانستان حکومت د فساد پر ضد په نسبي ډول مبارزه پراخه کړې ده. تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت یو پخوانی جګپوړی جنرال په ۱۴ کاله بند محکوم شو. جنرال عبدالواسیع روفي د خاصې محکمې له لوري محکوم شو.

همداراز د کورنیو چارو وزارت درو پخوانیو مرستیالانو ته د فساد دوسیې جوړې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *