تاند- د پاکستان سترې محکمې نن /سې شنبه/ د هیواد امنیتي ادارو ته امر وکړ چې د ناټو د تښتول شویو لاریو او کانتینرونو په اړه څېړنې وکړي.
پاکستاني خبرځایونه وايي چې د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د خصوصي شرکتونو تر ۱۹ زره زیاتې لارۍ او کانتینرونه بې درکه شوي دي.
د دغو خبرځایونو په وینا دا کانتینرونه، چې په افغانستان کې یې ناټو ځواکونو ته بېلابېل وسایل لکه وسلې، مهمات، الکولي مشروبات او نور مواد لېږدول، د پاکستان په مختلفو سیمو کې تښتول شوي دي.
پر دې موضوع د پاکستان سترې محکمې غور کاوه، تر دې چې نن یې حکم صادر کړ چې باید امنیتي چارواکي په دې اړه تحقیقات وکړي.
ټاکل شوې ده چې د پاکستان د پولیسو د یوه جګپوړي چارواکي رمضان بټي په مشرۍ یوه کمېټه په دې باب څېړنې وکړي.
د پاکستان د سترې محکمې رييس قاضي افتخار چودري د ناټو د تښتول شویو کانتینرونو د بشپړ راپور غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې په کراچۍ بندر، قاسم بندر او د بېړیو د تم کېدو په نورو ځایونو کې پلټنې شوي او نتیجې به یې ګومارل شوې کمېټه وڅېړي.
د پاکستان ستره محکمه په پام کې لري چې د دغه هیواد د سمندري ځواکونو لوی قومندان د ناټو د اکمالاتي لاریو د تښتول کېدو په اړه د پوښتنو لپاره محکمې ته احضار کړي.
تېره اوونۍ د پاکستان پولیسو ویلي و چې د ناټو ځواکونو د دوو تښتول شویو اکمالاتي کانتینرونو وسلې په کراچۍ ښار کې موندل شوي دي.
خو د پاکستان د ګمرکونو د ادارې رييس محمد یحیي د سترې محکمې غونډې ته وویل چې د ناټو د کانتینرونو له تښتول کېدو وروسته داسي کوم راپور نه دی ترلاسه شوی چې د هغو وسلې دې په کراچۍ کې نیول شوي وي.
خو د پاکستان د سمندري ځواکونو قومندان ویلي چې جنایتکاران د ناټو له تښتول شویو وسلو کار اخلي چې په نتیجه کې یې په کراچۍ او نور پاکستان کې جرمونه او قتلونه زیات شوی دي.
ناټو ځواکونو ته اکثره وسایل د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې د چمن او تورخم په لارو افغانستان ته رسول کېږي.