پښتانه يې د نوې دنيا د سياست او واک تضاداتو ته ايکسپوز کړل، له خپلې تهذيبي او کلتوري سرچينې سره يې د دوی د بيا پېوندولو او پر دغه بنياد يې د دوی د پرمختګ هغه ټول امکانات ورته په ګوته کړل چې د دوی په وطن، ټولنه او انساني وجود کې په کار راوړل کېدای شول.
د ځان او جهان پېژندنې دا سفر، د خپلې خاورې او اختيار د سنبهالولو دا سفر او د جبر، جنګ، جمود او جهالت خلاف دا سفر نن يوه پېړۍ پس هم هغسې دوام لري، د انګرېز استعمار او د هغوی د ځايناستي رياست د ټول جبر او جارحيت باوجود دې تحريک ته دوام ځکه په برخه شو چې د يو لوی قام د ارمانونو امانتګر او د تاريخ په يوه ډېره کړاؤجنه دوره کې د بې شمېره مبارزينو د لويو سرښندونو، خواريو او در په دريو يو مقدس پېداوار دی.
د پېرنګي د ځايناستي رياست په پېچيده تضاداتو کې د پښتنو قامي قضيه نيژدې اووه لسيزې وچلېده، پښتانه قامي سياست لري، څنګه دی او څنګه بايد چې وي؟ دا ځانله بحث دی خو هغه د قامي سياست خلاء چې يو وخت د پښتنو په ټولنه کې موجوده وه نن نه شته. ددې کرېډيټ يوازې او يوازې باچاخان او د هغه خدايي خدمتګارانو ته ځي. دا هغه د ليکنې په پېل کې شوې د ډګر، لارې او ډسپلن خبره ده. ګران کار دا وي چې يو قام دې ته مجبور شي چې د قامي مزل دپاره نوې لارې جوړې کړي خو دا کار نسبتاً ډېر اسان دی چې پر جوړو لارو دې څوک څنګه مزل وکړي، په کوم وخت، کوم موسم او په کومه طريقه دې مزل وکړي. زه داسې فکر کوم چې پښتنو ته اوس مزل ډېر ګران نه دی ځکه چې د لارو جوړولو او مزل د پېلولو کومې سختې او کړاؤنه وو هغه “په قامت د خپلو لوړو غرونو سيال” څه د پاسه درې لسيزې په زندان دننه په زولنو کې تېرکړل او د هغه قدآورو خدايي خدمتګارانو په بې مثاله سرښندنو، قربانيو او خواريو کور کور، کوڅې کوڅې او کلي کلي ته په ورتګ هغه سختۍ او کړاؤنه راروانو نسلونو ته اسانه کړل.
ممکن دا پوښتنه چاته راولاړه شي چې مزل څنګه د ځانمرګو بريدونو او بمي چاودونو په ماحول کې اسانه دی؟ دا مزل په دې اسانه دی چې فکر شته، تحريک شته، لار شته، په لار کې رڼا شته او په دې تکه توره تياره کې په خپلو وينو د ډيوو د بلولو روايت شته. يوه لحظه فرض کړئ که دا تحريک نه وي نو د يو منظم نوي استعماري رياست په نګراني کې د روانې دې خونړۍ پروژې شدت به څه وي او نتايج به يې څنګه وي؟
استاد عبدالمالک فدا چې د بابړې پر خونړۍ پېښه کوم مشهور نظم ليکلی دی، د هغه نظم دا يو بند د نيوکالونيل سټېټ سره مخ په مخ زموږ د قام د مبارزې د هرې ورځې احاطه کوي:
يو خوا ته توپې ماشينونه
د حکومت واړه پوځونه
بل خوا ته قام خالي لاسونه
مقابلې ته مې کتل حېرانېدمه
مرګيه! مه راځه، درځمه
د حکومت د پوځونو او د توپو ماشينونو مقابله د هر چا د وس کار نه دی، د باچاخان تحريک پوره يوه پېړۍ په خالي لاس ددې مقابله وکړه، دا په رښتيا د حېرانۍ مقابله ده.
د پاکستان له جوړېدو سره سم د پښتنو خلاف خونړۍ رياستي پروژه په بېلابېلو نومونو او سټايلونو تر ننه دوام لري، قيوم خاني، ايوب خاني، د بوټو افسر شاهي او بيا ضياء الحق چې تر اوس مهاله ژوندی او ګړندی دی، ددې ټولو مقابله د حېرانتيا مقابله نه ده؟ په نوي استعماري رياست کې د نويو نويو پېچلتياوو او تضاداتو له کبله به په قامي سياست کې څه کنفيوژن هم وي، د پارليماني سياست له کبله به راپکې يوه مفادپرسته ډله هم قوي شوې وي، د اوږده محکوميت او محروميت له کبله به ډېر خلک ستړي شوي او بدزړي شوي هم وي، خاميانې شته، تېروتنې شوي، تېروتنې کېږي، ګيلې شته او ګيلې به کېږي خو آخر د يوې انساني ټولنې او د يو محکوم قام په سياست کې دا هر څه غېرفطري خو نه دي، دا ټول څه د يو سياسي معمول په توګه کتل پکار دي، سياسي معمول دا هم دی چې مبارزه به په يو وخت هم د بهر سره روانه وي او هم به په تحريک کې دننه روانه وي، دا بايد يو نورم وګڼو، دا څه نااشنا او عجيبه کار نه دی، نااشنا او عجيبه موقف دا دی چې د يوې پېړۍ د سياست جاج دې څوک د پنځو کلونو د صوبايي حکومت د ځينو بدنظميو پر بنياد اخيستل شروع کړي او هغه هم داسې حکومت چې په ضد يې د قيوم خانۍ بدترين شکل طالبان له ځانمرګو سره سنبهال ولاړ وي. د اې اين پي د حکومت پر مهال به ښايي ډېرو خلکو په پښتونخوا کې دفتري او ترقياتي کارونه څارل خو ما د پوځونو، توپونو او ماشينونو په مخ کې په خالي لاس د ولاړو کارکنانو مېړانه او حوصله څارله، “مقابلې ته مې کتل حېرانېدمه!” دا يوه ډېره ستره مقابله وه، ددې ستري مقابلې تاريخي حثيت ته بايد څوک په دې ټيټو خبرو زيان ونه رسوي چې پلاني دلته کرپشن وکړ او پلاني هلته ماته نوکري رانه کړه. زه دا د کرپشن او نوکرۍ معامله يو سياسي معمول ګڼم، په دې هکله د نورې پوهېدا دپاره د باچاخان په کتاب “زما ژوند او جدوجهد” کې د “زموږ وزيران او پېرنګيان” سرليک راسره مرسته کولی شي.
د يو نيوکالونيل سټېټ په خصوصياتو د پوهېدلو پس يو څوک دې حقيقت ته متوجه کېدای شي چې بې شمېره داسې حربې او سازشونه شته چې موږ په خپلو کې ډېر په آسانه ماتولی، يو پر بل شکمن کولی او له شريک سفره مو راګرځولی شي. پښتنو ته به د خپلې مقابلې پر مهال په ذهن کې يوازې د دې نيوکالونيل سټېټ خاکه ساتل وي، که پام مو دلې دورې شي نو سټېټ په آسانه زموږ په منځ کې راننوتی شي، نيوکالونيلزم يوازې د ځانمرګي او پوځي په بڼه د قامونو وجود ته نه داخلېږي بلکې د ټوکو ټکالو، نصحيتونو، تبليغونو، مېډيا، نصاب، اين جي اوز او سول سوسايټي په بڼه د قامونو وجود لکه د چينجيانو خوري. په اوس دور کې زيات فوکس هم پر دې پکار دی، نېغ په نېغه يرغل اوس دومره موثر نه وي، څومره چې دا په قامي وجود کې د چينجيانو په بڼه راننوتونکي يرغلونه خطرناک وي، زه حېرانېږم چې موږ ولې دې خطراتو ته زيات پام نه کوو او د مقابلې دپاره يې تياری نه نيسو؟ له حکومت سره يوازې پوځونه، توپې او ماشينونه نه دي بلکې ژبه هم ورسره شته، اخبارونه او ټيلي ويژنونه هم ورسره شته، درسي نصاب او استادان هم لري، منبرونه او محرابونه ورسره په يو ټينګ الاينس کې شريک هم دي، يوه فعاله سول ملټري سوسايټي هم لري، اين جي اوز او نور خېراتي تنظيمونه هم کار ورله کوي، پر سوشل مېډيا بې حسابه اکاؤنټونه هم چلوي، دانشوران او مصنفين يې هم شته او خپل مهار کړي سياستونه هم لري. آيا موږ کله پر دې سوچ کړی دی چې باچاخان ولې د قامي آزادۍ سفر د قامي ښوونځيو له پرانيستلو پېل کړ او ولې يې په خپله ژبه کې قامي اخبار جاري کړ؟ آيا موږ پر دې څه تحقيق کړی چې انګرېزانو ولې د باچاخان غېرمسلح پښتون تر مسلح پښتون زيات خطرناک ګڼلو؟ کله چې مو ددې دوو سوالونو ځواب پېدا کړ او ددې په رڼا کې مو خپله پاليسي له نوي سره ترتيب کړه نو بيا نور دوه سوالونه هم ځواب غواړي – يو دا چې باچاخان ته په يوه عامه جلسه کې عامو پښتنو د فخرِافغان لقب ولې ورکړ؟ دويم دا چې په خپل پلارني کلي کې خپل کور، خپله زمکه او خپله هديره لرونکی باچاخان په جلال آباد کې ولې ښخ دی؟ زه دلته ددې سوالونو د ځواب وئيلو اړتيا نه محسوسوم، صرف خپله هغه اولنۍ خبره بيا تکراروم چې باچاخان يو ډګر، يوه لار او يو ډسپلن دی، باچاخان چې چرته هم تللی هلته يې د مبارزې دپاره يو ډګر جوړ کړی دی، باچاخان چې پر کومو کليو او کوڅو ګرځېدلی هلته يې صرف د پښو پلونه نه بلکې لارې يې پرېيښي دي، باچاخان چې څه هم کړي او وئيلي دي هغه يو پراخ ډسپلن يا سبجکټ دی او همداسې باچاخان چې چرته ښخ دی دا هم د يو ډګر، يوې لارې او يو ډسپلن سوال دی. د باچاخان قبر ددې پوځونو، توپونو او ماشينونو لرونکي قوت سره نن هم تر هر څه ښه مقابله کوي، “مقابلې ته مې کتل حېرانېدمه!”
(دا ليکنه له باچاخان مرکز پېښور څخه د خپرېدونکې مجلې “پښتون” د جنورۍ ۲۰۱۶م په ګڼه کې خپره شوې ده)