کل رحمن رحماني

د ادبي او ژورنالستيکو اثارو يو ستر توپير په دې کې دى چې ادبي اثار زموږ حواسو او عواطفو ته لار مومي او د لوستلو يا اورېدلو پرمهال يې زموږ پنځه ګوني حواس راسره ملتيا کوي، خو د ژورناليستيک اثر د مطالعې يا اورېدو پرمهال راسره ټول حواس ملتيا نه کوي او د کومې خبري موضوع وچ کلک واقعيت راته مخکې ولاړ وي.

ژورناليست د يوه اديب په پرتله واقعيت ته ډېر دقيق او ځير وي، خو له واقعيت پرته د نورو اړخونو په اړه ډېر فکر نه کوي، ځکه چې که واقعيت يې خام شو او پر خبري موضوع يې تمرکز له لاسه ورکړ، نو نورې هڅې يې په هوا کې د ماڼۍ ابادولو ته ورته دي.

د اديب يوه ځانګړتيا داده چې د ژورناليست په پرتله پر ژبه ډېر برلاسى لري، د تحليل او سپړنه ځواک يې هم پياوړى وي،  د يوې پېښې د تعبير او انځور له پاره ګڼې لارې او مهارتونه ورسره شته، يوه خبره له لسګونو زاويو مطرح کولى شي، خو ژورناليست  ته ځان  د اصولو په چوکاټ کې را ګير ښکاري، د زاويو د محدوديت ترڅنګ د تعبيرونو او خپلې خبرې د کولو جواز هم ځان ته نه ورکوي.

همدا لامل دى چې  يوې خبري پېښې په اړه د هغه شخص نظر چې له ژورناليزم پوهنځي فارغ وي او د هغه کس چې له ادبياتو فارغ وي، خو په ژورناليزم کې يې عملي کار کړى وي،  پوره توپير لري.

لامل يې دادى چې اديب له ادبياتو سره د تړاو له برکته ډېر هغه شيان ويني چې نورو په ځانګړي ډول ژورناليست ته هغسې نه ښکاري، له سترګو يې پناه وي، اديب له يوې سوژې يا زاويې سره د ژورناليستيکي اصولو تر څنګ خپله ادبي تجربه او ليد لورى هم شريکوي او دلته له يوه ډېر سخت ازمون سره مخ کېږي.

ځکه چې که چېرته په ادبياتو يا ادبي ليدلوري زياته تکيه وکړي، تخيلي او يا ډېر تصويرى او هنري چلند وکړي، نو پر واقعيت سيورى غوړوي او ژورناليستيک اثر بې ارزښته کوي، د لوستونکي باور له لاسه ورکوي او کار يې بې ګټه کېږي.

دلته مهمه خبره د ژورناليزم ژبه ده، په دې چې که د تخيل لمن ونيسي، ژورناليزم ته زيان اړوي او که چېرته وچ کلک ژورناليست شي، نو بيايي له ادبي مهارتونو چندان ګټه نه ده اخيستې او ژورناليستيک اثر له زړه را ښکون(جذابت) او اغېز خالي پاتې کېږي.

له ادبياتو سره د بلد ژورناليست مهارت په دې کې دى چې د خپل ژورنالستيک اثر ژبه دومره جذابه، کره او لنډه کړي چې د تخيل او واقعيت ترمنځ يوه ګډوله  ښکاره شي، يا واقعيت د تخيل په مرسته دومره جالب کړي چې مخاطب کې د بيا لوستو او اورېدو حس را وپاروي.

ماهر ژورناليست تل په خپل راپور کې له ادبي مهارتونو کار اخلي، خو هېڅکله ادبي ليکنه نه کوي، د اوچت تخيل، هنر او انځورګرۍ له لارې واقعيت نه وژني، د جملو او کلمو د اوډون او ښکښت له لارې د واقعيت اغېز او عمر اوږدوي.

اوسني مخاطبين له وچ کلک ژورناليزم او ژورنالسيتکي اصطلاحاتو ستړي شوي او که چېرته د خبري موضوعاتو سره  يو څه ادبي ژبه، ډراماتيک او تصوير هنر ګډ نه شي، شايد تريخوالى يې لا زيات شي او د مخاطب پر لېوالتيا منفي اغېز ولري.

په دې برخه کې هره رسنۍ خپل سبک او ژبه لري، خو ځينې يې ګدوله وي، هر څه ليکي او هر ډول يې ليکي، خپل ځان ته يو ځانګړى مقام نه شي خپلولى، ډېرې کمې رسنۍ به داسې وي چې رسنيزه ژبه يې دې مخاطب ته اشنا او له خوند ډکه وي.

