عنایت الله کاکړ
هسې خو زموږ ديني سياسي اړخونه د ارواښاد عبدالغفارخان د عدم تشدد سياست ته په اشارې سره هغه د مهاتما ګاندي په دکتورين پسې تړي، خو که تاريخي حقائقو ته پام وکړای شي، خان عبدالغفار خان د عدم تشدد فلسفې ته د خپل سياسي ژوند په دوهمه برخه کې مخه وکړه.
تاسې به لوستلي وي چې خان مرحوم پر افغانستان او پښتونخوا باندې د انګليس د تېريو پر مهال د هغه مهال د غازیانو له مشرانو چې زیاتره یې علماء کرام وو په نژدې تماس کې وو او په ګڼو مواردو کې يې د ترنګزو د حاجي صېب مرحوم او شيخ الهند پيغامونه د پښتنو مشرانو تر منځ وړي راوړي وو.
خو کله چې د پرله پسې نړیوالو جګړو په ترڅ کې برتانوي امپراتوري کمزوري شوه نو یې د هند په شمول له ټولو آسیايي مستعمرو نه د کډې بارولو پريکړه وکړه. دغه مهال په هندي نيمه وچه کې هندوان په اکثريت او مسلمانان په لومړۍ درجه ستر اقليت کې ول. د هند کانګريس ګوند چې د مسلمانانو او هندوانو ګډ ملي ګوند وو، د حالاتو د نزاکت په درک کولو سره له سوله ايزو لارو چارو د استقلال غوښتنه پيل کړه. خو مسلم لیګ چې د مسلمانانو د استازيتوب مدعي وو، د محمد علي جناح تر مشرتابه لاندې د مقاومت خشنه لاره انتخاب کړه. هغه داسې چې لومړی یې مسلمانان د هندوانو په مقابل کې یو بيل ملت وګڼل او بیا یې په اصطلاح د اسلامي ملي ګرايي سیاست ته مخه وکړه. خو دغه سیاست د دې پر ځای چې د انګليسي استعمار پر خلاف وای، هدف یې هندي ملّت وګرځاوه. د کانګريس ګوند چې د مسلمانانو او هندوانو متحد ملي ګوند وو، هغه یې خپل حريف وګرځاوه او هر هغه مسلمان چې د کانګرس په چوکاټ کې یې سیاست کاوه، هغه یې د مسلمانو هنديانو پر وړاندې خائنان وګڼل.
عبدالغفار خان چې د مهاتما ګاندي له نژدې ملګرو څخه وو، یو عبقري او د حالاتو پر نبض پوه سياستوال وو. هغه د مولانا ابوالکلام ازاد په څېر د مسلمانانو بقاء او ځواک په یو موټي هندوستان کې ليدله، ځکه یې خپل ازادي غوښتونکی سياست له هندي ملت پالو سره سم عيّار کړ، تر دې چې د باچاخان د ورور ډاکټر خانصاحب په مشرتابه په پښتونخوا کې د کانګرس انتخابي حکومت رامنځته شو.
دغه مهال برتانويانو پرېکړه کړي وه چې هند ته ازادي ورکړي خو برتانويان پر دې هم پوهېدل چې که مسلمانان د هندي جغرافيې په چوکاټ کې پاتې شي نو کیدای شي په راتلونکي پيړۍ کې د آسيا په سیاست کې پر یوه محوري ځواک واوړي، هماغه وو چې لندن د مسلم لیګ تر مشرتابه لاندې د هندي مسلمانانو د وېش اجنډا نه یواځې دا چې تائيد کړه بلکې عملاً یې دې څه ته لاره هم هواره کړه.
خو کله چې خان عبدالغفار خان پر دې وپوهېده چې نور نو انګليسي استعمار د مسلمانانو د وېش ټینګه پریکړه کړيده، ځکه یې نو په جون ۱۹۴۷ کې د خپلواک پښتونستان نظريه وړاندې کړه. خو له بده مرغه د باچاخان دغه غوښتنه په پښتونخوا کې د مېشتو هندوانو پر ضد د مسلم ليګیانو وژونکو او سبوتاژ کونکو اقداماتو په شور کې ورکه شوه. پاکستان، د هند د مسلمانانو د نیمګړي ټاټوبې په بڼه رامنځته شو، خو د مسلمانانو دوه سترې سيمې حیدرآباد دکن او کشمير د پخوا په څېر په هند پورې وتړل شول.
د برتانوي استعماري اجنډا د کړۍ په توګه په ۱۹۷۱۱ کې پاکستان بېرته په دوو برخو ووېشل شو چې یوه خوا یې بنګله دېش شوه.
که اوسنی پاکستان، بنګله دېش، د برما، بوټان، نيپال، مالديف، سریلانکا او برما مسلمانان د متحده هند برخه پاتې شوي وای، نو نن به مسلمانان او په تېره بیا پښتانه د هند او آسیا په سیاست کې محوري ځواک وای.
خو ای وااای چې هغه مهال زموږ مشرانو حالات درک نکړای شول او د خان عبدالغفارخان په څېر مؤمن، مسلمان، خواخوږي او پاک سیاستوالان د هندوانو د دوستانو په نامه بدنام کړای شول.
که کم تر کمه د پښتونخوا په اړه د باچاخان دکتورين عملي شوی وای نو اوس به مو د افغانستان تر څنګ د پښتنو یو بل مستقل هیواد هم لرلای چې د نظام اساس به یې اسلامي شريعت وای.
پښتون خواه چه دآفغانستان جزء دئ او وء
داسياستوال چه يو عقبري او دحلاتو پر نبض پوه عبدالغفار خان چه نژدې والئ ئې دمهماتماګاندي سره درلوده او دمولاناابولکلام اذاد بقائې په يوه موټي هندوستان کي درلوده ولي ئې خپله بقاء دآذادئ ئې دآفغانستان سره نه ليده؟
چه شاه آمان آلله خان غازي همدا عبدالغفار خان ته په سمت شمال دآفغانستان دپښتون خواه اذادئ په خاطر عملاء مځکي ،قرارګاه او آفغاني آذادي بخښي قواوي دپښتون خواه داستقرار او آذادي په خاطرورته آماده کړئ وه ونه منله ويله چه آفغانستان تر هند غريب دئ؟
چه اوس به يو موټئ اوآذاداو ديوه قوي آقتصاد لرونکئ او باثباته آفغانستان وائ.
تر اوسه پوري دده لمسيان لکه ګل خان علني وائي که دآفغانستان او پاکستان تر منځ جنګ سي دوئ به دپاکستان وطرف ته ودريږي او دا هم وائ چه دا ولي خان هم ويل غفارخان هم ويل او زه هم وايم .
داسيګنال ګل خان دچاڅخه آخستئ دئ؟ واضع خبره چه دا سياست ئې مراثي دئ.
يوازنئ منطقه ده چه دفلسطين په شمول په دا ۲۱قرن کي آذادي نه لري .چه تر اوسه پوري دپنجاب تر آسارت لاندي شپې اوورځي سباه کوي
ددې ټولو څخه دانتجه پلاس راوړلائ سو چه دوئ دخپل جيب په خاطر او دخپل قدرت په خاطر نه دملي روحې او دملت په خاطر خپل سياست مخ ته وړه همدارنګه په آفغانستان کي مرتع او خائن حکومتونه.
ديوه لوئ آفغانستان پر لور8