د بودیجی د کسر مفهوم:
کله چې د دولت مصارف د هغه له عوایدو څخه اضافه شی هغه وخت دولت د بودیجې له کسر سره مخ دی چې د عوایدو او مصارفو دغه ارقامو څخه په اسانی سره محاسبه کیدای شی.
په اقتصا کې په عمومی شکل سره د دولت د بودیجی کسر د مختلیفو دلایلو په واسطه منځته راتلی شی بعضی وخت دولت د ملک په اقتصادی فعالیتونو کې د فعال رول لوبولو او د ملک د پرمختګ په خاطر د هیواد د اقتصاد د رکود د مخنیوی په خاطر د خپلی پانګې اچونی لپاره په مصارفاتو کې زیاتوالی راولی،په دغه وخت کې د دولت بودیجی د کسر د سیاست سره مخامخ کیږی، دولت کوښښ کوی د دغه کسر په نتیجه کې د هیواد اقتصاد د تعادل او توازن حالت ته راوړی،بعضی وخت بدون له دی څخه چې دولت د هیواد په اقتصادی فعالیتونو کې کوم خاص رول ولوبوی، د یوه فعال مالی سیاست په رامنځته کولو او عملی کولو کې هم د دولت بودجه د کسر سره مخامخ کیږی،دغه ډول د بودیجی کسر په اقتصاد کې د دولت ضعیف رول ښکارندوی کوي، دغه کسر د دولت د ضعیف مالی سیاست په وجه رامنځته شوی چې مختلف قسم تاثیرات په اقتصاد باندی لری،نو په دی لحاظ د بودیجی د کسر رامنخته کیدل په هیڅ صورت کې پدی نه توانیږی چې د دولت لخوا د یو فعال مالی سیاست ښکارندوی وکړي.
د بودیجی د کسر د سیاست په برخه کې دولت د نورمې سیاست تعقیبوی او کوښښ کوی ترڅو د دغه سیاست په وسیله اقتصادی حالت داسی ترتاثېر لاندی راولی، چې د هیواد اقتصاد په تېزی سره د بهبود په طرف میلان پیدا کړی.دغه هدف ته هغه وخت رسیدای شی، چې یو داسی بحرانی اقتصاد په حالت کې قرار ولری چې د مجموعی تقاضا د اندازی په کموالې سره مجموعی عرضه کمه کړي،یا د مجموعی تقاضا د کموالی په واسطه نظر مجموعی عرضی ته تشخیص وکړای شی.
دولت باید د بودیجی د سیاست د وسایلو د په کار اچولو له لاری په اقتصاد کې مجموعی تقاضا تقویه کړي په دغه حالت کې د دولت مصارف باید ترهغه وخته لوړشی چې د قرضی د پیسو او یا دخرید د قوت څخه مکمله استفاده وشی او د هغی په واسطه د تولیدی امکاناتو څخه کامله استفاده وکړای شي. دغه هدف د یوی بودیجی د کسر د سیاست په وسیله په دوه طریقو سره منځته راتلای شئ.
۱:دولت کولای شی په عین وخت او حال کې بې له دي چې خپل مصارف او مالیات لوړ کړي.د اضافی مصارفو په حیث په لومړی مرحله کې اضافی پانګی اچونی د نظر لاندی نیول کیږی،ددی لپاره چې د بیګاره خلکو شمیر په کم وخت کې راکم کړی خوصوصاً د داسی دولتې پروژو چې په هغه کې زیات شمیر کارګر په کار لګول کیږې له یو خوا د خلکو عواید لوړیږی او له بلې خوا هیواد پرمختګ کوي،مثلا د سرک جوړه ونې،تعمیراتی پروژه،د اوبولګونې پروژی……
۲:دولت باید د مالیاتو اندازه راټيته کړی،په دی حالت کې مالیه ورکوونکې د کمي مالی په ورکولو سره خپل استهلاکې مصارف لوړ کړي،په دی صورت کې د خلګو غوښتنه زیاتېږي او په پایله کې د هیواد مجموعی غوښتنې زیاتېږی،اساسی شرط دا دی چې دولت باید خپل مصارف راټیټ نکړي،د مصارفو د کموالې په صورت کې دولت منقبض تاثیرات د توسعوی تاثیراتو په ضد واردوی چې مالیاتو د کموالې له لاری او د هغی په نتیجه کې د استهلاکی مصارفو لوړول د مالیه ورکونکو له خوا په اقتصاد باندی توسعوی تاثیرات واردوی.
د بودیجی د کسر سیاست:
بعضی وخت دولت د بودجی د کسر څخه د یوسیاست په ډول داسی استفاده کوی،چې د اقتصاد رکودی حال د اقتصادی رونق په حالت تبدیل کړي چې دا د بودیجی د تعادل د اصل سره مخالف نه واقع کېږی.دولتونه د پولی تورم د مخنیوی لپاره خپل مصارف کموی چې دا د بودیجی یو عمده رقم تشکیلوی،د دی په واسطه د ټولنې مجموعی تقاضا کمیږی او له تورم سره مقابله کوی،چې د اقتصادی رکود په صورت کې هم د بودیجی د کسر د سیاست څخه استفاده کوی او دغه د رکود حالت د رونق په حالت بدلوی.هغه ارقام چې د بودیجی د کسر تر عنوان لاندی قرار نیسی،د هغه منابعو څخه عبارت دی چې د عوایدو او مصارفو ترمنځ فرق وجود ولری.او له بلی خوا دولت په دی توانیږی چې د خپلې بودیجی هغه مازاد چې رامنځته شوی او د بودیجی د بی تعادلی سبب ګرځی په دوه ډوله مصرف کړي.
۱:د خارجی قرضو او په دولت باندی د شوی اعتباراتو تادیه کول.
۲:د راتلونکو برداشتونو په خاطر د ذخیری په ډول د هغی ساتل.
د درېیمی نړۍ په هیوادونو کې د بودیجی کسر څخه د یو سیاست په ډول استفاده نه کیږی،بلکی دا یو داسی کړکیچن حالت دی چې ددی له پاره دولتونه باید ځینې اقدامات ونیسی ځکه په دغه ملکونو کې پانګه اچونی په داسی زیربنایی پروژو کې کیږی.چې د دغه ملکونو اقتصاد لپاره ضروری دی او دغه مصارف د دولتونو د مصارفو اندازه د عوایدو څخه زیاتوی او د بودیجی د کسر سبب ګرځی یا دا چی دولتونه د مجموعی غوښتنی د حجم په زیاتوالی سره د اقتصادی رکود د کموالی کوښښ کوی چې معمولاً د محدودو منابعو سره مخامخ کیږی او په طبیعی ډول د بودیجی د کسر سره مخامخ کیږی.یوازی په دی وخت کې د بودیجی کسر یو معقول او منطقی شکل نیسئ؛نو په دی دلیل د بودیجی د کسر د سیاست د اقتصادی رکود د له منځه وړلو په خاطر او یا د عمومی توسعی سیاست په خاطر صورت نیسئ.
د بودیجی د کسر اقتصادی تاثیرات:
د دولت د بودیجی کسر د جاری مصارفو د زیاتوالی په خاطر وی؛خو دی ته باید توجه وشي چې دغه ډول مصارف فقط د مجموعی تقاضا د زیاتوالی سبب ګرځی؛کیدای شي تورم رامنځته کړي.
له بلی خوا که چیری د دولت مصارف د عاید په مرسته نه وي رامنځته شوي او دولت د قرض اخیستلو ته مجبور کړی؛نو ددغه مصارفو ګټه او په مالی سیستم کې دغه د مزد ورکول دغه قسم مصارف د اضافی فشار په شکل په ټولنی باریږی او ځینی منفی اغېزی منځته راوړي.
که چیری د دولت د بودیجی دغه کسر د یو فعال مالی سیاست د اجرا په مرسته د اقتصادی رکود د مخنیوی په خاطر اجرا شی او دولت د خپلی پانګی اچونی د مصارفو په زیاتوالی سره او د کسر په رامنځته کولوسره په بودیجه کې د یو پراخه مالی سیاست له پاره اقدام وکړي؛نو ددغه اقتصادی تاثرات به په اوږدي مودی کې د شکل او ښه اقتصاد په لوری هدایت او رهمنایې وکړي.چې دغه قسم د بودیجی کسر نن ورځ په پرمختیایی هیوادونو کی د سیاسی وسلی په حیث تلقی او پرمخ وړل کیږی.
کینز او د هغه طرفداران په اقتصاد کې د بودیجی ددغه ډول کسر څخه دفاع کوی که چیری د دولت سره د مرکزی بانک له خوا د پیسو د نشر د قرضی له لاری صورت ونیسی.نو په نتیجه کی د ملت د خلکو تقاضا لوړه ځی او د هغی د پرداخت زیات قوت یو قسم نامساعده اقتصادی تاثیرات سره د پیسو تورم د خپل ځان سره لری.د بودیجی د مالی تامین هره یوه منبع د یو او بل څخه مختلیف تاثیرات لری.
۱:دنویو پیسو د نشرول(له مرکزی بانک څخه قرض اخیستل)چې د خلکو د ضرورت د اندازی څخه د زیاتو پیسو د پیدا کیدو سبب ګرځی او د تورم د قیمتونو د لوړیدو سبب ګرځی.
۲:د داخلی منابعو څخه قرض اخیستل د قرض د اسنادو په څېر د نورو رویشونو څخه زیات داعتبار وړی دی او چندان بد تاثیر نلری؛مګر دولتونه د خلکو د جذب او تشویق لپاره په دغه صورت کې چندان موافق نه دي.
۳:د لنډی مودی لپاره د خارجی منابعو څخه قرض د هرقسمه کالیو،فن اونورو فنی وسایلو له لاری د خلکو د ضرورت مطابق وارداتو سبب ګرځی او چندان منفی تاثیرات په اقتصاد نه لری، خو که فکر پکې ونشی نو دداسی د یو نا مطلوب حالت سبب به وګرځی چې ډیر ناوړه اغیزی به ولری او د هغی د حل امکانان به ډیر سخت وي.