د جمهوري رياست د ځمبل ونو په زيړ لمر او نيمه سيوري کې مازيګر مهال ولسمشر کرزی معمولاً د خيالي قدمونو يوه دوره وهي، د ورځې په فکر ارزېدونکي مسايل له دوو مشهورو سلاکارانو سره شاربي، خو سږنی کال هر دا مازيګر او د ولسمشر خيالات له امريکا سره ډغرو له سلطاني عضمته راپرايستي دي. د لومړي سړي له مقامه له امريکا سره د امنيتي موافقې او بنيادي ملګرتيا د پیل لپاره دا تر ټولو سخته ديپلوماتيکه مرحله ده، چې د کابل په واکمن تیرېږي.
د افغانستان د خلکو د درک، ضرورت او د امريکا د تقاضا ترمنځ واټن حد اقل کچې ته راټيټول د داسې يو شخص لپاره چې امريکايانو ارګ ته سکورټ کړ، خورا سخت کار دی. هغه باورونه چې په زغره د تصميم ځواک رامنځ ته کوي، نه یوازې له ولسي اړخه له منځه تللي، بلکې په ارګ کې هم د کرزي غږ او اراده نه تعقيبوي.
دا د ولسمشر تر ټولو ښې شېبې وي چې د قومي مشرانو يوه نيمه ډله د ارګ په لوی سالون کې زرتاري لونګۍ ور په سر کړي او په عاطفي دود ورته ووايي، موږ له تاسره یو! نور نو د ارګ په ارته دنيا کې د هر سلاکار، وزير او مامور دنيا له کرزي بېله ده، ددې خلکو د سياست او خيالاتو وطنونو د امنيتي تړون د ناندريو په زمانه کې له امريکا سره تړلې ماضي او شريکې پولې پيدا کړې. همدې وضعيت د ارګ غږونه، تلګرامونه او مجلسونه بې پردې کړل، ځکه نو اوس د کرزي مازيګر ډېر مجرد مازيګر وي، چې د هر ښه او بد تصميم انجام يې په نوموړي منحصر دي.
که ټوله نړۍ د امريکا پوځي اډې شي، خو د استثناتو په افغانستان کې له امريکا سره امنيتي تړون نشي اسانولای. لاهم شاه شجاع، اميرعبدالرحمن خان او ببرک کارمل د دغه هېواد په تاريخ کې د اجباري ايډيالونو په توګه سرونه جګ نيولي دي او ښايي کرزی تر ګټې وړاندې له دې برخليکه وېره لري.
په داسې حال کې چې د بلې دورې انتخاباتو لپاره هڅې روانې دي، امريکا فشار راوړی چې په امنيتي تړون د کرزي لاسليک ولري، حکومت ته نږدې سرچينې وايي، دا فشارونه د یوې غميزې پېلامه هم ده، ځکه د دوی په خبره امريکا ګڼي چې د کرزي حکومت به د افغانستان وروستی مشروع هغه وي. دغه ادعا په افغانستان کې د تجزيې او ډلجنګۍ احتمال قوي کوي او د امنيتي تړون د تعميل څرنګوالی په ډاګه کوي.
په تړون کې په ټولو شرایطو له توافق سره سره په شفاهي تعهد د امريکايانو ټينګار بل هغه دليل دی، چې ولسمشر وېره لري، په لاسليک به تاريخي بدنامي ورنصيب شي.
ددغه تړون د لاسليک لپاره د فشارونو يو ډول يې داهم دی، چې امريکايي چارواکو ولسمشر کرزي ته د نړیوالو مقامونو وړانديز کړی دی. ځينو لویديځو هېوادونو له ولسمشر غوښتي چې له افغانستان ووځي او په یادو هېوادونو کې پنا واخلي.
د ځينو لویديځو شنونکو په باور امريکا او متحدين يې له انتخاباتو وروسته د کرزي له رول څخه په وېره کې دي. کېدای شي ولسمشر کرزی له امريکا سره د ژورو روابطو او شريکې کاري تجربې پر بنياد په راتلونکې کې د دغو هېوادونو د پاليسيو لپاره په سرخوږي بدل شي او یا ښايي د بهرنيو څېړونکو منظور په يوه هسته د کرزي له بدليدو د امريکا وېره وي.
د ارګ په څنډه د تېر جون په ۲۴ تر ډله ييز بريد وروسته سرچينو ادعا وکړه، چې ولسمشر له ځاني تهديد سره هم مخامخ دی او ښايي دا تهديد بل ځل د اريانا څلور لارې پرځای د ارګ مستحکم دېوالونه سوري کړي. خو د یادونې ده، چې د دا ډول بريدونو ګواښ د کرزي مرستيالانو ته ندی شوی.
پاسني دلايل د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو بهير جدي، با اهميته او پېچلی کولای شي.
دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.
سره ددې ټولو فشارونو یوازې ولسمشر به وکولای شي چې دې ټولو مشکلاتو ته د پاې ټکی کیږدي