تاند-  په کندوز ولایت کې یوه انتحاري د طالبانو پر یوه مهم قوماندان برید وکړ او څلور تنه وسله وال طالبان یې ووژل.

د افغان امنیتي چارواکو په وینا دا برید تېره شپه په ارچي ولسوالي کې وشو.

د سپینزر ۸۰۸ زون قوماندان شېر عزیز کامه وال رسنیو ته وویل چې په دې برید کې، چې هدف یې د کندوز لپاره د طالبانو والي ملا عبدالسلام اخوند و، څلور طالبان ووژل شول او اخوند ټپي شو.

د کامه وال په وینا حمله کوونکی انتحاري د ننګرهار له اچین ولسوالي راغلی و. په اچین کې د داعش ډله زیاته فعاله ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې ملا عبدالسلام اخوند په ترک کلي کې مېلمه و او همالته پرې حمله وشوه.

تراوسه پوري کومې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ادعا کېږي چې په وروستیو کې د طالبانو پر ضد دې ته ورته څو نور بریدونه هم شوي خو دا لومړی ځل دی چې رسماً د طالبانو پر ضد انتحاري برید اعلانېږي.

طالبانو د دې برید په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ویلي.

4 thoughts on “د طالبانو خلاف لومړنی انتحاري برید وشو”
  1. . ټول د زړه له اخلاصه ووایی چی: اللهم اشفل الظالمون بالظالمین .ط مانا یا الله په ظالم باندی ظالم مسلط کړي

  2. زه تل بد ته بد وأيم. خو دا بايد ووايم جي – خه جي كرى هغه به ريبى. دوى كرلي وو خوً أوس دى ريبي.

  3. تاسو څه فکر کوئ چی کوم زوړ مجاهد به دا غیرت کړی وي؟
    نه دا زمونږ د مجاهدینو استادانو هریو سمیع الحق او نورو کار دی
    خدای خبر چی په والی کی به یی د افغانیت او ازادۍ کومې نخښې لیدلي وي
    زه خو د افغانستان په دولت او کی داسی څوک نه وینم چی د وطن مینه یی دومره لیونی کړی چی د نجیب غوندی د افغانستان په ناموس ځان قرباني کړي
    حاکمان مو ددوه پاسپورټونو خاوندان دي
    او دا قانون دی چی اخری تابعیت اصلی تابعیت دی
    زما یادیږي چی د تره کی یوه او امین ډیر نږدی نظامی افس میرمن روسۍ وه خو تر ۲ کلونو چا ورسره ونه منله چی د اردو د یو افسر ښځه دی دبل وطن وی خو نن ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *