اروپايي ټولنه د ټرمپ له واک ته رسيدو څه ويره لري؟ ایا ټرمپ یوازې د اروپايي ټولنې لپاره يوه وېره ده او که د ټولې نړۍ لپاره؟
د امريکا متحده ايالات چې د اروپا زياتره هېوادونو سره (په ځانگړې توگه د اروپايي ټولنې سره) له ډېر پخوا ښې اړيکي درلودې او تل يې يو او بل ته د هر نړيوال تحديد پر وړاندې د مرستې لپاره لاس ورکړئ اوس د راتلونکې لپاره ځکه اندېښمن کړي چې ټرمپ د اروپا د اوسني سيال هېواد يانې روسې سره د نژدېوالي گواښونه کړي. د روس ولسمشر پوتين ستاينه يې کړئ او هغه بنديزونه چې امريکا او اروپايي ټولنې په گډه پر روسې لگولي وه ټرمپ يې د لېرې کولو گواښونه کړي. که امريکا خپل بنديزونه له روسې نه لېرې کړي نو د اروپايانو لپاره به يې په يواځې ځان سر ته رسول گران شي.
همدا شان يې د اروپايي ټولنې سره په اقتصادي قراردادونو د سره د غور کولو او د وخته مخکې يې لا وېلي چې دغه قراردادونه د امريکا لپاره گټور نه دي. يا به يې له منځه وړي او يا به له سره تازه کېږي.
ټرمپ د اوکراين د کيم د جزېرې چې روسيه يې دعوه گېره ده، پخپلو خبرو کې د روسې برخه بللې او ژمنه يې کړئ چې کيم به د واک ته رسېدلو سره سم د روسې په نقشه کې ورزياته کړي.
ټرمپ په تکرار سره د د ناټو غړو هېوادونو نه د بهرني يرغل په وړاندې د فاع په اړه هم خپل شرطونه ښودلي او دغه خبرو د شرقي اروپا يو نيم هېوادونه اندېښمن کړي.
د نړېوال گواښ په اړه د اروپايي ټولنې اندېښنه هم ټرمپ د هغه گواښونو چې د مسلمانانو پر وړاندې يې کړي، د برطانيې هېواد د اروپايې ټولنې له غړيتوبه د وتلو ستاينه، د روسې سره نژدېوالی او دې ته ورته نورو بدلو فکرونو سره داده چې گواکې اروپايي ټولنه به يا له منځه ولاړه شي او يا په ډېره کمزورې شي او د غه کار به د نړۍ اقتصاد او امنيت ته لوی زيان ورسوي. بله مسله هم د نژاد پرستو حزبونو لپاره د ټرمپ څرگندونې چې د مسلمانانو او نورو مهاجرو په وړاندې يې کړي د لا ښه فعاليت زمينه برابره کړي. کومه مسله چې نن سبا ورسره اروپايي ټولنه لاس او گرېوان ده. د نړېوال چاپيريال د پاکۍ قرارداد هم تر گواښ لاندې دی. او داسې نور او نور….