تاند- هند وايي چې په دغه هیواد کې د جمهوریت ورځې په درشل کې یو شمېر پاکستاني ترهګر هڅه کوي چې د افغانستان په پاسپورټونو د هند خاورې ته ننوځي.

په هند کې د جنورۍ ۲۶ د جمهوریت ورځ ده او دا ورځ په پرتمینو مراسمو لمانځل کېږي.

د هند انډیاټوډې ورځپاڼې د دغه هیواد د استخباراتي چارواکو په قول ویلي چې «په پاکستان کې دېره تروریستي ډلې هڅه کوي چې له افغان هویت څخه په استفادې هند ته داخل شي او ځینو یې د افغانستان جعلي پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.»

دوی وايي چې په دې اړه یې لومړی پلا په وروستیو کې له دوو افغان ځوانانو څخه، چې هند ته ورغلي وو، معلومات ترلاسه کړل.

د هند د استخباراتو (را) د څېړنې او شننې څانګه باور لري چې آی ایس آی په پام کې لري چې پاکستاني او افغان اتباع استخدام کړي او بیا یې د تروریستي حملو لپاره هند ته ولېږي.

هندي استخبارات وايي چې پاکستاني استخبارات غواړي چې د جمهوریت په ورځ په هند کې د فرانسې د نیس ښار په شان بریدونه وکړي.

ویدیو: په هند کې د تېر کال د جمهوریت ورځ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *