تاند- ملګروملتو له سعودي عربستانه وغوښتل چې په خپل هیواد کې د ښځو پر موټر چلولو بندیز پای ته ورسوي.
د بېوزلۍ او بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتو ځانګړي راپورتر فلیپ السټن پرون /پنجشنبه/ جنوري ۱۹/ په یوه خبري غونډه کې وویل«زما اندېښنه دا ده چې د سعودي عربستان حکومت د خپلې ټولنې د یوې کوچنۍ پرګنې غوښتنو ته غاړه ایښې ده.»
ویل کېږي چې د سعودي عربستان یو شمېر تنګ نظره مذهبیون، چې په ټولنه کې اقلیت دي، د ښځو له موټر چلولو سره مخالفت کوي او بې له دې چې د خپل مخالفت لپاره کومه دیني توجیه وښيي، ادعا کوي چې د ښځو په وسیله موټر چلول غیر اسلامي کار دی.
دوی په دې اړه څه نه وايي چې ښځې له نامحرمو موټرچلوونکو سره روغتون، بازار او نورو ځایونو ته ځي.
ښاغلي لسټن، چې د سعودي عربستان د کابینې له غړیو، ټولنیزو فعالانو، او اسلامپوهانو سره په یو ورځیني کنفرانس کې له ګډون وروسته خبرې کولې، د ښځو خلاف د تبعیض د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې یوازې هغه وخت به سعودي ښځې په ټولنه او اقتصاد کې برخه واخلي چې اصلاحات راوستل شي.