کلونه وړاندې چې د هندي سينما د ستوري اميتاب د زوى ابيشک د زوى او ايشوريا راى واده سره کېده، د واده موضوع  نه يوازې په هند، بلکې په ټوله نړۍ کې په ګڼو رسنيو کې د سر او مهمه  خبره وه، بېلابېل سرليکونه او عنوانونه يې ورکول.

چا د کال واده، چا د کال د غوره پېغلې واده تر سره شو، د غوره جوړې واده او نور نومونه ورکول، خو بي بي سي ليکلي وو” د پېغلو مشره يې واده کړه” دا نوم د پښتو ژبې د يوې لنډۍ نيمه مسره وه، خو د واقعيت لېږدولو تر څنګ  يې زړه را ښکون، مناسبت او خوږلت درلود او ممکن ډېر لوستونکي يې را جلب کړي وي.

بله مهمه خبره داده چې ژورنالستيک اثر يوازې د نن لپاره وي، د واقعيت يا پېښې په سړېدو سره خپل ارزښت هم له لاسه ورکوي، ځکه خو کله کله اخبارونه د کليشو په ځالو هم شهرت مومي، خو ادبي اثر تلپاتې وي، حتى ځينې د ټول عمر لپاره پاتې کېږي.

خو هغه ژورناليست چې له ادبي مهارت او ژبې سره اشنا وي، کولى شي چې د موضوع په اړه د زاويې د بدلون، تصويري جملو او ډراماتيک مهارت له لارې ژورنالستيک متن ته عمر ورکړي.

 که ژورناليست د ادبي مهارتونو نه کار واخلي او راپور يې تل پر يوه مهمه پېښه يا خبري اړخ متکي نه وي، نو په خپل ژورناليستيک اثر کې د يوه عالي ادبي اثر په څېر خوند پيدا کولى شي، مثلا د ټولنې د بېلابېلو محرومو وګړو د ژوند او ناخوالو پر بنسټ انځوريز راپورونه کله کله دومره جالب شي چې د لوستونکي يا اورېدونکي عاطفه او خواخوږي له يوه ادبي اثر هم زياته راپاروي.

ددې موضوع ګڼې بېلګې هم شته چې د يو شخص په اړه له راپور خپرېدو وروسته په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو د خواخوږيو بهير پيل شوى او له هغه کس سره يې دومره مرسته کړې چې بيخي يې د ژوند تګلورى وربدل کړى، خو که چېرته يې په اړه يوعادي او پر وچو کلکو ژورنالستيکو کلماتو ولاړ راپور جوړ شوى وى، شايد چې د هېچا د خواخوږۍ حس به يې نه و پارولى.

د بي بي سي په “عيني شاهد” ،”ولې؟” د سترګو ليدلى حال او ژوندۍ خاطرې خبري پروګرامونو کې هم د ادبي ژبې خواږه حس کولى شو او زه يې د اورېدو پرمهال فکر کوم چې کوم ښکلى ادبي راپور اورم، مګر ادبي نه وي، ژورناليستيک وي، خو ډراماتيک او تصوير هنري او د کلمو ادبي اوبدنې په کې جذابيت پيدا کړى وي.

په هنري او ادبي راپورونو کې موضوع ته په پام سره  د ژورناليست مهارت په ښه ډول څرګندېږي چې له ژبې څنګه استفاده کوي او په خپل ګزارش کې د خيال په مرسته يوه واقعيت ته څومره جذابيت ورکوي.

ځينې راپورونه مې اورېدلي چې پيل او پاى دومره ښکلى وي چې کله کله پرې دي وې لنډې کيسې ګومان کېږي، خو وروسته چې ګورم نه يوازې وچ کلک واقعيت حس کولى شم او نه ترې تخيل بېلولم شي، ژورناليستيک راپور وي او د ژورناليست مهارت عجيبه جذابيت ورکړى وي.

د تجربې له اړخه هم د ژور ناليست تجربې تر ډېره فردي دي، خو د اديب تجربې ټولنيز اړخ لري، پراخه وي او د يوې خبري موضوع پر وړاندې د زاويو له کمښت سره نه مخ کېږي او تجربه يې فردي اړخ نه لري.

په پاى کې بايد ووايو چې د ژوناليست مهارت د ژبې په کارولو کې دى چې څنګه خپل مخاطب له وچې کلکې خبري موضوع وژغوري او په خپل راپور کې يې د جذابت له لارې له ځان سره وساتي.

همدا لامل دى چې د ژورناليزم په ډګر کې کله کله د اديب لاس تر ژورناليست ډېر ازاد او غوړېدلى وي، پرمختګ کوي او موضوع ښه سپړي، خو که د ژورناليزم او ادب پر بريد احتياط ونه کړي او يوازې اديب پاتې شي، نو موضوع تخيلي کېږي او واقعيت وژني.


د ښاغلي رحماني نور لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *