تاند – د امریکا د متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو ګټونکي نوماند ډونالډ ټرمپ بېګا جمعه /د جنوري ۲۰مه/ د دغه هېواد د ۴۵م ولسمشر په توګه سوګند پورته کړ.
ټرمپ د پخواني ولسمشر بل کلنټن د مېرمنې او د دیموکرات ګوند د نوماندې هیلري کلنټن په وړاندې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې سیالي وکړه چې په پای کې یې د ګڼو سیاسي تحلیلګرانو د وړاندوینې خلاف دغه انتخابات وګټل.
په واشنګټن ډي سي کې د لوړې په مراسمو کې چې په نړیوالو تلوېزیونونو په ژوندۍ بڼه خپرېدل، ډونالډ ټرمپ ژمنه وکړه چې د امریکا د متحده ایالاتو اقتصادي او سیاسي برم به بیا لوړ کړي.
ټرمپ وویل چې هغه به د امریکا د متحده ایالاتو دننه د بېخبنا په ښه کولو کار وکړي، سرحدونه به لا ټینګ کړي او د اسلامي راډیکالېزم پر ضد به د امریکایانو مبارزه چټکه او غښتلې کړي.
ډونالډ ټرمپ په خپله وینا کې یو شمېر خلک هېر شوي وبلل او ژمنه یې وکړه، «تاسو به نور هېر نشئ. تاسو به په یاد ساتل کېږئ.»
په داسې حال کې چې د امریکا په بېلابېلو برخو کې د ټرمپ د پلویانو او مخالفینو له خوا مظاهرې پیل شوي، پخواني ولسمشر بارک اوباما رسما خپل دفتر پرېښود او ټرمپ د ولسمشرۍ مېز ته کېناست.
ویل کیږي چې، ډونالډ ټرمپ په ۱۹۴۶ کال د نیویارک ښار په کوینز سیمه کې پیدا شوی دی، په ۱۳ کلنۍ کې د نیویارک په پوځي اکاډمۍ کې شامل شوی، وروسته یې د پنسلوانیا پوهنتون نه ډګري ترلاسه کړې او په ۱۹۷۱ کال کې یې په غټو ګټورو پروژو باندې کار پیل کړی دی چې له وخت په وخت ناکامیو سره یې غټې بریاوې ترلاسه کړې دي. ټرمپ بالاخره د ۲۰۱۶ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکيو د ګوند په استازیتوب د ولسمشرۍ چوکۍ وګټله او د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۲۰مه یې د ولسمشر په توګه رسما په کار پیل وکړ.