تاند – د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د خیالي سرتېرو اصطلاح د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تاوان وراړولی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي، چې د افغانستان د خیالي سرتېرو په اړه د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له خپرېدو یوه ورځ وروسته په دې اړه خبرې کولې، وویل، هغه اورګانونه چې باید افغانان یې درناوی ولري، د هغو په اړې د دې اصطلاح کارولو تاوان پېښ کړی دی.
صدیقي په عین حال کې وویل چې د دې اندېښنې د پای ته رسولو لپاره له پلازمېنې ولایتونو ته ۲۰ ټیمونه استول شوي څو په ټول هیواد کې د ملي پولیسو شمېر معلوم کړی.
پرون وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې وویل چې د امریکا پوځ د افغانستان په ملي اردو کې د فساد پر ضد په یوه اقدام کې په کندهار ولایت کې د ملي اردو د معاش له لیست څخه د ۳۰ زره خیالي سرتېرو نومونه وایستل.

د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د راپور پر اساس، د افغانستان ملي اردو باید تر راتلونکي دوبي پوري ثابته کړي چې دا دېرش زره تنه، چې د نوومبر په میاشت کې د معاش له لیسته یې نومونه ایستل شوي دي، خپالي عسکر نه دي.
په افغانستان کې د امریکا د پوځ یو مهم جنرال اټکل کوي چې د دغو خیالي پوځیانو د معاش قطع کېدا به هره میاشت په ملیونونو ډالر وسپموي.
ډګرجنرال ریچارد کایسر وویل، له روانې میاشتې به د امریکا پوځ یوازې هغو افغان سرتېرو ته معاش ورکړي چې بایومیتریک یې اخیستل شوی او د افغانستان د دفاع وزارت په اسنادو کې ثبت دي. ده همداراز وویل چې د امریکا پوځ د هغو نورو کسانو نومونه وایستل چې په سیستم کې یې نومونه نه و ثبت.
ده زیاته کړه، لومړی ګام دا دی چې معاش اخیستونکي تشخیص شي او په دوهم ګام کې به دا وکتل شي چې ایا عملاً د عسکرۍ خدمت کوي او که یې نه کوي. دا اقدام د هغو پراخو اقداماتو برخه دی چې د امریکا پوځ یې په افغانستان کې د فساد د مخنیوي لپاره کوي.
تر دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا خاص سرمفتش تور لګولی و چې په افغانستان کې فساد ممکن په دغه هیواد کې د امریکا ماموریت له ناکامۍ سره مخامخ کړي. سرمفتش دا هم ویلي و چې افغان پوځیان خپلې وسلې او وسایط پر دښمنانو پلوري.
امریکايي پوځي چارواکي وايي، دښمن ته د افغان امنیتي ځواکونو د وسلو په لاس ورتلل د اندېښنې وړ دي خو پر دښمن د وسلو پلورل او یا په لوی لاس د پوستو ورسپارل لوی چلینج دی.

جنرال کایسر وايي، د امریکا پوځ هر څه موده وروسته هغه وسلې ویجاړوي چې د دښمن لاس ته ورغلي وي څو د ايتلافي ځواکونو پر ضد ونه کارول شي. ده دا هم وویل، که افغانان له سیستمه کار واخلي، دوی ته به معلومه شي چې څوک چیري دی او څه کوي.
د افغانستان دفاع وزارت دا خبره نه مني چې افغان امنیتي ځواکونه پر طالبانو وسلې پلوري یا قصداً پوستې وسپاري. دفاع وزارت دا هم وايي چې پخوا په دې برخه کې ځینې ستونزې وې خو د نوي حکومت له راتلو سره پای ته رسېدلې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي هم وايي چې د دوی پلټونکو پلاوو تراوسه پوري د پولیسو په لیکه کې خیالي سرتېري نه دي موندلي.
نړیوالې ټولنې او په سر کې یې د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پوري د افغانستان پر ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ۶۸ ملیارد ډالره لګولي دي.
دا د خبیثی امریکا یو ښه اقدام وه ځکه دغه ټولی پیسی دهمد غو د اروپا څخه راغلو جیره خورو د غلامانو او د هغوی باډی ګاردانوجیبونو ته ورتلی او دوی پری شرابونه خوړل اوملی اردو پولیسو ته ی هیڅ ګټه نه رسیده8
توری به لالا وهی مړۍ به عبدالله وهی
خړ مخونه خو په جنګ کی لا خړیږی
غوړ مخونه دی چی لا پکی غوړیږی
وطن زما دی وطن ستا دی خوری یی بل څوک
هی افسوس چی داسلام په نوم ځوریږي
————-
ایا داهم کیدای شی چی خوری به یی غله او سربه ورکوی پری غریبان
کوم افغان دی داسی عسکر راوښیی چی د کوم مالدار یا رهبر ځوی وی؟ نه
نو له دی معلومه شوه چی وطن د همدغو کثیفو غلو دی خو ساتنه یی د غریبانو دنده ده هغه هم په ۱۰۰۰۰ افغنی معاش
حال داچی د ارګ او عبدالله غله ۳۰۰۰۰ خیل پولیس هم لری