تاند- د افغانستان لویې څارنوالۍ د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د هغو ساتونکو یا باډي ګاردانو د نیولو امر وکړ چې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي په ځورولو او وهلو کې په لاس لرلو تورن دي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، په کابل کې یوه افغان چارواکي نن /سې شنبه/ د لویې څارنوالۍ د حکم د تاییدولو ترڅنګ وویل چې د جنرال دوستم په اړه لا هم تحقیقات روان دي.
لویې څارنوالۍ هم تایید کړه چې د جنرال دوستم د ساتونکو د نیولو حکم یې صادر کړی دی.
لویې څارنوالۍ وروسته له دې د لومړي مرستیال ولسمشر د ساتونکو د نیولو امر وکړ چې جنرال عبدالرشید دوستم او ساتونکي یې پر دوی د لګول شویو تورونو په اړه پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره لویې څارنوالۍ ته حاضر نه شول.
نیویارک ټایمز وايي، د جنرال دوستم قضیه د عدالت د عملي کولو په برخه کې د افغانستان د حکومت د ارادې یوه ازموینه ده.
۶۳ کلن احمد ایشچي تور پوري کړی چې د تېر کال په نوومبر میاشت کې د جوزجان ولایت د بزکشۍ په میدان کې د دوستم او د هغه د ساتونکو له لوري وهل شوی، په زوره موټر ته اچول شوی او د دوستم په کور کې جامې ورڅخه ایستل شوي او د جنسي تېري تر پولې سپکاوی ورته شوی دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي نن /سې شنبه/ حاضر نه شو چې د دې قضیې په اړه په تفصیل وږغېږي خو ویې ویل چې څارنوالان په دقت د قانون د اجرا کېدو هلې ځلې کوي.
«موږ په دې قضیه کې په خورا دقت له قانون سره سم کار کوو.»
ورځپاڼه وايي چې د جنرال دوستم سلاکاران او ویندویان حاضر نه شول چې د لویې څارنوالۍ د تازه حکم په اړه څه ووايي.
واه غریبه قانون پرتا تطبیق شو افغانستان اساسی قانون نه بلکه دافغانستن دخوارو غریبو اساسی قانون )نا (
دلوی څارنوالی داپریکړه دهغه خبرې څرګنده بیلګه ده چې وایي په خره یې زورنه رسیږي خودخره کتې ته یې سوټي نیولي دي.